اسلام مونږ ښځو ته پوره حقوق راکړي. - نایله مبارک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نايله مبارک مومند، ځوانه فعاله ده، چې په خواله رسنیو کې يې د افغان مېرمنو د حقونو په اړه غږ پورته کړی، هغه لومړنۍ مېرمن ده، چې خواله رسنیو کې د ښځينه وو له حقونو له ديني ليده دفاع کوي، قلم ورسره د هغې د مبارزې په اړه خبرې کړي، دلته يې لوستی شئ!

 

قلم: سلام نایله بې بې ستړې مه شې، کېدای شې په پیل کې د ځان په اړه لنډ څه راته ووایاست؟

ځواب :- وعلیکم السلام ډیره مننه تاسو نه چې مونږ ته مو دومره وخت راکړو، نوم مې نایله دی تخلص مې مبارک دی د ننګرهار ولایت اوسیدونکې یمه لیسانس مې د پیښور د کرنې د پوهنخۍ نه کړی دی او ماستري په ۲۰۰۸کال کې مې د هندوستان د بنارس د پوهنتون څخه په اداره او منیجمنټ کې کړې ده پاکستان کې د ملل متحد د ادارې سره ۳کاله د مهاجرینو (یو این ایج سي ار) په برخه کې کار کړی بیا مې د هغه نه وروسته د یو لنډ وخت دپاره په یو کالج کې استادي هم کړې ده اوس بیکاره یمه.

 

قلم: تاسې په خواله رسنیو کې نږدې لومړنۍ مېرمن یاست، چې د افغانو ښځو د حقونو رښتينې ملاتړې بلل کېږئ او تر ډېره مو تمرکز هم له دیني اړخه د ښځو دفاع وي، خو څه فکر کوئ مخالفت مو ولې کېږي، هغه هم د ښځو له خوا؟

ځواب:- مننه ښه پوښتنه ده څرنګه چې مونږ پیدا د اسلام په دایره کې یو نو مونږ ته اسلام پولې ټاکلې دي د ژوند د تیرولو دپاره او اسلام مونږ ښځو ته پوره حقوق راکړي مونږ باید د اسلام حدود مات نکړو زمونږ په ټولنه کې اکثره نجونې چې یا په غرب کې لويې شوې دي، یا یې هلته تعلیم کړی دی، یا داسې په جنوبي اسیا کې په تعلیم بوختې دي هغوی د هغه ځای د کفري قانون تر اثر لاندې دومره راغلې دي چې حتی اسلام ورته یو وحشت ښکاري، د یو کس پر سر ټول اسلام بدناموي، خو دومره فکر نه کوي چې دغه خلک چې اسلام بدناموي دغه مفکوره ورته له غربه ورکړل شوې ده، هغوی غواړي غربي ډیموکراسي چې د یوې فحشاء سرچینه ده، زمونږ په هیواد کې پلې کړي؛ نو د هغوی د ډیموکراسي ټول قوانین د اسلام خلاف دي، د دوی جامه د اسلام خلاف ده، د ژوند تیرولو طرز یې د اسلام خلاف دی ځکه ډیموکراسي د بشر په لاس جوړ شوی قانون دی او اسلامي شریعي قانون سره په ټکر کې دی؛ نو دغه ښځې زما مخالفت پر دې خاطر کوي چې شخصآ زه د غربي ډیموکراسۍ مخالفه یمه او هغوې یې پلوي کوي ځکه نن چې زمونږ په ټولنه کې څومره بې حیایي ده د همدغې ډیموکراسۍ د وجې څخه ده، که چیرته مونږ په خپل ژوند کې اسلامي قانون تطبیق کړو زمونږ په ژوند کې به یوه ستونزه هم پاتې نشې، ځکه اسلام مکمل دین دی عیب نه لري، مونږ ته اسلام د پردې کولو امر کوي، مونږ ته اسلام بغیر د ضرورت د کور نه د وتلو نهې کوې، مونږ ته اسلام بغیر د ضرورت پردي سړي سره خبرو کولو قاطع منع کړې ده؛ خو ډیموکراتانې بیا د دغه اسلامي قوانینو خلاف ژوند تیرولو ته ترجیح ورکوي، هغوی ته لوڅ سر ژوند تیرول خوند ورکوي، هغوی بغیر د ضرورت د کور نه وتل د ښځو یو حق ګڼي، چې پخپل سر پارک ته لاړې شې، د بوای فرینډ سره لاس په لاس چکر ولګوي، زه یې ددې کړنو مخالفت کومه نو اکثره میرمنې زما په خلاف ولاړې دي.

