د بلخ رسنۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: نجیب الله پاڅون
لومړۍ برخه( د هېواد له استقلال څخه د مجاهدینو واکمنۍ پورې)
د بلخ اهواريي ځمکه، د آریايي فرهنګ ځانګو او د زړې آریانا لومړنی پایتخت(پلازمینه) د خپل شپږ زره کلن تاریخ په اوږدو کې د علم او فرهنګ ستر ټاټوبی و،  د بلخ نوم د سانسکریت په ادبیاتو کې د ( بالهیکه ) په بڼه راغلی د دې کلمې اصل او ریښه ( بهلي یا باهلي) ده، چې په اوستا کې د بخدي په نوم

راغلی او د ( بخدیم سریررام اردو درفشام) په صفت چې د ( ښایسته بلخ او د لوړو بیرغونو درلودونکي) په معنا هم یاد شوی. یونانیانو بلخ ( پیلوتیمي تیوس یا پولي تیمي تیوس) نوموو، چې د قیمترین(لوړبیعه) په معنا ده. دغه ولایت د افغانستان په شمال کې پروت او آمو سیند سره نښلول شوی، چې د هېواد له مشهورو ښارونو او حاصلخیزه ولایاتو څخه ګڼل کېږي. بلخ د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ له یو مهمو ښارونو څخه وه. له اسلام څخه مخکې په تاریخي منابعو(سرچینو) کې بلخ په بیلابیلو نومونو نومول شوی، چې له هغې جملې څخه آریانا ویجه، بکتریا، باکتریس(باختریس) بخدي،  بلیکا( بلهیکا) دویم بابل، طلایي ځمکه، زر ښاره، او د شرق مراورید په نومونو یاد شوی.
اسلامي تاریخ پوهانو هم دغه ښار  په ګڼو صفتونو یاد کړی، چې له هغې جملې څخه بلخ بامي، قبه الاسلام، خیرالتراب، ام البلاد، جنت الارض، بلخ البهیه، ام القراء، دار الفقها، دارالاجتهاد، فخرآریا، او د بلخ الحسنا په نومونو پېژندل شوی.
بلخ د هیواد پخوانی او روښانه تمدن وه، چې د ځینو تاریخ پوهانو په خبره د آریایانو مهاجرتونه له همدې ځایه پیل شوي، زردشت له همدې ځایه او د ( اوستا ) سندرې هم د باختر له خاورې څخه پیل شوي. بلخ د خپل پخواني تاریخ او فرهنګي ټاټوبي په درلودولو سره د سیاسي، فرهنګي او رسنیزو  هڅو لپاره هم یو ستر ولایت او مرکز پاتې شوی، چې د ژورنالیزم بهیر یې د کب ـ ۱ ـ  ۱۳۰۰هـ ش ـ ۱۹ فبرورۍ ۱۹۲۲ کال د( بیدار ) ورځپاڼې په چاپ او خپرولو سره پیل کېږي، چې دغه خپرونه په هېواد کې د ژورنالېزم تاریخ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي، په هېواد کې د سیاسي پېښو رامنځته کېدو سره په دې ولایت کې د ژورنالیزم تاریخ له سختو او آسانه پړاونوو سره هم مخ شوی. زه په دې لیکنه کې په ډېر مختصر ډول په بلخ کې د ژورنالیزم بهیر ته یوه کتنه کوم او کوښښ کوم، چې د ځینو چاپي ، غږیزو او انځوریزو خپرونو په اړه لوستونکو ته معلومات وړاندې وکړم، په دې لیکنه کې ما د(تاریخ روزنامه نګاري بلخ ـ خلیق) او همدا شان (په افغانستان کښې د ژورنالیزم بهیرـرفیع) له کتابونو څخه هم په ځینو ځایونو کې استفاده کړې، او د نورو خپرونو په اړه مې په خپله معلومات چمتو کړي. لومړی د بیدار له ورځپانې څخه پیل کوم، هغه ورځپاڼه چې د بلخ ولایت لومړنۍ جریده ده.
