زده کوونکې ولې دولتي ښوونځي پريږدي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسدالله غيرت

د موقتې دورې په رامنځ ته کيدو سره د هېواد په ګوت ، ګوټ کې په زرګونو ښوونځي رامنځ ته شول ، چې دې کار افغانان خپل راتلونکې ته هيله من کړل ، خو له بده مرغه چې د هېواد د پوهنې چارواکو ، څنګه چې لازمه وه ، د خپلو بچيانو لپاره رښتينی چوپړ ونه

کړای شو . د هېواد د پوهنې په روان بهير کې پراخ اداري فساد ، د راوبطو پالل ، د ښوونځيو د ودانيو نشتون ، د مسلکي ښوونکو کمښت ، د درسي توکو کموالی ، بې عدالتي او نور هغه څه دي چې د پوهنې بهير يې ټکنی او بې باوره کړی دی .

اوسمهال د هېواد په ګوت ، ګوټ کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ په سلګونو شخصي ښوونځي فعاليت کوي ، چې تر ډيره بريده په خپلو چارو کې بريالي او ولسونه يې له چارو راضي ښکاري او همدا لامل ده چې ، ورځ ، په ورځ خلک خپل بچيان له دولتي ښوونځيو څخه باسي او په شخصي ښوونځيو کې يې داخلوي او دې کار په هېواد کې د زياترو دولتي ښوونځيو شتون او فعاليت تر پوښتنې لاندې راوستی دی .

که حقيقت ووايو د هېواد په اکثرو سيمو کې دولتي ښوونځي يوازې د غريبانو بچيانو ته ورپاتې دي ، چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی ، په شخصي ښوونځيو کې زده کړو ته دوام ورکړي او دا د لمر په څير يو روښانه خبره ده چې ، د دولتي او شخصي ښوونځيو د زده کوونکو د زده کړې اوزده کړيز کيفيت تر منځ ځمکه او اسمان فرق دی ، که فکر مو کړی وي ، د ځينو دولتي ښوونځيو د دوولسم ټولګي زده کوونکي د شخصي ښوونځيو د پنځم ټولګي له زده کوونکو هم ، په زده کړه کې کمزورې دي .

په شخصي ښوونځيو کې د سختو ښوونيزو مقرارتو شتون ، د مسلکي او باتجربه ښوونکو موجوديت ، د سالمې رهبرۍ شتون ، د نظم او دسپلين شتوالی ، له نورو شخصي او دولتي ښوونځيو سره سالمه سيالي او نور هغه څه دي چې ، د ولسونو په منځ کې يې د شخصي ښوونځيو باور ساتلی او تر ډيره بريده يې د ښوونيز بهير د برياليتوب خبرې کيږي . خو برعکس په اکثرو دولتي ښوونځيو کې د فساد شتون ، د مسلکي ښوونکو نه شتون ، د سالم چاپيريال نه موجوديت ، د درسي موادو کمښت ، د بې عدالتۍ شتون ، د قانون نه مراعتول ، د څارنې نشتون ، د نظم او دسپلين نه موجوديت ، په اکثرو لرې د پرتو سيمو په ښوونځيو کې د بې سواده ښوونکو شتوالی او نور ډير ، هغه لاملونه او ستونزې دي چې ، د هېواد له زياترو ښوونځيو څخه يې د ښه چوپړ هيله له منځه وړې ده او همدا ښوونځي دي چې ، د هرې ورځې په تيريدو سره مخ پر زوال روان دي او هېواد ته د بې سوادانو په وړاندې کولو کې مخکښ دي .

که د هېواد د پوهنې چارواکې د پوهني د اوسني دردونکي بهير د کيفيت لوړونې په موخه مثبت ګامونه وانخلي ، لرې نه ده چې ، د هېواد د راتلونکو به مو په لوی لاس د زوال او بدمرغۍ کندې ته ورټيل وهلی وي .

په هېواد کې د پوهني بهير د سالمې غوړيدا په هيله

۱۳۹۵/۱۰/۲۰