په کابل کې غټ خطر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی                                                
 دجنوري په اولسمه  مې دروهي په ویب پاڼه کې د ښاغلي رحمت ربي زیرکیار یوه لیکنه چې په هغې کې یې دخپل نوي چاپ شوي کتاب په اړه معلومات وړاندې کړي و ولوستله اوسملاسي مې محترم زیرکیار ته یو ایمل ولیږه چې له کومه ځایه ستا کتاب ترلاسه کولی شم. کله مې چې ماښام خپل ایمیل خلاص

کړ ددرانه زیرکیار ایمیل مې ترسترګو شوخوله بده مرغه دالنډه جمله یې راته لیکلې وه : «خواتي صاحب- اوس حالات خطرناک  دي، زه  هم نه پوهیـږم .زما دوستانو  ته په کابل کې غټ خطر متـوجــــه  دی. دعا کوئ چې ونه وژل شي یا زنداني نشي.» ددې ایمل په لوستلو سره حیران پاتې شوم چې دمتفکرولسمشردواکمنی اوپه هیوادکې ددموکراسۍ دمدعیانو دسیاسي اوپوځي شتون پرمهال کابل دقلم اوکتاب خاوندانواو لیوالوته په غټ خطراوګواښ اوښتی دۍ. په کابل اودهیواد په ګوټ ګوټ کې  دولسمشر دلومړي مرستیال جنرال عبدالرشیددوستم په شان ټولوته څرګند قاتلان ، لوټماران ، جګړه ماران ، اوباشان اوهمدارنګه پردي پال لیکوال او سیاستوال ددموکراسۍ او دبیان دآزادۍ په نامه هرڅه چې وایي اویایې  ترسره کوي ددرناوي وړدي. خوکله چې ددې وطن رښتینی بچی کوم چې دپردیو استخباراتي شبکوسره تړاو نلري دهیوادننۍ له شرمه ډک واکمن وضعیت دلاملونواوعاملینوپه اړه یوه جمله هم ووایي ، څه ولیکي سپکیږي، دشخصیت دترور هڅه یې کیږي، له دندې ګوښه کیږي اویاپه ملي امنیت کې تر پوښتنو لاندې نیول کیږي.څرګنده بیلګه یې ښاغلی عبدالحکیم مجاهددتش په نامه دسولې عالي شورا غړی دۍ چې دبرهان الدین رباني ټولوته څرګنده یوه خبره چې طالبان یې دسولې فرښتې بللي وو تکرار کړله دطالبانو دخواخوږي په نامه له دندې ګوښه کړل شو. دادی په افغانستان کې د امریکایي دموکراسۍ اصلي ماهیت.  څوورځې مخکې یې ښاغلی مجاهد پدې نامه له دندې ګوښه کړ چې دبل کس نقل قول یې یوځل په خوله راووړ اونن دادی یو کتاب زنداني کیږي او د نوموړي کتاب پلورونکي ځانونه خوندي نه احساسوي چې کله به دملي امنیت کارکونکي دزولنواوتورو کڅوړوسره دشپې په تیاره کې ورځي اوزندان ته به یې اچوي اوهلته به دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې ولې یې داکتاب بازارته عرضه کړی دۍ. یا داچې حرفوي قاتلین به هغوی وژني اوحکومت به بیا پړه په طالبانو اویا نورو وسلوالومخالفینو اچوي.ماچې کتاب نه دی لوستی خودښاغلي زیرکیار لیکنوته په کتنې سره داګومان کوم  لیکوال چې په سیاست پوهنه کې لوی لاس لري پدې وروستیوڅولسیزوکې دافغانستان دروان ناورین په واکمنیدوکې دنړیوالو استکباري ځواکونواودهغوی د افغان لاسپوڅو او ګوډاګیانوکړه وړه بیان کړي دي چې دهیوادننیوواکمنوته داډول ارزونې اوشننې دزغم اومنلووړنه دي. دطالبانووروسته واکمنۍ کومه چې دپردیودتیري زیږنده ده دبیان آزادي ددموکراسۍ دیوه اصل په توګه یواځینی امتیازاولاسته راوړنه تبلیغوله اوپرهغې یې ویاړل. خودحکومت لخوا دبیان دآزادۍ په وړاندې د وروستیوڅومیاشتوچلند اوپه تیره دښاغلي زیرکیار دکتاب په وړاندې غبرګون وښودل چې پدې تپل شوې دموکراسۍ کې دواقعیتونو اظهارول دموکراسي اودبیان آزادي نه بلکه دترهګروسره خواخوږي ده اودواقعیتونواظهارونکی باید ورټل شي ، دقانون پنجوته وسپارل شي اودترهګروسره دخواخوږۍ اوهمغږي د ښودلو له امله دخپلوګناووسزا وویني.
پای