غني دې بېسواده وزیران په کور کېنوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال سردار ولي سردار

د هر کار بنسټ چې قانوني بڼه ونه لري، تر پایه به همداسې شرمېدلی وي. د ملي یووالي تر نامې لاندې او د جان کري په لاس جوړ شوی حکومت په لومړیو کې شرمېدلی و، خو اوس نه یوازې چې په کور د ننه د شرم پزه نه لري، بلکې په بهر کې هم د افغانستان نوم پرې یادېږي.


دوستم پر ایشچي جنسي تېری وکړ، ټولې نړیوالې رسنۍ له څو روځو راهیسې پرې بحثونه کوي او د هر ګرد مېز په لومړي سر کې د ګران هېواد افغانستان نوم اخیستل کیږي. کاش یو دغه شرم مو بس شوی وای، خو هره ورځ تر دې بدتره شرمونو سره مخ کېږو. د ملي یووالي د حکومت غیر قانوني جوړښت له ورایه ښکاري. پرون مې د پوهنې د وزیر مرکه له طلوع نیوز سره اورېده، واقعا افسوس مې وکړ.
وزیر په دومره لوړه کچه بېسواده دی چې تر اوسه د فیصدۍ، اعشاریې، فاصلې او جملې تر منځ توپیر نه شي کولی، وزیر بېچاره د (اعشاریې) پر ځای د (فاصلي) کلمه کاروي. د مرکې په بل ځای کې وایي، (از ۹ فاصله ۲ که ۲۴٪ منفي کني شش میلیون شاګرد میماند) ته او خدای چې یو وزیر د څلورم ټولګي په ریاضي نه پوهېږي، د اعشاریې پر ځای د فاصلي کلمه کاروي، له ۹.۲ میلیونو زده کوونکو ۲۴٪ زده کوونکي نه شي ایستلی، موږ به له حکومته څه ګیله وکړو.
همدا اوس مې خپل وراره چې څلور ټولګي کې دی را وغوښت، ما ویل راشه له ۹.۲ میلیونه زده کوونکو ۲۴٪ وباسه. ژر ژر یې د تناسب پر اساس پوښتنه راته حل کړه چې ځواب یې شپږ میلونه را ووت؛ په داسې حال کې چې د ده وزیر سره له دومره کاري ټيم دغه شمېره اوه میلیونه را ایستلې ده. په اخر کې مې ورته ویل وزیر خو دې اوه میلیونه را ایستلې دا څنګه، ویې خندل ویل دا څنګه وزیر دی؟ ما ویل ګرانه دا افغانستان دی، د ملي یووالي حکومت دی، کابینه ده، شنه بېسوادي ده.
وزیره زه خو دې خپل وراره ته وشرمولم، خدای دې په شرمو وشرموه. زه له وزیر څخه پوښته لرم هغه دا چې پخوا په کلیو کې سیمه ییز ښوونځي جوړ شوي او په دغه ښوونځیو کې یو میلیون زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، ایا هغوی د پوهنې په وزارت کې نه دي ثبت، ایا هغوی ته شهادت نامه نه ورکول کیږي؟ بل دا چې ډېری افغانان له هېواده بهر په پاکستان، ایران، هندوستان او تاجکستان کې په زده کړو بوخت دي، ایا دغه زده کوونکي د پوهنې له وزارت سره نه دي ثبت، ایا دوی ته هم شهادت نامې نه ورکول کېږي؟ اصلا وزیر صیب ته سخت بې سواده یې، شرم دی هغه رسنۍ ته چې له تا سره مرکه کوي. ته اصلا د خپلو زده کوونکو له شمېرې تر اوسه نه یې خبر، ته د دې پر ځای چې خپل کار وکړې، له رسنیو سره سم معلومات شریک کړې، په وزارت کې په تعصب لګیا یې، په وزارت کې په قومپالنه مصروف یې. بس موږ هم ګیله نه کوو، همدا دیګ همدا یې شوروا. د ملي یووالي حکومت دی، هر جنګسالار او داړه مار دلته په وزارت ناست دی؛ واقعا افسوس کوم په داسې حکومت او په داسې کابینه. کوم شرم او کوم سوری مو درپټ کړو؟ د ولسمشر معاون په یوه سپین ږیږي جنسي تېری کوي، نو له وزیره به څه ګیله وکړم. چې معاون یې خپله وایي (اې مردم لوده کی میګه مه سواد نه دارم، مه تا صنف ششم درس خاندم) نو د پوهنې په وزیر یې باید شکر وباسو.
مفکره کور دې ګډ شه په دا کابینه! لږ خو سوچ وکړه، لږ خو درک ولره؛ هسې نه چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې مو راته له خاورو سرو خاورې کړې، له تاسو خو هسې هم د پرمختګ تمه نشته.
د ملي یووالي د فاتحې په هیله!!