 

قلم: معلومات مو ډېر مؤثق او له معتبرو سرچینو وي، کوم کتابونه لولئ او څنګه وخت ورته بېلوئ؟

ځواب:- کتابونه خو چې کوم مخې ته راشي یو ځل یې د نظر نه تیرومه، د محصلۍ په دوران کې مې هم د خپل درس سره سره خارجي مطالعه کړې ده سیاسي، تاریخي، ادبي او خصوصا اسلامي کتابونه ډیر ګورمه او باالخصوص د قرانکریم تفسیرونه ډیر ګورمه او اکثر یې اډیو تفسیرونه ډیر اورمه، چې ورور مې راته وخت په وخت راوړي، درې درې نیم ساعته وخت اکثره مطالعې ته ورکومه، چې کتاب راته په وخت را ورسیږي چونکه اوس خو د کتاب اساني ډیره ده؛ نو د نيټ نه یې ښکته کومه او لولمه یې خو د کمپیوټر د مخې کتاب دومره نشم لوستلی لکه بغیر د کمپیوټر څخه.

 

قلم: ته یوه مور هم يې خواله رسنیو کې پراخ فعالیت مو د مورنۍ دندې پر وړاندې خنډ کېږي نه؛ نذرانه جانه، مصطفی جان او الیاس جان درنه خپه کېږي نه؟

ځواب:-مننه دا پوښتنه مې مانه بار بار خلک په میسج کې هم کوي وايي ته ۲۴ساعته انلاین یې! د کور کار نه کوې، دا خبره سمه ده زه به ۲۴ساعته انلاین یمه خو زه د کور په کار بوخته یمه اشپزخانه کې، یا د جامو وینځل یا اوتو کول؛ خو زما فیسبوک خلاص وي اکثره خویندې میسج وکړي بیا ګیله کوي وايي ته انلاین یې؛ خو ځواب نه راکوې زه ورته وایمه زه انلاین یمه خو زه د کور په کار بوخته یمه او فیسبوک مې خلاص وي، نذرانه او مصطفی ته خو یو ساعت د درس ښودلو دپاره ورکومه، هر مازیګر چې درس خلاص کړي بیا راسره د کور په کار کې هغوی مرسته کوي خپل بدل خلاصوي او الیاس خو وړوکی دی هغه خو راسره هر وخت په غیږ کې وي.

 

قلم: تاسې پخپلو ګڼو لیکنو کې غربي میډيا او ډيموکراسي بیا بیا یادوئ، کېدای شي په اړه يې معلومات راکړئ، چې موخه مو څه ده او زیان يې ښځينه قشر ته څومره بولئ؟

ځواب:- د غربي میډیا د لارې هغه کړنې چې په ډیموکراتیکو هیوادونو کې دي او هغوی په خپل ژوند کې عملي کوي غواړي دغه کړنې هم زمونږ په ژوند کې تطبیق کړي، دغه میډیا چې کومې برنامې مونږ ته راوړي دغه مستقما د غرب کلتور دی، تاسو وګورئ دغه تلویزوني پروګرامونه چیرته چې نجونې لوڅ سر، تر څنګلو بربنډې ناستې وي، لنډ او تنګ کمیسونه یې اغوستي وي چې هم د اسلام د پلوه مستقیمآ ناورا دي او هم د پښتون په کلتور کې نشته دي، دغه جامه چې په میډیا ښکاره شي سبا د ښار نیمې نجونې دغه ځان دپاره اخلي او په ځان یې تطبیق کوي دغلته اسلام او پښتو دواړه د خاورو سره خاورې کړي.

بله خبره د غربي میډیا داده چې داسې یو قسم سیریالونه خپروي چې هیڅ زمونږ د کلتور سره سر نه خوري یوه خور به د یو کس سره کوژده وکړي د هماغه کس سره به بله خور وتښتي چې د خزان ډرامه یې یو مثال دی مونږ افغانان ډیر ژر پردی رنګ اخلو او ډیر ژر راباندې پردی کلتور اغیزه کوې.

