دویمه برخه
لیکوال: نجیب الله پاڅون
د مجاهدینو په واکمنۍ کې(۱۳۷۱ـ۱۹۹۲ـ نه تر ۱۳۷۷ـ ۱۹۹۸) کلنو پورې د شمال ځینې ولایاتونه د نظامي سازمانونو اتحادیې د(جنبش ملي ـ اسلامي افغانستان) لخوا اداره کېدل. په بلخ کې دولتي او په ګوندونو پورې تړلو نشریو نشو کولای چې د جنبش ګوند سیاست له پامه وغورځوي، په دې موده کې
ځینې چاپي رسنۍ له ګڼو ستونزو سره هم مخ شوې، له هغې جملې څخه د ندای اسلام د مدیر مسؤول محمد اسماعیل اکبر او د اندیشه خپرونې مدیر مسؤول اسدالله ولوالجي تر منځ یوه ستونزمنه مناظره پیل شوې وه، چې د دوئ ستونزه تر ګواښونو پورې هم ورسېده. د یادولو وړ ده کله چې مجاهدینو بلخ د موقت وخت لپاره پایتخت وټاکه، د بلخ په مطبوعاتو کې ډېره آزادي راغله. اوس هم له ۱۳۷۱ـ نه تر ۱۳۷۷ کلنو پورې د بلخ رسنیو ته یوه کتنه.
د بلخ راډیو تلویزیون
د بلخ راډیو هره ورځ د سهار له ۷ څخه تر ۹ بجو پورې او له ماسپښین نه وروسته له ۲ نه تر ۶ بجو پورې، چې اووه ساعته نشرات کېږي خپرونې درلودې. د دغې راډیو خپرونې په دې ډول وې: سرود بامدادان، پاسخ چیست؟. دانستیها، نمایش راډیويي، بلخ در ګستره تاریخ، روزنه، در ګستره ادبیات، دریچه زنده ګي، کودکان، معارف، مجله رادیويي، موسیقي، خبرها، او ګزارشونه.
د بلخ تلوېویون په پیل کې د ۱۰۰ واته روسي دستګاه او د ۱۳۷۷ـ ۱۹۹۸ کال نه وروسته د ۵۰ واته دستګاه په مرسته چې د ایران لخوا ورسره مرسته شوې وه، خپلې خپرونې جاري ساتلې وې. دغه تلوېزیون په شپه او ورځ کې اووه ساعته خپرونې درلودې، چې د ماښام له پنځو بجو څخه پیل د شپې تر ۱۲ بجو پورې یې نشرات درلودل.
د بلخ تلوېزیون ځیې خپرونې: زن و جامعه، جوانان، کاروان، حله، شهرما، خانه ما، بشنو از نی، ګزیده ها، کشاورزي، زیر آسمان کبود، ورزش، جامعه و قانون، قضا، بازسازي، موعظه های دیني، او په همدې ډول خبرونه رپوټونه ، سریالونه او نندارلیکونه،
د مجاهدینو په واکمنۍکې د بلخ تلوېزیون د خپرونو مسوولین: محمد اسماعیل تیمور، یاسین خموش، یوسف روانیار، او یو ځل بیا محمد اسماعیل تیمور، او لطف الله رووفي.
بیدار
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ورځپاڼه بېدار له ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ نه تر ۱۳۷۷ ـ ۱۹۹۸ کلنو پورې د سیداکرم نفسي او وروسته د عبدالحی مرام په مدیر مسوولۍ په څلورو مخونو کې خپرېده، په لومړیو کې هره اونۍ دوه وو نه تر دریو ځلو پورې او په وروستیو کلنو کې هره میاشت یوځل او له ۱۳۷۶_ ۱۹۹۷ کال نه راوروسته هره اونۍ یو ځل په اته مخونو کې په دري ژبه خپرېده.
بلخ
د بلخ پوهنتون څلورمیاشتنۍ خپرونه د تېرو کلنو په ادامې سره له ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ او ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ کلنو پورې یو جلد او وروسته له دوو کلنو ځنډ څخه په ۱۳۷۵ـ ۱۹۹۶ کال یو ځل بیا یو جلد د سکینه بانو غضنفر او د عبدالاحد په مرسته له ۱۴۰ نه تر ۲۰۰ مخونو پورې په دري ژبه خپرېده.