 بیدار ورځپاڼه، چې په لومړي وختونو کې یې د اتحاد اسلام په نامه  نومول شوې وه، د خپلې لومړۍ ګڼې د( ۱۳۰۰ هـ ش د کب لومړی، لومړی مخ) په افتتاحیه مقاله کښې د بسم الله الرحمن الرحیم تر عنوان لاندې داسې لیکی:
هزاران حمد و ثنای نا محدود مر خالقی را سزاست جل ذکره که خاک پاک وطن عزیز و مقدس ما ( افغانستان ) را به تجلی کثیرالالای کمالات(صوری ومعنوی) منور کردن میخواست، یک آفتاب درخشان بر افروخت که ذره، ذره اجزای ملک و ملت را بنوایر لمعان آن تابان و درخشان ساخت!...، له دې افتتاحې مقالې څخه وروسته د وخت د پاچا ستاینه کېږي او بیا د خپل اخبار په باب داسې لیکي؛
در شهر مزار فیض آثار... که دارالحکومه قطغن و مرکز ام البلاد بلخ است یک اداره اخبار مسمی به (اتحاد اسلا) افتتاح نمودم که تا ابنای فهیم و ذهین ملت ما نیز ازکمالات علمي و فني و ادبي بی بهره نمانده از برکات مقالات علمیه و حکمیه آن فواید کلی و منافع عمومی حاصل نمایند.
همدا راز دغه اخبار خپل مرام په پنځو فقرو کې بیانوي د دغه مرام له لوستلو څخه ښکاري، چې د دې جرېدې لوی مطلب د خلکو د اذهانو تنویر او د دوی خبرول او بېدارول وو.
د اتحاد اسلام د دوهم کال له اوومې ګڼې څخه ښکاري، چې په دې جرېده کې په دري سربیره کله، کله (افغاني ترکي) هم د بلخ او شمالي سیمو د ترکي ژبو اوسیدونکو لپاره خپرېدله.
د اتحاد اسلام لومړۍ ګڼه په لویه کچه، په دریو ستنیو کې، چې د هرې ستنیې اوږده یې(۴۰ او سور یې ۱۲) سانتي متره دی، پر سپین کاغذ په دوو مخونو کې خپره شوې ده.
د جریدې په لومړي مخ کې د مزارشریف د حضرت علي د زیارت رسم او یو بیرغ په بیضوي شکله دایره کې نیول شوی، د دایرې په برنۍ پټه یې ډوله حلقه کې د واعتصموا بحبل الله جمیعا و لاتفرقوا. آیت په ثلثي خط لیکل شوی او د دایرې د لاندې پټه یې ډوله جدول کې(مزارشریف) لیکل شوی دی؛ د همدې دایرې د لاندې خوانه ښۍ خواته پټه یې ډوله جدول غزول شوی او په منځ کې یې(تاریخ قمري ۲۲ ماه جمادي الثاني سنه ۱۳۴۰) او کیڼې خواته په غزیدل شوي پټه د پاسه د(تاریخ شمسي اول ماه حوت ۱۳۰۰) جملې لیکلې شوې دي.
د لومړی مخ د نامه د لوحې ښۍ خواته له پاسه په لاندې لوري په بېلابېلو کرښو کې:
سال اول ـ مدیر و سرمحررـ عبدالرزاق خان ـ محل اداره باغ حضورـ در هر هفته یکبار نشر و طبع میشودـ صورت اشتراک ـ بعد از وصول رسید خزانه قبول کرده میشود، همه امور تحریریه بنام مدیر و سر محرر فرستاده میشود. عبارات لوستل کېږي او کیڼې خواته دا عبارت لیکل شوی: شماره اول ـ صورت اشتراک ـ در (مرکزولایت) سالانه ۵ روپیه کابلي، شش ماهه ۳ روپیه کابلي ـ ممالک خارجه: سالانه ۶ روپیه انګلیسي، شش ماهه ۳ روپيه ۸ آنه انګلیسي ـ بخارا، فرغانه، تاشکند: سالانه ۳۰ تنګه بخاراـ شش ماهه ۲۰ تنګه بخارا،
په  دوهم کال د اتحاد اسلام کچه وړه شوې او په څلورو دوه ستونه مخونو کې په فولادي ډوله رنګ خپور شوی دی او هم یې په تندي کې د مزارشریف د رسم پر ځای محراب او منبر رسم شوی دی.
د اتحاد اسلام نوم د هغه د دریم کال په شروع کې د ( بیدار ) په نامه بدل شوی، چې بیا په سقوي دوره کې د بېدار نوم په ( رهبر اسلام ) اوښتی او نشرات یې ټول د سقوی زورګیر حکومت په ګټه ول، تر سقوي ناورین وروسته یې بېرته نوم بېدار شو، چې اوس د یوې ورځپاڼې په شکل د بېدار په نوم خپرېږي.