 

قلم: وړاندې تر دې، چې تاسې د ښځينه وو د حقونو په برخه کې له دیني اړخه مبارزه پیل کړئ، مخالفتونه مو نه درلودل، خو له دې وروسته درسره د همدې ډيموکراسۍ او غربي میډيا په استعمال مخالفتونه پیدا شول، هغوی ته چې قناعت ورکوونکي استدلال نه کوي، خو ستاسې مخالفت کوي څه ویل لرئ؟

ځواب:۰هغه چې په هیڅ ډول قناعت نه مني نو هغوی د الله عظیم الشان د کلام دغه ایت وایمه چې ( إِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلاَما)ً

 

قلم: تاسې ډېری وخت له چادری - د حجاب یو ډول - نه هم دفاع کړې، ته پخپله د یوې ګرځېدلې، ځوانې او فعالې مېرمنې په حیث خپله ښځينه احساس راته ووایه چې اوس د ښځينه وو د حقونو په برخه کې فعالو ټولنو نه څومره راضي یاست؟

ځواب:- که څوک ځان ته مسلمانه وایي او هغه بیا پښتنه هم وي نو هیڅکله به د چادري ، حجاب او پړوني په ضد یوه کلیمه هم د خولې نه را ونه باسي ځکه دا زمونږ ژوند دی او دا زمونږ نه بیلیدونکی اصل دی.

یوه امریکایي ښځه چې مسلمانه هم نه ده هغې یوه مهمه تجربه کړې ده، هغه په ټول ښار کې نیمه ورځ نیمه بربنډه په غربي لباس کې چې روزمره لباس یې دی د پټې کیمرې سره ګرځي، چې د اکثرو دیموکراتانو ځوانانو د هوسناکو نظرونو او غوښتنو سره مخامخ کیږي خو هماغه ښځه بیا اسلامي حجاب اغوندي او په هماغه لارو کوڅو کې نیمه ورځ ځانله ګرځي راګرځي خو نه یې څوک په عذابوي او نه ورته څوک په هوسناک نظر او وږو سترګو ګوري؛ نو چې په یو غربي هیواد کې حجاب د ښځو د پت ساتونکی وي نو زما په ټولنه کې خو هیڅ سوال نه پیدا کیږي.

نو خبره مې دغه کوله چې د دې ټولنو نه زه هیڅ راضي نه یم افغاني ښځو ته د دې ټولنو نه بل لوی خطر هیڅ نه وینم، دې ټولنو کې اکثره یې داسې ښځې دي چې هغوې د اسلامي حجاب سره حساسیت لري او دا ټولنې یې فقط د یو څو روپو د پیداکولو او نورو چارو سرته رسولو دپاره جوړې کړې دي زه داسې ډیرې ښځې پیژنمه چې پاکستان کې یې ډیر بدنام ژوند تیر کړی دی او یو څو یې همدلته په افغانستان کې هم ډیر بد نوم لري خو اوس دلته په افغانستان کې د ښځو د حقوقو مدافعینې دي کله نا کله د اسلام او مسلمانۍ خبرې هم کوي خو حالانکه د قرانکریم یو ایت به یې زده نه وي او نه به یې په خپل ټول عمر کې په ځان د اسلام یو حکم عملي کړی وي.

 

قلم: تاسې یوه پوسټ کې خبره کړې وه، چې مالدیف، اندونیزیا او ګڼو هېوادونو کې مو د بشري وضعیت ننداره کړې، پر بشري فعالانو مو غږ کړی و، چې هلته دې د بشري حقونو وضعیت سم کړل شي، ستاسې پر وینا دلته چې دوی کوم فعالیت کوي دا ډرامه ده، ولې؟