د دغې خپرونې لیکوالان: ډاکتر محمد میرزای پیمان، محمد عارف یوسفی، عبدالفقیر رستګار، عبدالعزیز عظیمي، صالح محمد دوراندیش، سکندر سپهر، محمد رسول او امان الله مونس.
یولدوز
د قومونو او قبایلو وزارت خپرونه د اسلامي دولت ( مجاهدینو) په واکمنۍ کې له ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ نه تر ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کلنو پورې د محمد نبي فروغ او وروسته د نورالله آلتای په مدیر مسوولۍ په ۴ مخونو کې او کله د مجلې په بڼه له ۲۰ نه تر ۳۰ مخونو پورې په اوزبکي ژبه په نه ټاکل شوو وختونو کې خپرېده.
پیام زن مسلمان
د پیام زن مسلمان مجله په بلخ کې د جمعیت ګوند د ښځو د فرهنګي کمیټې لخوا خپرېده، دې خپرونې لومړی نشراتي کال له ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ نه په مدیر مسوولۍ د شریفه همای محمدي له ۴۰ نه تر ۵۰ مخونو پورې په دري ژبه پیل کړ. دغه خپرونه په دوو میاشتو کې په بلخ کې او ورسته د (ګوهر) په نوم په کابل کې هره میاشت یو ځل خپرېده.
پیام توحید
د پیام توحید خپرونه په شمال کې د وحدت ګوند لخوا په کال ۱۳۷۱ د غبرګولي په ۱۵ مه، ۱۹۹۲ـ نه تر ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کلنو پورې خپرېده. د دغې خپرونې مدیرمسوولین دغه کسان ول: محمد علم جویا، محمد اسماعیل برهان ابدالي، تقي واحدي او داوود غزنوي، د پیام توحید لومړی ۶۰ خپرونې په ۴ مخونو کې په هرو پنځلس ورځو کې یوځل او لومړۍ ګڼه تر ۲۹ ګڼې پورې په ۱۶ مخونو کې وروسته تر ۶۰ مې ګڼې پورې په ۸ مخونو کې د ۱۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ او په بلخ کې ویشل کېده. په دې خپرونه کې: سیاسي، خبري، رپوټونه، تاریخي، فرهنګي، شعر او کیسې، کره کتنه او نور مطالب خپرېدل.
د دغې خپرونې لیکوالان: محمد یونیس طغیان ساکایي، یحیای جواهري، برهان ابدالي، یارمحمد باقري، علي بهروزي، موحد بلخي، حسین ساعي او رهیاب علي آبادي.
همداراز په دغه خپرونه کې د ډاکتر عبدالسمیع حامد، ایوب زاولي، داوود غزنوي، عبدالوهاب مجیر، سیدابوطالب مظفري، محمدشریف سعیدي، سخیداد هاتف، ژکفر حیسني، شهباز ایرج، مقداد قادري او نورو شاعرانو شعرونه او کیسې خپرېدې.
کوثر
کوثر په بلخ کې د ښځو د اسلامي انجمن خپرونه وه، چې له ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ نه تر ۱۳۷۳ـ ۱۹۹۴ پورې د مېرمن فایزه فلاح په مدیر مسوولۍ له ۲۰ نه ۳۰ مخونو پورې د ۵۰۰ ټوکو په شمېر په دري ژبه په بلخ کې خپرېده، په دې خپرونه کې زیاتره مطالب د ښځو په اړه ول.
مظهر وحدت
مظهر وحدت خپرونه په بلخ کې د جمعیت اسلامي ګوند د ځوانانو خپرونه وه، چې له ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ او ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ـ کلنو پورې د عظیم الحق عظیمي بلخي په مدیر مسوولۍ په دوو ګڼو کې چې د مخونو شمېر ۸ ته رسېده په بلخ کې په دري ژبه خپره شوه. په دغه خپرونه کې زیاتره مطالب سیاسي، اجتماعي،فرهنګي او ادبي خپرېدل.
ندای اسلام
ندای اسلام د افغانستان د ملي جنبش ګوند لخوا د وږي په لسمه ۱۳۷۱ کال ـ ۱ـ سپتامبر ۱۹۹۲ـ کال نه د چنګاښ میاشتې ۱۳۷۷ ـ ۱۹۹۸ کاله پورې له ۸ نه تر ۱۶ مخونو پورې په هرو پنځلس ورځو کې په دري ژبه د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر په بلخ کې خپرېده، په دغه خپرونه کې زیاتره د جنبش ګوند رپوټونه، سیاسي خبرې اترې، ځوانان او ټولنه، نړۍ او پیښې او نور مطالب خپرېدل.