د دې اخبار چلونه له لومړني مدیر نه را وروسته حافظ عبدالقیوم، مرحوم میرزا ثاقب، نورمحمد، محمد حنیفه، غلام حسن غزنوي، میر حیدر حیدري، عبدالصمد، عبدالرحیم او نورو .... ته یو پر بل پسې وسپارله شوه. یاد شوو کسانو کې میر حیدر حیدري د حبیب الله کلکاني(بچه سقاو) د طرفدارانو لخوا ووژل شو، چې دغه پېښه د افغانستان د ژورنالیزم په تاریخ کې یو ستر وحشي عمل دی.
د مشروطیت له دورې مخکې د بیدار ورځپاڼې ترڅنګ یوه بله خپرونه د (بلخ) په نوم د مجلې په ډول د بلخ د لیکوالانو دټولنې لخوا د ۱۳۲۸ـ ۱۹۴۹ نه تر ۱۳۳۰ـ ۱۹۵۱  کلنو پورې په بلخ کې خپرېده، چې بلاخره د افغانستان د مطبوعاتو د خپلواکې ادارې لخوا په دې تور بنده کړای شوه، چې دغې مجلې مارکسیستي او کمونیستي اندیشې خپرې کړي، د دې مجلې مدیر مسوول عبدالاحد رقیم په هغه وخت کې شپږ میاشتې بندي هم کړای شو.
د مشروطیت په دوره کې په کال ۱۳۵۱ـ ۱۹۷۲ د (جهان نما) په نوم یوه اونیزه په بلخ ولایت کې خپره شوه، چې د دې اونیزې امتیازڅښتن د خلم ښاروالۍ وه، د دې اونیزې ژوند هم لکه د بلخ مجلې په رقم لنډ وه، ځکه د سردار محمد داود خان په امر د هېواد ملي او آزادو خپرونو تر څنګ دغه خپرونه هم په کال ۱۳۵۴ـ ۱۹۷۵ـ له خپرېدو څخه پاتې شوه.
د سردار محمد داود د واکمنۍ په ورستو ورځو کې( ۱۳۵۲ـ ۱۹۷۳ـ ۱۳۵۷ـ ۱۹۷۸) د وري په میاشت کې کال ۱۳۵۷ مارچ ۱۹۷۸، د بلخ مجلې خپله دویمه دوره یو ځل بیا په ښه چاپ سره پیل کړه، چې ورقې یې سپینې او پښتۍ یې رنګه وې.
په بلخ کې د ژورنالېزم له پیل څخه د محمد داود خان د واکمنۍ پایه پورې، چې نیمه پیړۍ وخت نیسي، د بلخ ټول مطبوعات دولتي ول.
د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په واکمنۍ کې له ۱۳۵۷ـ ۱۹۷۸ـ نه تر ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲، پورې تنها څلور خپرونې په بلخ کې د دولت لخوا خپرېدې، د بلخ مجله، بېدار ورځپاڼه، د یولدوز(ستوری) خپرونه، او د بلخ علمي مجله، چې د بلخ پوهنتون لخوا خپرېدله.
په همدې موده کې د مجاهدینو لخوا هم په بلخ کې د افغانستان د نصر سازمان لخوا د (پیام خون) خپرونه، د جمعیت اسلامي لخوا (پیام بلخ)مجله، ام البلاد مجله، آرمان مجاهد، خپرونې خپرېدې، چې دغه خپرونې په ایران او پاکستان هېوادو کې چاپ کېدلې، چې بیا وروسته په شمالي ولایاتو کې وېشل کېدې.
د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند  په واکمنۍ کې یوه بله غټه لاسته راوړنه په بلخ کې د بلخ راډیو جوړېدل دي، چې دغه رادیو د کب په دوهمه کال ۱۳۶۲ـ ۲۱ فبرورۍ، ۱۹۸۴، کې جوړه شوه. همدا راز د بلخ ملي تلوېزیون د وري میاشتې په لومړیو کې کال ۱۳۶۶، مارچ ۲۱، ۱۹۸۷ په خپلو خپرونو پیل وکړ.