ځواب:- اکثره یې ډراماتیک ډول دي هغه چې د ډیموکراسۍ سرخیله ده امریکا یادومه، هغوی د ښځو حقوقو ته پخپله پام نه کوي ځکه هیلرې کلنټن هلته انتخاباتو ته نومانده وه، د دنیا د ټولو ښځو پام یې ځان ته اړولی و، امریکا ونه غوښتل چې هغه کامیابه کړې او یوه ښځه دې د هغوی ولسمشره شي نو د ډیموکراسۍ سرلاري پخپله د ښځو حقوقو ته د عمل جامه نه اغوندي نو زمونږ په ټولنه کې یې په داسې شرایطو کې په مونږ ډیموکراسي څنګه مني؟

په هغه هیوادونو کې چې د ښځو د حقوقو چغې وهي په ښځو باندي د سرک په سر، په لارو کوڅو کې جنسي تجاوز اکثر صورت نیولی وي، مونږ ته چې د امریکا او اروپا څخه د بشر حقوقو چغې وهي هلته په ښځو باندې په یو وخت کې د درې یا څلور کسو د جنسي تجاوز راپورونه ورکړل شوي دي، بل په هند کې ما داسې ځایونه ولیدل چې هلته اوس ښځې دیاړي کوي، ټاټکي په سر چلوي، د سمینټو بوجۍ په سر وړي په سرو غرمو لګیا وي د ۲۰۰روپو په خاطر ټوله ورځ په سره غرمه مزدوري کوي، چونکه ښځه نازکه ده نو اسلام یې د دومره شاقه کارونو د کولو څخه منع کوي.

 

قلم: پښتنو کې له ښځینه وو سره تبعیضي چلند یو ښکاره واقعیت دی، تاسې ته يې د سمون کومه لار در معلومه ده؟

ځواب :- که چیرته مو له عصري پوهې سره اسلامي پوهه لوړه شي حقیقي پام ورته وشي نو د دې بد بختیو به خلاص شو که څه هم څومره چې تبلیغات کیږي د هغه نه یې کچه کمه ده، بلکه پښتانه تر ډیره اوس پوی شوي دي، زمونږ ملایان صاحبان هم تر یوه حده ملامت دي هغوی څومره چې لازم دي هغومره د ښځو د حقوقو خبرې د منبر پر سر نه کوي ترڅو د خلکو منفي فکرونه له منځه لاړ شي.

 

قلم: ځينې له نورو هېوادونو غواړي افغانستان کې د ښځو پر حقونو تبصرې وکړي، چې ښايي تر اوسه يې افغاني ټولنه بشپړه پېژندلې هم نه وي، ستاسې مخالفانې هم ډېری ورته کسان دی، ته دوی ته څومره قناعت ورکولی شي، چې د یوې پښتنې په حیث له خپل ژونده څومره راضي يې؟

ځواب:- هغه چې د نورو هیوادونو نه دلته تبصیرې کوي، هغوی که راشي دا ټولنه له نژدې نه وګوري بیا ښه قضاوت کولی شي، هغوی غواړي چې اوس مهال دې ښځینه په افغانستان کې د نارینه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي؛ خو دلته لا دا کار شونی نه دی، ځکه زمونږ ټولنه لا د دې جوګه نه ده چې ښځه دې کار ته را ووځي ځکه دلته د ښځو نه د یو لذت په توګه کار اخیستل کېږي، دلته هر څوک د خپل وس مطابق په ښځینه و ظلم کوي میاشت وړاندې په مزار کې یوه پیغله د جنسي تجاوز ښکار شوې وه هغه تللې مربوطه حوزې ته چې شکایت وکړي د حوزې امر پرې د پاسه جنسي تجاوز کړی و، همداسې څه موده وړاندې په کابل کې هم د پولیسو لخوا دغسې پیښې شوې وې دلته غیر اخلاقي فساد بیخې اوج ته رسیدلې دی ترڅو چې ددې غیر اخلاقي فساد په وړاندې اقدام ونه شي تر هغه وخته په دې ټولنه کې ښځینه و کارونه کول د ستونزو سره مخ کیږي، بل که تاسو لاړ شئ دفاترو ته ښځینه کارکوونکې پر ځای د دې چې خپله ورسپارل شوې دنده ترسره کړې اکثره یې د هلکانو سره په ګپ شپ وخت تیروي دا زما د سترګو لیدلی حال دی .