د ندای اسلام خپرونې لیکوالان: محمد همایون خیري، اسماعیل اکبر، محمد عالم لبیب، فیاض مهرآیین، ن، نورزاده، محمد یونس طغیان، دکتر سعید عظیمي، محمد نادر امیرخیل، مکمل، عبدالمجید ایشجي، نفیسه خوشنصیب، عبدالغفار، ماریای رهین، حفیظ الله رهجو، امان الله تیموري او د شفیقه یارقین دیباج، اسدالله ولوالجي، محمد امین متین، محمد اسحاق شمسي، محمد صالح ګردش، محمد نعیم نظري، اشرف عظیمي، نورالدین همسنګر، جوهري جوزجاني او آشفته باختري.
د دغې خپرونې مدیرمسوولان په ترتیب سره: محمد همایون خیري، محمد اسماعیل اکبر، محمد اشرف شهکار، تاشقین بهايي، فیاض مهرآیین، رحیم ابراهیم او اکرم کمال.
جنبش
د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند څلور میاشتنۍ خپرونه د ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ـ ۱۹۹۳ـ کال څخه د صالح محمد خلیق په مدیر مسوولۍ او د محمد اسماعیل برهان ابدالي په کوښښ په دوو ګڼو کې له ۵۲ نه تر ۶۰ مخونو پورې د مجلې په بڼه په رنګه پښتۍ د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر له بلخ څخه خپره شوه.
د دغې مجلې قلمي همکارن: سکینه بانوی غضنفر، سیدحسین آشفته باختري، سید محمد لبیب، ژکفر حسیني، انور دره صوفي، سیداکرم الدین امیري، محمد یونس طغیان، سنګرخیل، عبدالحسین قاسمي، عبدالمومین مالوف مکریت، قیس فصیحي، محمد امین متین اندخويي، شهباز ایرج، حسین ساعي، نور احمد احمدي، اسدالله حارس، عبدالغفار ریعان شمالي او نور...
فلاح
د افغانستان اسلامي جنبش ګوند میاشتنۍ خپرونه له ۱۳۷۱ ـ ۱۹۹۲ کال نه د محمد همایون خیري په مدیر مسوولۍ، له ۲۶ نه تر ۴۰ مخونو پورې په دري ژبه په بلخ کې او تر څنګ یې په ترکیه کې خپرېده، په دې خپرونه کې د شمال او د جنبش ګوند خبرونه خپرېدل.
ارمغان
د افغانستان اسلامي جنبش ګوند فرهنګي شورا لخوا په ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ـ کال د انجنیر سردار محمد رحمان اوغلي په مدیر مسوولۍ د ۱۰۰۰ ټوکونو په شمېر په بلخ کې خپره شوه، د دغې خپرونې د مخونو شمېر ۴ او ژبه یې دري وه،
پیام جهاد
په بلخ کې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند فرهنګي شورا ( د ذبیح الله شهید جبهه) خپرونه له لړم میاشتې څخه د سلواغې ۱۳۷۱ـ نوامبر ۱۹۹۲ـ نه د فبرورۍ میاشتې ۱۹۹۳ کاله پورې په مدیر مسوولۍ د اسدالله حارس په ۳۵ مخونو کې په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده، په دغه خپرونه کې زیاتره سیاسي، فرهنګي، خبرې اترې او نور مطالب خپرېدل.
د دغې خپرونې لیکوالان: مولوي عبدالعزیز، مولوي محمد شاه عادلي، مولانا محمد قاسم، محمد عمر فرزاد، حاجي خلیل الله حافد او صالح محمد خلیق.
بیان
د مسلمان زده کړیالانو فرهنګي ټولنې میاشتنۍ خپرونه د کب میاشتې څخه ۱۳۷۱ـ مارچ ۱۹۹۲ کال او د افغانستان د ورځپاڼو د تاریخ د لیکوال په خبره له ۱۳۷۴ـ ۱۹۹۵ کال نه تر ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ د علي بهروزي په مدیر مسوولۍ په ۵۰ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده.