د بلخ د ژورنالېستانو ټولنه په بلخ کې د خبریالانو لومړنۍ ټولنه ګڼل کېږي. چې د افغانستان خلک  دموکراتیک ګوند په وخت کې کال ۱۳۶۲ دزمري په ۱۹، ۱۰ اوت ۱۹۸۳، د بلخ پوهنتون په تالار کې پرانېستل شوه، دغه ټولنه د وطن ګوند د حکومت په ورستیو کلنو ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ کې د مجاهدینو په راتګ سره له منځه لاړه.
کله چې په افغانستان کې مجاهدین واک ته ورسېدل په بلخ کې زیاتو غیردولتي خپرونو په کار پیل وکړ، چې بعضې خپرونې له دې مخکې په کابل کې خپرېدې. د دغو خپرونو په اړه به اوس لږ معلومات وړاندې کړو وروسته به پرې په تفصیل خبرې وکړو.
د دغې دورې خپرونې په څلورو برخو ویشلی شو.
۱ـ هغه خپرونې، چې په دولتي ارګانو پورې تړلې وې لکه، بېدار، چشمه، دانش او جامعه، بلخ، یولدوز، پاسداران میهن، او ارشاد.
۲ـ هغه خپرونې، چې په جهادي سازمانونو پورې تړلې وې لکه ام البلاد، جنبش، ندای اسلام، پیام توحید، میثاق ایثار، پیام جهاد، مجاهد، ګوهر، کوثر، حرم، فلاح، پیام بلخ، جوانان نهضت، صراط، مقاومت بلخ، پیام زن، ارمغان، هفته نامه، صراط المستقیم، مظهروحدت، بیان او نورې....
۳ـ هغه خپرونې، چې د ادبي او فرهنګي کړیو لخوا خپرېدې لکه راه، یاغدو، صدای اطفال، نور، قبه الاسلام، بیان، تبلیغ اسلام، توغری یول، آینده او نورې...
۴ـ او خصوصي خپرونې لکه خواهر برادر سلام!، وحدت، سلام، اندیشه او شوخک.
په بلخ کې د خصوصي چاپخونو منځ ته راتلل:
د ۱۳۷۳ ـ ۱۹۹۴ـ کال په وروستیو کې په لومړي ځل خصوصي چاپخونو په دې ولایت کې په کار پیل وکړ.
اوس هم د ۱۳۷۵ـ ۱۹۷۸ نه تر ۱۳۷۱ـ ۱۹۹۲ کلنو تر منځ، چې کومو چاپي خپرونو په بلخ کې نشرات درلودل هغو ته یوه لنډه کتنه کوو.
بیدار
د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په وخت کې هم بېدار ورځپاڼه د تل په څېر بغیر د رخصتیو له ورځو څخه هره ورځ خپرېده. په بېدار ورځپاڼه کې همداراز ۲۰ سلنه پښتو ژبې ته هم ځای ورکړل شوی وه، د دغې ورځپاڼې مدیر مسوولان د ۱۳۵۷ نه تر ۱۳۷۱ کلنو پورې دغه یاد شوي کسان دي: عبدالقادر قادري، محمد رازق فاني، محمد محسن احسان، توریالی رزاقیار او سیداکرم نفسي.
بلخ
د بلخ مجله په دویمه دوره کې، د وري په اوله  کال ۱۳۵۷ـ ۲۱ مارچ ۱۹۷۸ نه تر ۱۳۵۹ـ ۱۹۸۰  کاله پورې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولایاتو  نشریاتو د څانګې لخوا د ۲۰۰ ټوکو په شمېر او پښتۍ یې په رنګه ډول خپره کېده، د  بلخ مجلې زیاته ژبه دري او لږ پښتو ته ځانګړې شوې وه، د دغې مجلې په دویم کال په اوومه ګڼه کې، چې د تلې میاشتې ۱۳۵۸ـ اکتبر ۱۹۷۹ کې خپره شوې مدیر مسوول یې محمد ابراهیم پیکارجو، مرستیال یې محمد اسماعیل عصمت یار، او مسلکي غړي یې غلام سخي اعظمي او عبدالغفار غفوري پېژندل شوي، په دغه مجله کې همدا راز د دغو لیکوالانو لیکنې، کیسې او شعرونه هم راوړل شوي: تورپیکۍ قیوم، صدیق رهپور، شبګیر پولادیان، خالد رشید، هارون یوسفي، م، فاضل، عصمتیار، شاه زالی، وحدت، علی اصغر، بشیر او عبدالرسول مهجور لیکنې خپرې شوي.
