د فکري سلامتيا لپاره لومړی شرط سوله ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عاشق الله اخلاص يار / پکتيا

سوله چې يوه عربي کليمه ده ضد يې فساد دی، داسې ويل کيږي چې يو شی هغه وخت سوله ګرځي چې فساد ورځينې لېرې شي.
 مثلاً کله چې له ناروغ څخه ناروغي لېرې شي روغتيا مومي او يا د يوه شخص سيرت او اخلاق هغه وخت صالح ګرځي چې له نوموړي شخص څخه فاسد اخلاق او خراب خويونه لېري شي.
 په عربي ژبه کې د صلحې کليمه په يوولسو ماناوو سره  راغلې ده.


۱- سوله د ګټې او منفعت په مانا راغلې ده.
۲- د وړتيا په مانا راغلې ده.
۳- د ښه والي په مانا راغلې ده.
۴- د استعداد په مانا راغلې ده .
۵- د نيکۍ او ښېګڼې په مانا راغلې ده .
۶- د نعمت په مانا راغلې ده .
۷- د پخلاينې په مانا راغلې ده .
۸- د اتحاد او يووالي په مانا راغلې ده .
۹- اتفاق په مانا راغلې ده .
۱۰- د جوړښت او بشپړتيا په مانا راغلې ده ، چې له يوه شي يا يو چا څخه نيمکړتياوې لېرې شي.
۱۱- د اوربند او د جګړې بندولو په مانا راغلې ده .
د سولې د دغه لغوي تعريف رادېخوا ته که د هغې اصطلاحي تعريف ته راشو په دې هکله علماوو مختلف تعريفونه کړي دي، دا ځکه چې د سولې موارد مختلف دي، لکه: سوله په اقتصادي معاملاتو کې ،
سوله په ازدواجي معاملاتو کې ،
سوله د جګړه مارو خواو ترمنځ او داسې نور.
موږ دلته په جنګي سوله بحث کوو، د جنګي سولې اصطلاح تعريف چې محديثينو، فقهاوو، مفسرينو او د عربي ژبې پوهانو کړی هغه دا دی چې د سولې شرطونو په نوم ياديږي .
 يا په بل عبارت سوله هغه تړون دی چې جنګ، شخړه او نزاع پرې ختميږي.
 دغه تعريف خورا زيات جامع او کامل دی، په اسلامي شريعت کې د سولې ټول هغه ډولونه چې په پايله کې يې جنګ او شخړه ختميږي، جايز بلکې يو غوره عمل دی، په داسې حال کې چې حلال په کې حرام او حرام په کې حلال نشي او اسلامي حدود په کې مراعات شي.
زمونږ په اسلامي افغاني ټولنه کې زمونږ د فکر نه سلامتي او ناروغي دا ده چې مونږ سوله نه لرو، څه کم څلور لسيزې په جګړه کې تيروو او که د دغه جګړې د دوام پر بهرنيو عواملو بحث ونه کړو اوس دغه جګړه پخپله د مسلمانانو افغانانو ترمنځ دوام لري.
 که مخالف دی هم افغان دی او که موافق دی هم افغان دی.
 معلومه خبره ده چې په دې جګړې کې هيچا ته ګټه نشته، پرته له هغو څو کسانو چې اسلامي او ملي ګټې له خپلو شخصي ګټو قربانوي.
نو چې کله دا جګړه ټولو افغانانو ته د غندلو وړ د ه نو ولې سره سوله نه کوئ؟.
 لوی الله جل جلاله د الفتح سورة په ۲۹ آية کې د (رحماء بينهم) صفت ذکر کړی چې د دې بېلګه ده، چې مسلمانان بايد خپل منځي اختلافات د خبرو، مفاهيمي او روغې جوړې له لارې حل کړي، نه د جګړو او شخړو له لارې.
د سولې د ثواب او فضايلو په هکله ډېر قراني ارشادات راغلي همدا ډول ډېر نبوي ارشادات چې بايد پرې عمل وکړو.
 د دې لپاره چې په حقيقي مانا، واقعې سولې ته ورسيږو ضروري ده چې د پخلاينې د اصولو د رغونې لپاره کار وکړو، پخلاينه د دغو څلورګونو اصولو سره کلکې او بنيادي اړيکي لري:
۱- ريښتينولي.
۲- ترحم.
۳- عدالت.
۴- سوله.
که بحث ته لنډيز ورکړو د اسلام مقدس دين يوازينی د سولې دعوت کوونکی دی.
 د اسلام مفهوم سوله، سلامتي، امن، پخلاينه او د الله جل جلاله اوامرو ته تسليمېدل دي.