حرم
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند سیاسي، خبري اونیزه خپرونه له ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ـ نه تر ۱۳۷۵ـ ۱۹۹۶ کلنو پورې د سیدحسین موحد بلخي په مدیر مسوولۍ خپرېده. دغه خپرونه په لومړیو وختونو په ۸ مخونو کې او له ۴۸ خپرونې څخه وروسته، ۱۳۷۴ کال څخه وروسته په ۱۶ مخونو کې د ۵۰۰ ګڼو په شمېر په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده. په دغه خپرونه کې سیاسي او د یاد ګوند خبرونه خپرېدل.
شوخک
شوخک میاشتنۍ طنزي، ادبي، انتقادي او ټولنیزه خپرونه، چې د لیندۍ په ۲۵مه ۱۳۴۹ـ ۱۶ دسمبر ۱۹۷۰ کال، د عبدالغفار ګداز په صاحب امتیازۍ او د عبدالعزیز مختار په مدیر مسوولۍ په کابل کې خپره شوه، د دغې خپرونې لومړی خپرنیز کال د چنګاښ میاشتې ۱۳۵۲ـ ۱۹۷۳ کال څخه او دویم خپرنیز کال یې د زمري میاشتې څخه ۱۳۶۹ـ ۱۹۹۰ نه د غويي میاشتې ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ـ کاله پورې په هماغه ځای کې ادامه درلوده، د اسلامي دولت په واکمنۍ کې له ۱۳۷۲ ـ ۱۹۹۳- کال څخه د مدیر مسوول عبدالعزیز مختار او د هغه له مړینې څخه وروسته له ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کال نه د محمد نادر امیرخېل په مدیرۍ، تر ۶ مې ګڼې پورې په ۴۰ مخونو کې له بلخ څخه په دري ژبه خپرېده. په دغه خپرونه کې زیاتره طنزي، انتقادي منظوم او منثور، د روانو ناخوالو په اړه، ټوکې، کارتوني، لنډې کیسې او نور مطالب خپرېدل.
خواهر، برادر، سلام!
د خواهر، برادر، سلام!، میاشتنۍ خپرونه د بلخ د لیکوالانو د انجمن لخوا د دوشنبې په ورځ د وږي په لومړۍ ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ـ کال په ۸ مخونو کې په دري ژبه په بلخ کې خپره شوه. په دغه خپرونه کې خبرونه، رپوټونه، خبرې اترې، شعرونه او نور مطالب خپرېدل.
په لومړیو کې د دغې خپرونې د امتیاز څښتن ژکفر حسیني، مدیر مسوول یې برهان ابدالي او مرستیال یې شهباز ایرج او له ۲ـ ۳ـ ګڼې څخه وروسته د تلې او لړم میاشتې نه ۱۳۷۲ـ اکتوبرـ نومبر ۱۹۹۳ـ کال څخه وروسته د برهان ابدالي په امتیاز او مدیر مسوولۍ خپرېده.
په دغه خپرونه کې د دغو کسانو شعرونه او لیکنې خپرېدې: لطیف ناظمي، واصف باختري، کاظم کاظمي، عبدالقهار عاصي، عبدالسمیع حامد، امیرجان صبوري، شهبار ایرج، اسدالله عفیف باختري، محمد صادق عصیان، مهریشت لیان، انجیلای طوبا، فرید مدد، محب بارش او فرید اروند.
اندیشه
د اندیشه میاشتنۍ خپرونه د قاضي محمد نظیف مستضعف او د اسدالله ولوالجي په مدیر مسوولۍ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۱۰ مه ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ کال په ۸ مخونو کې او وروسته له څو ګڼو څخه د مجلې په بڼه د ۴۰ او ۶۰ مخونو کې په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده، په دغه خپرونه کې دیني، تاریخي، ټولنیز، سیاسي، نظامي، هنري، ادبي، او نور مطالب خپرېدل.
د دغې مجلې لیکوالان: فیاض مهرآیین، اسدالله ولوالجي، سیدمحمد عالم لبیب، محمد اسماعیل اکبر، عبدالسمیع حامد، محمد امین متین اندخويي، پرتو نادري او نور...