پیام خون
پیام خون د افغانستان د نصر سازمان خپرونه وه، چې په کال ۱۳۶۰ـ ۱۹۸۱ د بلخ چارکنت او شولګرې ولسوالیو کې خپرېده. په دغه خپرونه کې زیات مطالب سیاسي او اجتماعي راخیستل شوي.
یولدوز
یولدوز(ستوری) د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له لوري د چنګاښ په  ۱۵ مه کال ۱۳۵۷ـ ۶ ژوئیه ۱۹۷۸ـ په کابل ښار کې خپره شوه. دغه خپرونه په کال ۱۳۶۲ـ ۱۹۸۳ د بلخ ولایت لخوا د عبدالله رویین په مدیر مسوولۍ په اونۍ کې دوه ځلې د یکشنبې او چارشنبې په ورځو کې په اوزبکي ژبه خپرېده، په دغه خپرونه کې هم سیاسي، اجتماعي، تاریخي فرهنګي او ادبي لیکنې خپرېدې، د دغې نشریې قلمي همکاران  ښاغلی عبدالحکیم شرعي جوزجاني،  آیخان بیانی، سیدمحمد عالم لبیب، نور الله آلتای، محمد امین متین اندخويي، محمد نبي فروغ، مصطفی قل یرش، تاج محمد مستعدد او نور لیکوالان ول.
آرمان مجاهد
آرمان مجاهد د شمالي ولایاتو د اسلامي اتحادې خپرونه وه، چې له ۱۳۶۳ـ ۱۹۸۴ نه تر ۱۳۶۴ـ ۱۹۸۵ کلنو پورې په دري ژبه خپرېده او د پیښور په ښار کې چاپ کېدله، په دغه خپرونه کې زیاتره لیکنې د مجاهدینو په اړه وې او د شمالي ولایاتو د مجاهدینو خبرونه یې خپرول.
بلخ
(بلخ) د بلخ پوهنتون څلورمیاشتنۍ علمي خپرونه وه، چې خپل لومړی نشراتي کال یې د وري میاشت، کال ۱۳۶۸ـ مارچ ـ ۱۹۸۹ نه تر کب میاشتې او کال ۱۳۶۹ـ ۱۹۹۱ کلنو پورې په درې ژبه په بلخ کې خپره شوه، په دغه خپرونه کې زیاتره لیکنې د بلخ پوهنتون د ښوونکو لخوا خپرېدې، چې زیاتره تاریخي، ژبيوهنه، ادبیات، انجنیري، اقتصاد، کرکیله، حقوق، الهیات، طبي او د ښوونې او روزنې اړوند مطالب خپرېدل.
پیام بلخ
د پیام بلخ دوه میاشتنۍ خپرونه، د جمعیت اسلامي ګوند ذبیح الله شهید لخوا خپره شوه، دغې میاشتنۍ خپل لومړی نشراتي کال یې د لیندۍ میاشت، په کال ۱۳۶۹ـ نوامبر ۱۹۹۰ نه تر غويي میاشتې ۱۳۷۰ـ ۱۹۹۱ کلنو پورې د عبدالعلیم حمیدي په مدیر مسوولۍ په تهران کې چاپ او په بلخ ولایت کې وویشل شوه، په دغه خپرونه کې، خبرونه، سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، دیني او عرفاني لیکنې خپرېدې. د پیام بلخ دوه میاشتنۍ ژبه دري وه.
ام البلاد
د ام البلاد میاشتنۍ خپرونه هم د جمعیت اسلامي ګوند د ذبیح الله شهید فرهنګي جبهې لخوا خپره شوه، دغې میاشتنۍ  لومړنی خپرنیز  کال د وږي میاشت، کال ۱۳۷۰ـ سپتامبر ۱۹۹۱ نه تر وري میاشت، کال ۱۳۷۱ اپریل ۱۹۹۲ نه پیل کېږي. دغه خپرونه په دري ژبه په مدیر مسوولۍ د مولوي محمد شاه عادلي د محمد قاسم فیضي په کوښښ او وروسته د محمد حنیف حنیف بلخي په مشرۍ او د محمد انور موحد په مدیر مسوولۍ په پيښور کې چاپ او په بلخ کې وویشل شوه، په دغه خپرونه کې زیاتې لیکنې دیني، سیاسي او فرهنګي راخیستل شوې وې.
د لومړۍ برخې پای