ناکام غني به بیا بریالی شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: سردار ولي سردار

د پوهنتون په لومړي ټولګي کې وم چې د نړۍ د دویم متفکر نوم مې واورېد. د متفکر له نامه سره مې سم د محمد اشرف غني احمدزي نوم تر غوږ شو، له ملګرو مې وپوښتل ایا اشرف غني خو به نه یادوئ؟ دوی راته سر وخوځاوه، ویل هو اشرف غني احمدزی د نړۍ دویم متفکر پېژندل شوی. هغه وخت یې له

نامه سره احمدزی هم لیکل شوي وو، له بهرنیو ځواکونو څخه یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د واک د پروسې د لېږد چارې پر غاړه وې. تر دې وړاندې یعنې د ۲۰۰۹م کال په ټاکنو کې یو مخکښ نوماند و او د ټاکنو درېیمه برخه رایې یې تر لاسه کړې وې، خو بریالی نه شو. زما په فکر اوسني ولسمشر له همغه مودې وروسته په دې هڅه کې و، چې راتلونکو ټاکنو ته ځان برابر کړي او هغه وخت د ده نوماندېدل صرف د ده د شهرت په پار وو، څو افغان ولس له ده سره څه نا څه اشنایي پیدا کړي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي اړیکې له بهرنیانو سره خوار کړکېچنې شوې وې، نو بهرنیان اړ وو چې پر بدیل غور وکړي او د دوی لپاره تر ټولو غوره بدیل محمد اشرف غني و.
لنډه دا چې په ۲۰۱۳م کال کې د ټاکنو منډې ترړې پیل شوې، ولسمشر غني چې دا وخت د نړۍ د دویم متفکر په نامه خلکو پېژانده، ځان نوماند کړ. غني د ولس پراخ ملاتړ تر لاسه کړی و، ځکه د نړۍ دویم متفکر معرفي شوی و، خلکو پرې بېحده باور درلود او بلاخره د ټاکنو یو له مخکښو نوماندانو شمېرل کېده. کال ۲۰۱۳م لومړی پړاو ټاکنې وشوې، ډاکتر عبدالله عبدالله او غني تر نورو ټولو مخکښ نوماندان وو، دواړه ونه توانېدل چې د اساسي قانون مطابق ۵۰+۲٪ رایې پوره کړې او له همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.
په دغه موده کې زیاتره نوماندان له ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله سره یو ځای شول، د هېواد مخکښو څېرو له یو بل څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، ټاکنیزې منډې ترړې د پخوا په پرتله خورا چټکې شوې. لنډه دا چې دویم پړاو ټاکنې وشوې، ټاکنې دومره جنجالي شوې چې له امله یې د ولس د رایو او اساسي قانون خلاف د پردیو په منځګړیتوب د ملي یووالي تر نامه لاندې یو څو سری حکومت وتپل شو. د ملي یووالي حکومت نه یوازې چې د مخکښو سیاسي څېرو بلکې د ټول ولس احساسات را وپارول، دا چې حکومت د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت جان کري په منځګړیتوب رامنځته شوی و، نو ځینو هېوادوالو حتا د جان کري په لاس جوړ شوی حکومت باله.
د ملي یووالي د حکومت دواړو مشرانو ولسمشر غني او اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله په کار پیل وکړ. دواړه مشران ډېر ټکني روان وو، د واکونو د وېش پر سر اختلافات ورځ تر بلې په زیاتېدو وو چې لا هم دوام لري؛ همدا لامل دی چې اوس هم د هېواد ډېری مهمې ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. په دې وروستیو کې ملي شورا د کابینې ۱۷ وزیران استیضاح کړل، چې له دې ډلې ملي شورا د بودجې د نه لګښت له کبله له اوو وزیرانو څخه بېرته د باور رایه واخیسته. د ملي شورا دغه پرېکړه ټول افغان ولس وستایه، ځکه د ملي یووالي د حکومت کابینه تر ډېره بریده د روابطو پر بنسټ رامنځته شوې، په کابینه کې تر ډېره بریده جنګسالاران، د دوی اولادونه او د دوی ملاتړي ځای پر ځای شوي.