تبلیغ اسلام
د تبلیغ اسلام میاشتنۍ خپرونه د رسول اکرم(ص) فرهنګي موسسې لخوا له تلې څخه تر سلواغې پورې کال ۱۳۷۲ ـ اکتوبرـ فبرورۍ ۱۹۹۴ـ کال د سید محمد علي صادقي په مدیر مسوولۍ په ۲۸ مخونو کې په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده. د دغې خپرونې زیاتره مطالب دیني، سیاسي او تاریخي، ول.
توغري یول
د توغري یول میاشتنۍ خپرونه د امیرعلي شیرنوايي فرهنګي ټولنې لخوا د وږي میاشتې څخه ۱۳۷۲ـ سپتمبر ۱۹۹۳ـ نه تر ۱۳۷۳ـ ۱۹۹۴ کلنو پورې د عبدالله رویین په مدیر مسوولۍ او له ۷ اوومې ګڼې څخه وروسته ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ کال د سید محمد لبیب په مشرۍ له ۲۸ـ نه تر ۶۲ مخونو پورې، په اوزبکي ژبه له بلخ څخه خپرېده.
د دې خپرونې مطالب اکثره فرهنګي، تاریخي او ادبي ول.
د توغري یول لیکوالان: محمد صالح راسخ، صالح محمد حساس، عبدالمجید ایشچي، ذکرالله ایشانج، عبدالکریم بهمن، اسدالله ولوالجي، محمد عالم کوهکن او محمد امین متین اندخویي .
قبه الاسلام
د قبه الاسلام څلور میاشتنۍ په بلخ کې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند شورا خپرونه له ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ـ نه تر ۱۳۷۴ـ ۱۹۹۵ کلنو پورې د سلطان محمد انصاري په مدیر مسوولۍ، او د مولوي محمد عثمان سالکزاده په مشرۍ په ۶ ګڼو کې هره ګڼه په ۴۰ مخونو کې له بلخ څخه خپرېده. په دغه خپرونه کې فقهي، علمي، فرهنګي او ټولنیز مطالب خپرېدل.
وحدت
د وحدت خپرونه په ۱۳۷۲ـ ۱۹۹۳ کال د محمد موسی اکرمي په مدیر مسوولۍ له ۴ نه تر ۸ مخونو پورې په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده. وروستۍ ګڼه یې په همغه کال د ماسکو په چاپخونه کې چاپ شوه، د دغې خپرونې لومړی خپرنیز کال د سلواغې له ۱۱ مې نه ۱۳۴۴ ـ ۱۹۶۶ کاله پورې د مولانا خال محمد خسته په صاحب امتیازۍ په شاهي دوره کې، او دوېمه دوره یې د شهید ډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې په کابل کې پیل کړه.
آینده
په بلخ کې د ملګرو ملتونو د (اسکان) دفتر خپرونه په ۱۳۷۳ـ ۱۹۹۴ـ کال د شهبار ایرج په مدیر مسوولۍ، په ۸ مخونو کې په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده. په دغه خپرونه کې زیاتره ټولنیز او فرهنګي مطالب خپرېدل.
دانش و جامعه
د دانش او جامعه، مجله د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې خپرونه، د غبرګولي میاشتې څخه ۱۳۷۳ـ ۱۹۹۷ ـ کاله پورې د سلطان محمد انصاري په مدیر مسوولۍ، په ۱۵ ګڼو کې ۴۰ مخه په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده. په دغه خپرونه کې زیاتره فرهنګي، ښوونیز مطالب خپرېدل.
د دغې خپرونې لیکوالان: اسدالله عفیف باختري او زبیدالله.
راه
د بلخ د لیکوالانو د ټولنې خپرونه، لومړی خپرنیز کال یې د کب میاشتې څخه کال ۱۳۷۳ـ مارچ ۱۹۹۵ نه تر غبرګولي پورې کال ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ـ پورې د فیاض مهر آیین په مدیر مسوولۍ هره میاشت یو ځل په ۴ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر له بلخ څخه خپرېده. په راه خپرونه کې زیاتره فرهنګي ادبي، شعرونه، کیسې، طنز، د یاد انجمن رپوټونه، له شاعرانو سره مرکې، خپرېدې.
