جهاد ،دپردیو نوکري که دشتمن کیدو لاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اصف خواتي

انځورونه اولاسوندونه پخپله خبرې کوي                                                                                                                 

انګریزي ښکیلاکګر په دووجګړو کې دافغانانوڅخه دماتې خوړلووروسته دې پایلې ته ورسیدل چې  دزور له لارې نشي کولی په افغانستان کې خپلوموخوته ورسیږي هماغه دي چې خپل شیطاني نیرنګ په کار اچوي اوهغه د مذهب څخه استفاده ده. ددې کاردترسره کولولپاره یې افغانستان ته دپیرانو او ملایانوپه جامه کې خپل جاسوسان راولیږل چې دمجددي

اوګیلاني کورنی یې خورامشهورې دي.  دا کورنی ډیرژر دربار ته لاره مومي ، لوړحکومتي مقامونه اوبیساره واکونه ترلاسه کوي او دسلطنتي کورنیو سره دخپلوۍ مزي هم ټینګوي. دمجددي کورنۍ حتی دافغانستان دواکمنو دټاکلواوګوښه کولو  شونتیاوې هم ترلاسه کوي.  دې مسئلې ته افغان تاریخپوهانو پام نه دۍ راګرزولی چې څه ډول دې نابلل شوو میلمنوپداسې سرعت سره په افغانستان کې داډول امکانات او دریځونه ترلاسه کړل؟ داچې تاریخپوهان پدې اړه پټه خوله پاتې دي ښایي یو لامل یې دا وي چې دا انګریزانوراوستلي او سلطنت نازولي پیران پرهغوی دملحد،مرتداوکمونست تورونه ونه لګوي ، دمرګ فتواوې یې صادرې نکړي اوددې پیرانو جذباتي اوجاهل مریدان ورته ستونزې پیدانکړي او دقرآن دحافظې فرخندې په څیریې ونه وژني. دیحیی واکمنې  کورنۍ معمولآ په هغو کورنیو ډډه لګوله چې وګړنیزه اوقومي پایه یې نلرله . همدالامل وچې له بهر څخه  راغلو ځینو کورنیوته یې بیساره واکونه اوامکانات ورکول.په دولتي چاروکې ددې کورنیو ځواکمن دریځ  لدې څخه ښه جوتیږي چې د۱۹۶۴ کال داساسي قانون د مسودې دچمتو کولو د اووه کسیز کمیسیون څخه څلور تنه سیدان اوپه هغوکې دوه تنه ( سیدقاسم رښتیا او میرمحمدصدیق فرهنګ) وروڼه دي۰  ددې خبرې یادول لدې امله دپام وړدي چې زموږدهیوادپه بیروکراسۍ اود سیاسي او دولتي سترو پریکړوپه نیولو کې د هیواددبومي اواصلي خلکو په پرتله دبهرڅخه راغلو ځانګړو کورنیو ترکومې کچې اغیز درلود۰له بله پلوه په هیوادکې ګواکې دقحط الرجالو ستونزه هم بربنډوي چې دیوه ارزښتمن معتبر دولتي سند د چمتوکولو لپاره دوه وروڼه ټاکل شوي وو۰ ضمنآ دې وروڼوچې دسلطنتي کورنۍ دواکمنۍ په مهال لوړدولتي پوستونه لرل یوه یې داسې کتاب هم  لیکلي چې  دیولړحقایقو د تحریف سربیره د واکمنې کورنۍ څخه چې دی او ورور یې پکې هرکاره وو سرټکولی  چې ګواکې د هیواد لږکیو ته  په حکومت کې ونډه نه ورکول  کیده او دافغان ولس یوې سترې برخې پښتنوخلاف خپل زهرونه اوویروسونه هم شندلي دي. دې مشکوکو پیرانواو روحانیونو چې دولس وینې وزبیښي په ټولنه کې یې خرافات خپرول ښونځیو ته تګ  اودعصري علوموزده کړه یې کفرګاڼه. انګریزي ښکیلاکګروراوستلې دمجددي اوګیلاني کورنیو چې  د دربار سربیره داړیکو دټینګولودماموریت ترڅنګ په پښتنو کې دمریدانودجوړولو په پروژه هم لګیا شول او په پښتنوکې  یې ژورنفوذاواغیزپیداکړ. پښتانه کلیوال یې داسې تخدیرکړل چې حتی ښځینه ناروغې یې پدې نامه نارینه ډاکټرته ددرملنې لپاره نه وروستلې چې نامحرم دۍ . ټګمار روحانیت  نارینه ډاکټرته دښځې ورتګ لدې امله جایزنه ګڼي چې ډاکټر نامحرم دۍ. خو ملااوپیرځانته داحق ورکوي چې  دخپل وجودغړي دښځې په خوله کې هم ورننه باسي. دلاندې هیښونکي انځورپه لیدوسره داپوښتنه پیداکیږي چې ښایي ملا دخپلې ګوتې پواسطه دځوانې میرمنې  دوجودتبه معلوموي یا داچې  دهغه ګوته نور کرامات لري چې موږته دپوهیدووړنه دي.