د سولې په نشتون کې نه فکري سلامتيا شته او نه هم جسمي سلامتيا، نو د دې لپاره چې فکري سلامتيا په ټولنه کې ولرو، لومړی شرط بايد د سولې راوستل وي.
جګړې او شخړو چې په څو لسيزو کې مونږ ته څه راکړي، لکه: مهاجرت، غربت، زخمونه، وژنې او داسې نور همدغو بدبختيو زمونږ روان ځورولی او زموږ فکري سلامتيا يې له منځه وړې ده.
د جګړې او وينې تويونې په شرايطو کې د هېڅ موجود لپاره له نباتاتو څخه نيولې تر متفکر انسان پورې مصؤنيت نشته.
هوکې! په همدغه شرايطو کې وو چې د عالم، پوه او معلم له لاسه قلم ولوېد، کتابونه د مسلحو افرادو لخوا د بخاريو د سوند توکي شول، مېز، چوکۍ، د مدرسو او مکاتبو دروازې وسوځېدلې.
 علمي او تحصيلي موسسې بې برخليکه شولې، د ژوند ټولې برخې فلج شوې، مختلف ټولنيز آفتونه او تعصبات پيدا شول، دومره وځورېدو، وکړېدو او ودردېدو چې د نړۍ په تاريخ کې حيرانوونکې ده.
له بده مرغه چې لا اوس هم جګړه روانه ده او هره ورځ نوي دردونه او  ټپونه وينو، نو بيا فکري سلامتيا کله لرو.
 که ماشومان مو ښوونځيو ته لېږو ورته ځوريږو چې په لاره يې څوک ونه تښتوي.
 که په سفر ځو وايو چې غله مو ونه شکوي .
 که دفتر ته ځو چې ترور نشو.
 که بازار ته ځو چې انتخاري بريد ونشي.
 که پر ظالم باندې عريضه کوو د رشوت پيسې نه لرو.
 که آمرينو ته ځو څوک مو دننه نه پريږدي.
که خپل غږ اوچتوو ستونی مو خفه کيږي.
 که ماشوم مو له لوږې مري او نفقه غواړي د کار کولو او حلال رزق ګتلو شرايط نه لرو.
 که ناروغ مو په روغتون کې مري ډاکټران يې د ځنکدن پرحالت خندا کوي.
 لنډه  دا چې ټول اسلامي او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کيږي او مونږ دا فکر کوو چې د دې جګړې ګټونکي به څوک کيږي؟
نه جګړه ګټونکی نلري ، جګړه اور ده ، تباهي  ده ، خو دا يوازې سوله ده چې پکې خير ده ، (والصلح خير).
مګر ولې او ترکومه به لا هم انتظار کوو چې که نړيوال مونږ ته سوله راوړي او هغه خبره چې نابوده هيله د الله جل جلاله له کرمه لرې ده. راځئ په هغه اسماني قانون منګولې ولګوو چې موږ ته د سولې ضمانت راکوي.
در دو رنګي بيم کفر است ای دلافرزانه باش
يا خدا را بنده شو يا ساکن تبخانه باش
راځئ دا دوه رنګي ختمه کړو چې په خوله او شعار کې سوله ستايو خو په عمل کې نه.
 زمونږ وړانديزونه په هيواد کې د سولې لپاره دادي :
اول: د جګړې د خواوو ترمنځ دې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د افغانستان د جيدو علماوو د يوې کميټې لخوا وڅېړل شي چې د جګړې کوم لوری برحقه دی؟ د جګړې عوامل څه دي؟
طرفينو ته دې د اسلامي احکامو په رڼا کې قناعت ورکړل شي، که هر لوری ناروا وي جګړه کوي نو بايد مجبور شي چې له دا ډول جګړې څخه لاس واخلي.
دويم: که د افغانستان د سولې عالي شورا په هيواد کې دسولې د راوستو لپاره د طرفينو لپاره د قناعت وړ وي ښه او که نه بايد په کې داسې تجديد نظر وشي، چې د طرفينو د جيدو علماوو په ترکيب د سولې شورا رامنځته شي او د سولې پروګرام د ژر پلي کولو لپاره دې ژمن و اوسي.
دريم: دولت دې د جګړې عوامل هرڅه ژر له منځه يوسي، لکه: رشوت، اختلاس، اداري فساد، نه عدالت، اخلاقي فسادونه، د شرعي او وضعي قوانينو نه تطبيق، بې کاري، ډار، ناوړه تبليغات، د قانون نه  حاکميت، کينه، تعصب، بې رحمي، امانت او منصب نا اهلو ته سپارل او نور.