د دغې خپرونې لیکوالان: شهباز ایرج، حسین ساعي، محمد صالح راسخ، عبدالمجید فایق، فیاض مهر آیین، محمد یونس طغیان ساکایي، عبدالسمیع حامد، دکتر محمد یعقوب واحدي، ښادروان عبدالرحمن پژواک، سید محمد عالم لبیب، او د واصف باختري، محد اسحاق دلګیر، محمد صادق عصیان، اسدالله عفیف باختري، ګلرخسار، آرش شفاعي، محمد طاهر مفید، اسدالله ولوالجي، آشفته باختري، عبدالسمیع حامد، شهباز ایرج، فرید اروند، محمد نعیم نظري، عبدالاحد بیریا، انجیلای طوبا، ژکفر حسیني، محمد اسماعیل مشفق، نورالدین همسنګر، سیدفضل الله قدسي، جاوید فرهاد، شیرعلي، محمد ظاهر راسخ، مهدي اخوان ثالث، موسوي ګرمارودي، عبدالاسلام طالب، ګل احمد زریر، فاروق فردا او نور...
یاغدو
د امیر علي شیر نوايي مرکزي فرهنګي شورا میاشتنۍ خپرونه او د یاد انجمن لومړنۍ خپرونه د غبرګولي میاشتې څخه ۱۳۷۴ـ ۱۹۹۵ کال نه، کله چې د نوايي انجمن له کابل څخه بلخ ته راغی، دغه خپرونه د زمري میاشتې څخه ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ـ کال د سید محمد عالم لبیب په مدیر مسوولۍ، په ۴۵مخونو کې په دري او ازبکي ژبه له بلخ څخه خپرېده. د یاغدو خپرونې زیاتره مطالب ادبي، فرهنګي، تاریخي او ټولنیز ول.
د یاغدو لیکوالان: محمد صالح راسخ، متین اندخويي، ذکرالله ایشانج، عبدالرب جاهد، اسدالله ولوالجي، نورالله آلتای، سردار محمد رحمان اوغلي، عبدالحمید آګه، فیاض مهرآیین، عبدالغني برزین مهر، سید اکرام الدین امیری حصاریان، سکینه بانو غضنفر، رحیم ابراهیم، محمد الله وطندوست، جلایر او نور...
پاسداران میهن
په شمال کې د نظامیانو خپرونه، له ۱۳۷۴ـ ۱۹۹۵ نه تر ۱۳۷۵ـ ۱۹۹۶ کلنو پورې د شاه عالم څپاند په مدیر مسوولۍ په ۴ مخونو کې له بلخ څخه خپرېده د پاسداران میهن زیاتره مطالب نظامي، فرهنګي، ښوونیز او خبري ول.
ګوهر
ګوهر میاشتنۍ، د شهید بابه مزاري د ښځینه خویندیو د ټولنې خپرونه، دغې خپرونې لومړی خپرنیز کال ۱۳۷۴ـ ۱۹۹۵ او یا هم ۱۳۷۵ـ ۱۹۹۶ نه تر ۱۳۷۷ـ ۱۹۹۸ کال څخه د فاطمه فیضي په مدیر مسوولۍ پیل کړ، دغه خپرونه په ۸ مخونو کې په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده. په ګوهر میاشتنۍ کې زیاتره فرهنګي او ټولنیز مطالب خپرېدل.
صراط المستقیم
د صراط المستقیم میاشتنۍ، د افغانستان د جهادي علماو شورا خپرونه له ۱۳۷۵ـ ۱۹۹۶ـ نه تر ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کاله پورې د مولوي عنایت الله په مدیر مسوولۍ په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده، دغه خپرونه له ۲۰ نه تر ۳۰ مخونو پورې وه. په صراط المستقیم خپرونه کې زیاتره فقهي، اخلاقي، فرهنګي او ټولنیز مطالب خپرېدل.
چشمه
چشمه د بلخ پوهنتون د فرهنګي ټولنې خپرونه، له ۱۳۷۵ـ ۱۹۹۶ـ او ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کاله پورې د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي زده کوونکي محمد شفیق پیام لخوا په ۴ مخونو کې له بلخ څخه خپرېده. په چشمه خپرونه کې د بلخ پوهنتون د لاسته راوړونو او همداراز نور مطالب خپرېدل. د دغې خپرونې غړي او لیکوالان: محمد صادق عصیان، سخیداد هاتف، شهباز ایرج، عبدالوهاب مجیر، نعیم نظري او نور ....