 
تنظیمي مشرانو ،په هغوی پورې تړلي روحانیت اوځواکمنوجهادي قوماندانانو دخپلوافغان حکومتونو په وړاندې خپل مخالفت، جهادفی سبیل الله تبلیغاوه،داسلامي انقلاب دبري لپاره  یې ولسونه سرشندنوته هڅول اودشوروي داشغال په مهال یې تبلیغاتوښه بازاروموندچې ګواکې د شوروي اشغالګروپه وړاندې دافغان ولس دروامبارزې اومقاومت لارښوونه کوي.  خودتنظیمونو دمخورواوډیری جهادي قوماندانانو  ننی شتمنۍ چې دجهادمخکې یې هیڅ نلرل معلومیږي چې دجهادله برکته اودجهاددستراتژیستانود لوریینې  له کبله یې هم شتمنۍ ترلاسه کړې، هم ځواک اوهم واک. خو ځینې جهادي قوماندانان دجهادله برکته دشتمن کیدو، واک اوځواک ته درسیدوله امله دالله تعالی څخه د شکرګزارۍ په ښودلو سره دا هم نه پټوي چې خپل نني دریځونه او شتمنۍ یې د  امریکایانو سره دطالبانود واکمنۍ په ختمولوکې د خپلې ملګرتیا او د طالبانو دشتون له برکته ګڼي چې یو ددوی نه  بصیر سالنګي پدې اړه  په زړه پورې وینا  لري. دنوموړي وینانه یوازې د جهادي مخورواصلي انځورکاږي بلکه  د جهاد دستراتژیستانو او د  دیموکراسۍ دمدعیانو څیره هم بربنډوي چې داددموکراسۍ مدعیان دچا پواسطه اودکومو ډلو پرمټ په افغانستان کې دموکراسي ټینګوي .   
                         https://www.youtube.com/watch?v=utCZq9JhSe0
 دجهادي مشرانواوپردیو واک ته رسولو څیرواصلي هویت کوم چې دشتمنیو دترلاسه کولوپه موخه وطن پلورنې ته هم چمتودي په لاندې ویدیو کې ښه څرګندیږي.  
                           https://www.youtube.com/watch?v=2p7JAK-fg-E
  پاسنی ویډیوګانې ښیي چې جهادي مشرتابه اوځواکمن جهادي قوماندانان پوهیږي چې دوی هغه وخت په افغاني ټولنه کې خپل ننی دریځ ، واک اوځواک ساتلی شي چې دامریکې اودهغه دناټویي متحدینو ټولو غوښتنوته بیله چون اوچرا لبیک ووایي اواوامریې ومني. دتنظیمونومشرتابه چې دروحانیت او معنویت خبرې کولې محمدداود ،دهغه کودتایي ملګري اودا، خ ، د، ګ  مشران اوغړي یې کمونستان او ماده پرستان بلل چې دهغوی په وړاندې جهادفرض دۍ. خو ژوند وښودل چې  کمونستان او ماده پرستان لوټمار نه وو، ولسي شتمنۍ یې چورنه کړې بلکې د معنویت او روحانیت مدعیان لوټماران وو اوعامه شتمنۍ یې چورکړلې.  دافغانستان دخلق دموکراتیک ګونددهیڅ یومشرنه ماڼۍ لري  اونه  کوم بانکي حساب. خودجهادي ډلو ددویمې اودریمې کچې قوماندانان هم ماڼۍ لري اوهم بانکي حسابونه . لاندې تصویر پخپله خبرې کوي.