هغه چې د بهر نه قضاوت کوي ښه به داوي چې دلته راشي او دا ټولنه د نزدې نه وڅاري او زه د هغه ښځو نه دا پوښتنه کومه چې هغوی ولې خپله نه راځي او دغه کوم کارونه چې هغوې یې غوښتنه کوې ولې مخې ته نه وړي ؟

 

قلم: ستاسې مبارزې موږ ته یوه روڼه او مدلله مبارزه ښکاري، دې لاره کې نورې ملګرې هم لرې، که هو څوک دي، که نه، نو اړتیا ورته لرې؟

ځواب:- مننه په دې مبارزه کې ما سره اکثره ورونه دي خویندې د ګوتو په شمیر دې چې فقط په کمنټ کې ماته داد راکوې نوره مبارزه کې راسره برخه نه اخلي خو اکثره لوستي او اسلام پاله ورورنه چې ماسره دغه مبارزه پر مخ وړي، ماته د یوې نیمې موضوع په هکله مالومات رالیږې که زما ضرورت شي کتابونه راته ایمیل کوي تر خپل وسه راسره مرسته کوي.

 

قلم: تاسې لومړنۍ مېرمن یاست، چې پر حقایقو اعتراف کوئ او ښځه د دین له نظره مطالعه کوئ او دفاع ترې کوئ، څه احساس کوئ؟

ځواب:- دا زما او د ټولنې د هر فرد مسؤلیت دی چې د ښځو هغه حقوق چې اسلام ورکړي نورو خویندو ته وروسو زه ډیر د خوشحالۍ احساس کومه چې دومره وس ماته الله راکړی دی چې د خپلو اسلامي روا حقونو څخه دفاع وکړمه.

تر اوسه ما په سلو کې ۵خویندو داسې کوم پوسټ ونه کاته چې هغوې دې د ښځو حقوق یا د ښځو په هکله یوه موضوع د اسلام لخ نظره څیړلې وي، خو اکثره یې په بل هیواد کې وګورې بیا له هغه ځایه پر مونږ باندې راکټ فایر کړي چې ډیموکراسۍ ښځو ته دومره اهمیت ورکړی دی حالانکه دغه اهمیت نه دی، دغه د ښځو د ژوند بربادي ده، هلته فقط د ښځو د مساوات چغې وهل کیږي خو ورکول کیږي نه، هلته ښځه ډیره حقیره ده هلته د ښځو نه د سیمینا په پرده د یو خوند په حیث کار اخیستل کیږي، لوڅ بدن زینت یې د خاورو خاورې کړي، هلته ۷۵٪ښځې د خپلو مړونو سره سره بوای فرینډ هم لري. ډیموکراسۍ ښځو ته دومره سپک ګوري چې کله ښځه په غربي هیوادونو کې زړه شي نوره یې بچې له ځانه لرې کړې هلته د زړو ښځو لپاره خپل ځایونه دي هغې ته يې یوسي، یوڅوک ورته د خدمت دپاره دولت نیولی وي، حالانکه اسلام وایي تاسو د مور خدمت په داسې وخت کې ډیر وکړئ چې هغوی ناتوانه وي؛ خو څنګه چې دغه میندو خپل بچې په وړوکوالي له ځانه لرې ساتلي وي، مینه یې نه وي ورکړې؛ نو دغه شان بیا هغوی هم د دغه برخورد سره مخ کیږي او د بچو د مینې نه محرومه وي، دغه په غرب کې د ښځو حقوق دي.

 

قلم: هغوی ته چې ستاسې دا مرکه لولي، څه ویل لرئ؟

ځواب:- فکر کومه زما لوستونکو کې به دلته دوه ډوله وي یوه ښځینه طبقه او بله نارینه طبقه که ښځینه طبقه وي هغې ته مې دا پیغام دی چې پام کوه داسې قدم اوچت نه کړې چې سبا دې ورور د همزولو د ناستې نه وباسې.

 

او هغه چې لوڼه دي هغوې ته مې دا سوال دی چې پام کوئ په غولونکي ډیموکراسۍ او د ښځو د حقوقو په دروغجنو نارو باندې ونه غولیږئ او خدای مه کړه داسې کوم اقدام ونه کړي چې د پلار شمله د خاورو سره خاورې کړئ.