ارشاد
د بلخ د حج او اوقافو ریاست میاشتنۍ خپرونه په ۱۳۷۵ـ ۱۹۹۶ کال د عبدالرووف توانا په مدیر مسوولۍ له ۴۰ نه تر ۵۰ مخونو پورې په دري ژبه خپره شوه. د ارشاد خپرونې زیاتره مطالب دیني، اخلاقي او فرهنګي ول.
هفته نامه
په بلخ کې د ښځو د اسلامي شورا اونیزه خپرونه، د وږي میاشتې څخه ۱۳۷۶ـ مارچ ۱۹۹۷ـ په ۸ مخونو کې له بلخ څخه په دري ژبه خپرېده. د دغې خپرونې زیاتره مطالب د ښځو د حقونو او د شهیدانو د کورنیو په اړه ول.
صدای اطفال
د ماشومانو څخه د ملاتړ ټولنې( انګلستان ) لخوا دغه خپرونه په ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کال څخه په مدیرمسوولۍ د میوند رهیاب په هرو پنځلس ورځو کې په ۴ مخونو کې په دري ژبه له بلخ څخه خپرېده. په صدای اطفال خپرونه کې زیاتره مطالب ښوونيز، د ماشومانو لپاره خبرتیاوې، د لویانو خبرې، لوبې او د ماشوم ادبیاتو په اړه خپرېدل.
میثاق ایثار
د افغانستان د اسلامي ګوند خپرونه له ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کال نه تر ۱۳۷۷ـ ۱۹۹۸ کلنو پورې د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مدیر مسوولۍ په هرو پنځلس ورځو کې په ۸ مخونو کې له بلخ ولایت څخه خپرېده. په میثاق ایثار خپرونه کې زیاتره سیاسي، خبرونه، رپوټونه، د ګوند په اړه لیکنې، خپرېدې. کله چې طالبانو بلخ ونیوه دغه خپرونه هم له نشر نه پاتې شوه.
د میثاق ایثار خپرونه، له دې مخکې د جهاد په دوره کې د مجلې په بڼه په تهران کې په دري ژبه، او ژباړه یې په پیښور کې په پښتو ژبه خپرېدله همدا راز دغه خپرونه په هالنډ هېواد کې هم د ۱۰۰۰ ټوکنو په شمېر چاپ او خپرېده.
پیام جهاد
په بلخ کې د حرکت اسلامي ګوند خپرونه، د لړم میاشتې څخه کال ۱۳۷۶ نومبر ۱۹۹۷ په ۸ مخونو کې په دري ژبه له بلخ ولایت څخه خپرېده. په پیام جهاد خپرونه کې زیاتره سیاسي، خبرونه او رپوټونه خپرېدل.
سلام
د سلام اونیزه خپرونه د لیندۍ میاشتې څخه کال ۱۳۷۶ـ دسمبر ۱۹۹۷ نه د زمري میاشتې کال ۱۳۷۷ـ ۱۹۹۸ پورې د محمد اسماعیل برهان ابدالي په مدیر مسوولۍ په ۸ مخونو کې د ۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ ګڼو په شمېر له بلخ نه خپرېده. په سلام اونیزه کې نوي او تازه خبرونه، پیښې، د شمالي ولایاتو رپوټونه، سیاسي شننې، د فرهنګي څېرو پېژندنه، او نور مطالب خپرېدل.
د دغې خپرونې لیکوالان: محمد عمر فرزاد، محمد علم جویا، عبدالسمیع حامد، محمد یونس طغیان، محمد اسماعیل اکبر په خپله مدیر مسوول، عبدالاحد برمک، او نور..
دغه خپرونه په ایران کې میشتو مهاجرو ته هم استول کېده.
دانشجو
دانشجو د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي خپرونه، د مرغومي میاشتې په ۲ مه کال ۱۳۷۶ـ ۲۳ د دسمبر ۱۹۹۷ د عبدالمجید نصرتیار په مدیر مسوولۍ هره میاشت یوځل په ۴ مخونو کې په دري ژبه خپرېده.
پیام بلخ
د ذبیح الله شهید د فرهنګي کمیټې خپرونه، دغې خپرونې دویم خپرنیز کال د لیندۍ له ۱۶ مې کال ۱۳۷۶ـ ۷ د دسمبر ۱۹۹۷ نه تر ۱۳۷۷ـ ۱۹۹۸ کاله پورې پیل او د عظیم الحق عظیمي بلخي په مدیر مسوولۍ، هره میاشت دوه ځلې له ۸ نه تر ۱۰ مخونو پورې په دري ژبه خپرېده.