 
سره لدې چې ولس دخپلو جهادي مشرانو او قوماندانانوټګمارۍ، دشتمنیوټولونه ، پردی پالنه اوظلمونه لیدل اوپه ځانګړې توګه دتنظیمونو دواکمنۍ په مهال یې واکمن وحشت اوبربریت دسرپه سترګوولید خوبیا هم لیدل کیږي چې ځینې همدا جهادي مشران دولس خادمان ګڼي. دطالبانووروسته حکومت چې دملاتیریې همدا تنظیمي ډلې جوړوي  دولتي بنسټونه ، سړکونه ،  څلورلاري اوحتی تعلیمي مؤسسې دجهادي مشرانو اوقوماندانانوپه نامه نومولې دي اوژونديو ته یې  بیا د سترو ملي-حکومتي ستونزو دحل واک ورکړی دۍ چې داستونزې پخپله همدې مشرانو منځته راوړې دي. ښه بیلګه یې په همدې اونۍ کې دمتفکرله خوا  دحضرت مجددي اواستادسیاف زیارت دۍ. خوپربله خوا واقعبینه اوژمن لیکوال ، سیاستوال او دعلم اوپوهې علمبرداران آرام نه دي ناست په خپلولیکنو، ویناوو،علمي ،هنري اومستندو آثاروکې دهغوی اصلي څیرې بربنډې کړي دي چې لاندې کلیپ یې څرګنده بیلګه ده.      
https://www.facebook.com/asmat.rassa/videos/1466652186701803/
دډاکټرنجیب الله واکمني چې دیوه سیمه ئیزاویاښايي د نړیوال خاینانه سازښت له کبله نسکوره شوه مرکزي لوبغاړی یې  دبرهان الدین رباني ترمشرۍ لاندې دجمعیت ګوندقوماندانان وو چې موخه یې دم،م دسولې دپروګرام شنډول او په افغانستان کې ګډوډیو اوقومي دښمنیوته لاره هوارول و.دافغانستان دتاریخ دې زماني پړاو د« شراوفساد»  نوم خپل کړ چې دنوروډلو په پرتله  اسلامي جمعیت  ددې شر اوفساد اتلوالۍ لقب ترلاسه کړداځکه چې ددې دشراوفساد یا دویمې سقاوۍ په واکمنۍ کې دواک اصلي ځواک دافغانستان اسلامي جمعیت و.دجمعیتیانوله لوري دداډول سترې کچې فسادلامل ځینې لیکوال دنوموړي تنظیم د مشر برهان الدین رباني  دشخصیت  سره تړي چې دده شاوخوا دنوموړي په شان کمزوري وګړي راټول شوي وو. پدې هکله جنرال الکساندر لیاخفسکي دشوروي دڅارګرې ادارې په حواله دخپل کتاب دافغان میړانه اوغمیزه نومي کتاب په ۲۱۰ مخ کې تفصیلات ورکړي چې درباني داخلاقي فساد او کمزورتیاوویادونه کوي. جنرال په ځانګړي ډول دکریم بای نوم اخلي چې دهغه په کورکې به په  تنکیو نجونو ډله ئیز جنسي تیري کیدل اوبرهان الدین هم ددې مجلسونو یوګډونوال و. په دې هکله درباني یوکلیوال کریم بای ددوی دکلي ملک ( قریه دار) معرفي کوي خو په نجونو دتیري خبره نه مني. نوموړی، تنکی ځوان برهان الدین هم ددې بانډارونویوګډونوال ګڼي چې دشپې به پدې مجلسونوکې  تنکيو هلکانو نڅاه کوله.  ددویمې سقاوی نومي کتاب په ۷۸ – ۷۹ مخونوکې درباني د کورنۍ په هکله داسې څه لیدل کیږي چې  دلته یې راوړل اړین نه ګڼم. دکتاب په هماغه پاڼوکې راغلي چې رباني اودهغه یوبدخشۍ وطنوال چې وروسته دعبدالرب رسول سیاف دتنظیم غړی شوپه ګډه دکابل په لویدیځ کې یو کورپه کرایه نیولی و. په ګډه ددووکورنیوله لوري دیوه کورپه کرایه نیول د رباني اقتصادي ستونزې په ګوته کوي. خونن مهال دنوموړی کورنۍ پراخه شتمنۍ لري چې یو استاد دخپلې تنخوا له لارې داسې شتمنۍ نشي ټولولی.  داډول شتمنۍ دناروالارو( بډې اخیستنې ، دعامه شتمنیود لوټونې،  قاچاق) ترلاسه کیدای شي یا داچې دپردیو دارادې له مخې یې داسې ملي ضد کړنې ترسره کړې وي چې  دهغې په بدل کې یې ډالر،  روبل او ریال ترلاسه کړې وي.  