د حکومت دواړو مشرانو د وزیرانو استیضاح سمه ونه بله او هیله یې څرګنده کړه چې ملي شورا د وزیرانو د استیضاح لړی ژر تر ژره ودروي، خو ملي شورا دا کار ونه کړ. د حکومت غبرګون تر ډېره د پخواني جنګسالار برهان الدین رباني د زوی صلاح الدین رباني په اړه و؛ دا ځکه چې نوموړی د جمعیت اسلامي ګوند مشر دی او پلار یې یو ستر جنګسالار تېر شوی. ملي شورا خپل کار وکړ، له وزیرانو یې خپله رایه بېرته واخیسته، حکومت ناچار شو پرېکړه درېیمې قوې یعنې سترې محکمې ته پرېږدي، ویل کېږي چې سترې محکمې هم د ملي شورا پرېکړې ته په درناوي او د اساسي قانون مطابق د وزیرانو استیضاح منلې، خو تر اوسه یې په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، کېدای شي نږدې ورځو کې یې خپره کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د وزیرانو استیضاح د ولسمشر غني لپاره تر ټولو ښه چانس بولم، په دې باید ټول باور ولرو چې استیضاح شويو وزیرانو د کار ظرفیت نه درلود. په دې ورستیو کې ولسمشر غني د هېواد له یو شمېر پیاوړیو مدیرانو او پخواینو مشرانو سره اړیکې پراخې کړې دي، ولسمشر غني به په کابینه کې پراخ بدلونونه رامنځته کړي. ویل کېږي چې په نویو وزیرانو کې به د پخواني حکومت تر ټولو مخکښې څېرې هم شاملې وي. فاروق وردګ، عمر داوود زی، انور الحق احدي او ځینې نور پخواني وزیران به یو ځل بیا په نوې کابینه کې په دندو وګومارل شي. ولسمشر غني ولې دا کار وکړ؟
د ملي یووالي د حکومت کابو دونیم کاله په پوره کېدو دي، نو له دې ښکاري چې د حکومت یوازې دونیم کاله نور پاتې دي. ولسمشر غني ځکه دا کار وکړ چې په دې کار سره به دی یو ځل بیا د خلکو بارو تر لاسه کړي، ځکه د کومو کسانو نومونه چې پاس یاد شول، دا هغه کسان دي چې په تېره کابینه کې یې کړنې په ملي او نړیواله کچه ستایل شوې دي، په ځانګړې توګه د هېواد د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ لاسته راوړنې په ملي او نړیواله کچه یادې شوې دي. دا څېرې نه یوازې په کور د ننه بلکې له هېواده بهر هم مخکښې او پېژندل شوې څېرې دي، ملي او نړیوال شهرت لري، د نړۍ له ډېریو هېوادونو سره پیاوړې اړیکې لري. بنا ولسمشر غني کولی شي په دې کار سره یو ځل بیا د ولس ملاتړ تر لاسه او راتلونکو ټاکنو کې بریا تر لاسه کړي.
نړیوالو په خاصه توګه امریکایانو ته  تر غني بل ښه بدیل نه شي پیدا کېدای. د غني په حکومت کې د ټولو نړیوالو په خاصه توګه د امریکایانو ګټې خوندي دي. د امینتي تړون پر سر د پخواني ولسمشر او امریکایانو جنجال، امریکایانو ته تر ټولو ښه درس شو، نو اوس امریکایان هېڅکله نه غواړي یو ځل  بیا داسې څوک قدرت ته راشي چې د دوی د ګټو او شتون خنډ وګرځي. بنا کله چې نړیواله ټولنه په بشپړه توګه د ولسمشر غني ملاتړې وي، نو اړینه ده چې غني په کور د ننه بېرته خپل محبوبیت زیات کړي. د فاروق وردګ په څېر پېژندل شوې څېرې کولی شي غني په راتلونکي کې هم واک ته ورسوي، ځکه په ولس کې د دوی محبوبیت کولی شي د غني له بیا ځلي بریا سره ډېره مرسته وکړي.
غني د هېواد تر ټولو ناکام ولسمشر به بیا بریالی شي!
د غني وروستیو کړنو ته په کتو د ده محبوبیت بیا په خلکو کې په ډېرېدو دی، که چېرې غني په راتلونکو دوه کلونو کې هم اهل کسان په دندو وګوماري، د هېواد له مخکښو سیاسیونو سره اړیکې پراخې کړي، لرې نه ده چې غني به بیا ولسمشر کېږي. د پاکستان پر وړاندې د غني وروستی دریځ په ملي او نړیواله کچه وستایل شو، که څه غني باید په لومړیو کې دا کار کړی وای، خو اوس هم لرې نه وه، غني وتوانېد چې خپل دښمن وپېژني. په دې وروستیو کې د اوبو په مسله جدي کار روان دی. غني غواړي د هلمند او کونړ اوبه مهار کړي، په همدې موخه یې یو پلاوی هم ټاکلی چې مشري یې د پوهنې وزارت پخوانی وزیر ډاکټر فاروق وردګ کوي. غني غواړي د کونړ او هلمند اوبه چې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، مهار کړي؛ د دې کار په موخه غني داسې یوه څېره په کار ګومارلې چې په مدیریت سره به یې نه یوازې چې اوبه مهار شي، بلکې ښه لاسته راوړنه به هم ولري.
غني به په دې کار سره نه یوازې چې راتلونکي به بیا ولسمشر شي، بلکې په تاریخ کې به هم یو ځلانده ستوری پاتې شي او د تاریخ په پاڼو کې به د ده نوم په زرینو کرښو ولیکل شي.
په دې هیله چې کار اهل کار ته وسپارل شي، څو په ګران هېواد کې لا پرمختګ ته زمینه برابره او ګران هېواد له هر لحاظه پر ځان بسیا شي.
د یوه سوکاله، اباد او پرمختللي افغانستان په هیله!