دغه خپرونه په لومړي خپرنیز کال کې ۱۳۶۹ـ ۱۹۹۰ـ نه تر ۱۳۷۰ـ ۱۹۹۱ کلنو پورې د عبدالحی خراساني په مرسته په ایران کې د مجلې په ډول هم خپرېده.
جوانان نهضت
جوانان نهضت په شمال کې د نهضت اسلامي ځوانانو خپرونه د لیندۍ په ۲۳ مه ۱۴ د دسمبر ۱۹۹۷ کال نه د زمري میاشتې پورې کال ۱۳۷۷ـ ۱۹۹۸ له ۶ نه تر ۸ مخونو پورې له بلخ ولایت څخه خپرېده. په دغه خپرونه کې سیاسي، فرهنګي، خبرونه او رپوټونه خپرېدل.
له دې مخکې دغه خپرونه له ۱۳۷۳ـ ۱۹۹۴ نه تر ۱۳۷۶ـ ۱۹۹۷ کلنو پورې د عظیم الحق عظیمي په مشرۍ په کابل کې د بلخ ولایت د نماینده ګۍ لخوا خپرېده.
نور
د نور څلور میاشتنۍ خپرونه، په بلخ کې د سترګو د روغتون لخوا خپرېده. د دغې خپرونې لومړی خپرنیز کال د مرغومي په اوله ۱۳۷۷ـ ۲۱ مارچ ۱۹۹۸ کال دی، دغه خپرونه د محمد مرتضی فرهمند په ۴ مخونو کې د ۱۵۰۰۰ ټوکو په شمېر له بلخ ولایت څخه خپره شوه. د دغې خپرونې اکثره مطالب روغتیايي، او د سترګو اړوند ول.
ام البلاد
ام البلاد په بلخ کې د جمعیت اسلامي ګوند فرهنګي شورا خپرونه، دغې خپرونې خپل دویم نشراتي کال یې د کب میاشتې ۱۳۷۶ـ مارچ ۱۹۹۸ نه د وري میاشتې ۱۳۷۷ مارچ ۱۹۹۸ د صالح محمد خلیق په مدیر مسوولۍ په ۳۴ مخونو کې په دري ژبه له بلخ ولایت څخه خپره شوه.
په ام البلاد خپرونه کې فرهنګي، سیاسي، تاریخي او نور مطالب خپرېدل. د دغې خپرونې په دویم خپرنیز کال کې د دغو لیکوالانو لیکنې خپرېدې: شیرمحمد ابو طارق مجلسي، محمد اسماعیل اکبر، داکتر امین الله خراساني، معصومه کوثري، انجنیر محمد عالم، فیاض مهر آیین، صالح محمد دوراندیش، سیداکرم الدین امیري حصاریان، انجنیر صاحبنظر مرادي او شفیق پیام.
همداراز په دغه خپرونه کې د استاد واصف عفیف باختري، محمد یونس طغیان ساکایي، آشفته باختري، محمد صادق عصیان، عبدالسمیع حامد، اکرام کمال او شهباز ایرج شعرونه خپرېدل.
صراط
د صراط میاشتنۍ د شهید بابه مزاري ټولنې خپرونه له چنګاښ نه تر لیندۍ میاشت پورې کال ۱۳۷۷ـ دسمبر ۱۹۹۸ـ پورې د سرور دانش په مدیر مسوولۍ په ۴۰ مخونو کې له بلخ ولایت څخه په دري ژبه خپرېده. په صراط خپرونه کې زیاتره سیاسي، ټولنیز، فرهنګي مطالب خپرېدل. د دغې خپرونې قلمي همکاران: اسحاق امیني، یارمحمد باقري، بصیراحمد دولت آبادي، غلام سخي حلیمي، اسدالله شفايي، علي عالمي، محمد اسحاق فیاض، محمد ناطقي، محمد امیر ناصري او حمزه واعظي...
مقاومت بلخ
د مقاومت بلخ خپرونه په بلخ کې د حرکت اسلامي ګوند شورا لخوا، د اسلامي دولت په دوره کې په ۸ مخونو کې خپرېده، د دغې خپرونې ژبه دري او په بلخ کې خپرېده.
د دویمې برخې پای