 

هغه چې میړوښې دي هغوې ته دا مې پیغام دی چې د خدای پیژندنې، د خدای موندنې او د جنت موندنې لپاره ورته الله ښه چانس پیداکړی دی پام مو وي په دغه رشته کې داسې کوم کار ونه کړئ چې هغه په خیانت منتج شي، د خپلو خاوندانو قدر وکړئ، د هغوی عزت وکړئ، د هغوی په امانت کې خیانت ونه کړئ او په کوم کار چې خفه کیږي هغه باید ونه کړئ.

 

نارینه و ته مې دا پیغام دی هغه چې ورور دی باید د خپلې خور نازونه یوسي، هغه چې زوی دی باید د خپلې مور لاسونه هر سهار چپ کړي او هغه چې خاوند دی باید په خپله ښځه کامل اعتبار ولري د هغې عزت وکړي، خیال یې وساتي،په وړو وړو کارونو ترې باید خفه نه شي او په وړو وړو کارونو باید د هغې احساس زخمي نشي،پیغور ورنه کړل مینه او خلوص ورکړي.

 

هغوې چې زما مرکه لولي، مننه ترې کومه شاید کمی زیاتی وي پکې، ځکه زه ډیر وخت بعد مرکه کومه اول دې راته خپلې نیمګړتیاوې په ګوته کړي ځکه انسان عاجز دی خطا ترې کیږي، دوهمه خبره داده چې خپل ژوند د اسلامي اصول مطابق په مخ یوسي او د ټولنې نورو وګړو ته هم د اسلامي اصولو په ښودلو کې مرسته وکړي ښځو ته د تعلیم اجازه باید ورکړل شي؛ خو په اسلامي حدودو کې، کله چې فتنه جوړیږي او وخت د فساد وي باید خپله ښځو ته په کور کې د تعلیم ښودنه صورت ونیسي، بل زمونږ په ټولنه کې ښځو ته د طبابت ډیر ضرورت دی چې اکثره داسې ستونزې وي چې هغوې یې نه شي کولای د سړو سره شریکې کړي دغه مسلک ورته ډیر مهم دی، دې سره سره نجونې باید تعلیم ته په پوره اسلامي حجاب کې لاړې شې.

 

قلم: قلم پاڼه لولئ، په اړه يې نظر لرئ؟

ځواب :- قلم پاڼه اکثره وخت لولمه ښکلي ښکلې موضوعاتو باندې پکې لیکنې او مباحثې خپریږې چې تر ډیره مې یو څه ترې زده کړل او د نورو ډیرو ښکلو موضوعاتو د شریکولو په هیله .

 

قلم: کور ودان

ځواب:- ستاسو دې کور ودان وي چې وخت مو راکړو. دلته یو څه اضافه کول غواړمه او هغه دا چې له تعلیم یافته نجونو څخه ډیره سخته ګیله منه یمه، د همدې تعلیم یافته نجونو د وجې څخه د لرې پرتو سیمو ښځې بې تعلیمه پاتې دي، هغه ځکه دغه ښځې چې تعلیم یافته شي البته ټولې نه، خو ډېرې يې په اسلام پسې خبرې کوې، همدغه نجونې بیا پړونی ګوزار کړي، همدغه نجونې بیا لنډ تنګ کمیس واغوندي، همدغه ښځه بیا په حجاب پسې خبرې کوې په ډیرې بخښنې سره چې همدغه تعلیم یافته وو کې یو څه اندازه بیا یارانې پالي البته ټولې نه؛ د ګوتو په شمیر، همدغه جینکۍ د کلي خلک ګوري هغه خلک بیا پر خپلو خویندو او په خپلو لوڼو تعلیم نه کوي، ځکه هغوی همدغو جینکیو ته ګوري چې دغه نیمه بربڼده ده، دغه چې سرتوره ده، دغه چې لنډ تنګ کمیس يې اغوستی دی، دغه چې اسلام ضد افکار خپروي، دغه چې د ډیموکراسۍ پلوي کوي؛ نو بیا د کلي اولس خلک دغه جینکو ته ګوري، پر دې اساس نه غواړي خپلو خویندو او لوڼو باندې تعلیم وکړي.

 

کور مو ودان.

 

۱۳۹۵-۱۰-۲

قلم: www.facebook.com/nawak.qalam