څرنګه چې په تنظیمي واکمنۍ کې دشراوفساد اودملي شتمنیو په چوراوچپاو کې دنوروډلوپه پرتله  دجمعیتیانو له لوري دلوړې کچې غلاوو او لوټماریو خبره وشوه څوبیلګې به ددې ادعا داثبات لپاره وړاندې شي. د۱۳۷۱ کال دثور ۸  دبهرنیوچاروپه وزارت کې د مراسموپه ترڅ کې واک مجددي ته وسپارل شوچې دپخواني حکومت ځینوچارواکو اوپه هغه  کې صدراعظم فضل الحق خالقیارګډون درلود.« کله چې پخوانی صدراعظم خالقیار دبهرنیو چارودوزارت څخه پخپل موټر کې ووت. دمسعود نفرو د بهرنیو چارودوزارت مخکې له موټرنه کښته کړ. موټریې ترې وتښتاوه ، خالقیارپلی روان و ترڅویوه پوځي افسرپخپل موټرکې یووړ.ماښام خالقیار دبابا جلندردمسعوددقوماندان لخوا وتښتول شواوله هغه څخه یې پیسې غوښتې وې ترڅودځینوافسرانو په مرسته خوشی کړل شو.» (۱ )  خالقیارچې دنجیب الله د حکومت لوړپوړو پیژانده دپخواني حکومت  کارملي افسرانوچې دمسعودسره یې ګډه ژبه موندلې وه د مسعودیانوله منګلو آزادکړ خوهغه سلګونه زره  وطنوالو چې دکارملي مخوروسره یې نه پیژندل دهغوی ځان ، مال اوپت دسترګواښ سره مخامخ و. هماغه دي چې وسلوالومجاهدینو ددولتي ادارواوپوهنیزوبنسټونو تجهیزات ، ددولتي بیزونوڅخه تیل ، خوراکي توکي اونورلوازم  ایستل اوپه بازار کې په ټیټه بیه پلورل چې پدې ډول نرخونه راولویدل اومجددي په ویاړسره ویل « زما دواکمنۍ په مهال  داوړواوخوراکي توکو نرخ ټیټ شوی دۍ خوهغه خبرنه و چې داتوکي جهادي غلو غلاکړي اوپه ټیټه بیه یې بازارته وړاندې کړي دي .» (۲) دجمعیت اسلامي مشربرهان الدین رباني( بحران الدین بربادی) هم پدې چوراوچپاوکې بې برخې پاتې نشوداچې نوموړي به دجهادي تنظیمونوپدې سیالۍ کې څومره ترلاسه کړې وي قضاوت ستونزمن دۍ  خود نوموړي دمتحرکې واکمنۍ په وروستیوورځوکې دملي شتمنیودتالا یوه مسئله  رسنیزه شوله. « استادرباني دافغانستان داسلامي دولت جمهوررئیس د۲۰۰۱ کال دجنوري په دویمه دآریانا الوتکه دایران دکسپین هوایي شرکت ته په څلورنیم لکه ډالره وپلورله  چې اصلي بیه یې دری سوه لکه ډالره وه.هغه دخپلې اصلي بیې نه دوه سوه لکه اوشپژنوي زره ډالره ارزانه خرڅه شوې ده اودخرڅلاوپیسې یې دولتي حساب ته نه دي لیږدول شوې.»(۳ ) رباني دا کرغیړنه معامله هغه وخت ترسره کړه  چې نوریې دطالبانو په وړاندې د واک دساتلو امید نه درلود. هیره نشي چې دتنظیمونو په واکمنیدوسره نه یوازې دخلکو اوعامه شتمنیو لوټول پیل شول بلکه بل آفت هم راڅرګندشوچې هغه جهادي شهواني سادیستان وو چې  دتنکیوځوانانواوښځوپه ښکاریې پیل وکړاوڅوک به یې چې خوښیدل دټوپک په زوربه یې له ځانه سره وړل . ویل کیږي چې د رباني د واکمنۍ په مهال یوه قوماندان  یوه میرمن تښتولې وه . دمیرمنې میړه رباني ته  پدې اړه عریضه وکړه هغه په عریضه لاندې احکام ورکړي وو«  قوماندان صاحب محترم ! زن عارض را ایله کنید. با احترام پروفیسور برهان الدین رباني. رئیس جمهور دولت اسلامي افغانستان.» (۴) درباني له احکامو څخه بریښي چې نوموړي داوس نه درلود اویایې نه غوښتل چې دواکمن شراوفساد مخنیوی وکړي.                          
 نوربیا...
اخځونه                                                                                                                          ۱ – محمدابراهیم عطایی،نګاهی مختصربه تاریخ معاصرافغانستان، ۲۰۰۵ ، ۴۶۸ مخ                       ۲ - شاه زمان وریځ ستانزی،ازپاتک شاهي تا کیبل شاهی،۱۳۷۹ ، ۷ مخ                                     ۳ – پژواک خبري آژانس ویب پاڼه،۲۰۱۰ ، جنوری ۱۲ . آزادی ویب پاڼه، ۲۰۱۰ ، جنوری ۱۶     ۴- سمسور افغان، دویمه سقاوي،۱۹۹۸ ، ۱۱۸ مخ