امین پاچا
له تېرو څو میاشتو راهیسې د مغرضو کړیو له خوا هڅه پیل شوې چې له بېلابېلو لارو د هېواد د مطرح سیاسي شخصیتونو، منجمله د ملي امنیت شورا د سلاکار ښاغلي حنیف اتمر پر خلاف توطیې جوړې کړي. دغو مغرضو کړیو د بیان له ازادۍ څخه په ناوړه ګټې اخیستنې په ټولیزو او ټولنیزو رسنیو کې د
تر ټولو مدبرو، ملي کادرونو او کارکشته سیاسي رهبرانو سپکاوی پیل کړی، خو لله الحمد چی تر دې دمه دسیسه کاران په بشپړ ډول ناکام شوی دي.
د سپکاوي د همدې دسیسو په لړ کې، د رزاق مامون له خوا د کودتا د مضحکې ډرامې په شنډېدو پسې جوخت، تېره ورځ لومړی په ((ګزارشنامه افغانستان)) کې او بیا د هېواد د پیاوړي سیاسي کارپوه احمد سعید سعیدي په نوم جعلي فېسبوکي اکونټ کې په ښاغلي حنیف اتمر پسې له درواغو او توطیو ډکه لیکنه شوې وه، او منبع یې هم په خورا خاینانه ډول ښاغلی فاروق وردګ ښودلی دی. زمونږ د مظلوم ولس پر خلاف د پردیو اجنټانو له خوا د سپکاوي په دې نوې لړۍ کې د تل په څېر هڅه شوې وه چې د ښاغلي فاروق وردګ او ښاغلي حنیف اتمر ترمنځ درز واچوي، سوء تفاهم پیدا کړي او ترمنځ یې اختلافونه راولاړ کړي. په دغې لیکنه کې رزاق مامون د ښاغلي فاروق وردګ له خوا په ښاغلي اتمر پسې لومړی په خپله فیسبوکي پاڼه ((ګزارشنامه افغانستان)) کې او وروسته د ښاغلي سعیدی په نامه جوړکړل شوي جعلي فیسبوک اکونټ کې بهتان لیکلي.
موږ همدا مهال له ښاغلي سعیدي سره د موضوع د بشپړ وضاحت لپاره تلیفوني اړیکه ونیوه، نوموړي په خپلو خبرو کې دغه لیکنه په کلکو ټکو رد کړه او زیاته یې کړه چې یاده جعلي پاڼه د نوموړي د سپکاوي په موخه جوړه شوې او دغه لیکنه هم د رازق مامون ده چی په ((ګذارشنامه افغانستان)) کې یې هم نشر کړې ده. ښاغلي سعیدي په دې تړاو په خپله رسمي پاڼه کې هم وضاحت ورکړی چې د جعلی او اصلي پاڼو انځورونه یې له همدې لیکنې سره یو ځای لیدلی شئ.
په خواله رسنیو کې د بل چا په نوم اکونټ جوړول او له هغې څخه د هېواد د نامتو سیاسي څېرو سپکاوی او د دوی ترمنځ درز رامنځته کول د هر ډول بیان د ازادۍ خلاف کار او د رسنیو د اصولو له مخې افترا بلل کېږي.
موږ د رازق مامون یا بل هر شخص له لوري د داسې کړنو ترسراوی په کلکو ټکو غندو، دا د پردیو لپاره د ناچیزې مزدورۍ په بدل کې د خپل وطن د ورانولو هڅه بولو او له وخت څخه په ګټې اخیستنې لاندې ټکي د رزاق مامون دافترا په مورد د وضاحت لپاره وړاندی کوو:
اول: ښاغلی فاروق وردګ او ښاغلی حنیف اتمر چې د تېر حکومت د کابینې مبتکر او موفق وزیران تېر شوي، او ښاغلی اتمر اوس هم دملی وحدت دحکومت یو اساسي رکن دی، دواړه بشپړ معلومات لري چې په تیرو پنځلسو کلونو کې د امریکا له لوري مرسته شوې پیسې د غیر اختیاری (Off Budget) بودجې په توګه مصرف شوې دي. په دې معنا چې یا دامریکایي پي آر ټي ګانو له خوا، یا هم دامریکایی شرکتونو له خوا او یا هم د دوی د سب کانټرکټرانو له خوا مصرف شوې دي او هیڅکله د پوهنې وزارت رهبري، هغه که ښاغلی اتمر و او یا بل هر وزیر؛ دغې پیسو ته یې لاسرسی نه درلود. البته دا تاییدوو چې د امریکا له لوري مرسته شوې پيسې د پوهنې دانکشاف او بهبود لپاره مصرف شوې دي، مګر د امریکایي مسوولینو تر مالی مدیریت لاندې مصرف شوې؛ نه د پوهنې وزارت د رهبرۍ ترمالی مدیریت لاندې.
نو له دې کبله به د وزیر په کچه هېڅ شخص داسې پوچه او بې بنسټه خبره و نه کړي چې ګواکي ښاغلي حنیف اتمر یا بل کوم وزیر دې په دغه پیسو کی درغلي کړې وي.
په همدی ترتیب د نړیوال بانک پیسی هېڅکله د وزیر په اختیار کې نه دي، بلکې وزارت له نړیوال بانک سره یو همکار وي او په ګډه د هغو پروژو د تطبیق نظارت کوي چې د وزارت لپاره پلان شوې وي. وزیر هېڅکله هم د بانک په انکشافي بودجه کې له هغه څه نه چې د ډونر او حکومت تر منځ قرارداد شوی وي، عدول نشي کولی. وزیر په داسی تغیراتو کې هومره بې وسه وي، لکه د دولت بل هر ټیټ رتبه مامور.
دغه لیکنه محض یو بهتان دی او موخه یی د وطن د اصیلو کادرونو تر منځ نفاق اچول دي، ځکه په څرګند ډول معلومیږي چې داسې ډرامې د پردیو د مزدورانو له خوا یوازې په بریالیو افغان کادرونو پسې جوړیږی.
دویم: د هېواد دغه دواړه مطرح مسلکي کدرونه او سیاسي شخصیتونه له دوه ویشت کلونو را په دې خوا د هیواد د آبادۍ او بیاجوړونې د مقدس سنګر سرښندونکي مبارزین دي، دوی نه یوازې په ګډه په دغه سنګر کې د نوي دولت په راجوړېدو سره مبارزه کړې؛ بلکې د دولتي چوکاټونو له رامنځته کېدو وړاندې هم د نړیوالو موسسو مدبر مدیران وو. د هېواد په ډيرو ترخو شپو ورځو کی یې د بین المللي مرستو د مدیریت پر مټ د خپل هیواد او هیوادوالو په زخمونو پټۍ لګولې، د وران وطن او مظلومو هیوادوالو خفه شوی آواز یې تر نړیوالو رسولی، چې د وطن دې ګډ خدمت دوی ډیر صمیمی ملګري جوړ کړي دي. له دې کبله داسې دوه نږدې ملګري هېڅکله هم په یوه بل پسې سپکې سپورې نه شي ویلی.
درېیم: ښاغلی حنیف اتمر د هېواد په اوسني حکومت کې هغه فعال کدر دی چې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ یې د سولې د تفاهم لیک د جنجالي پروسې په موفقیت کې بنسټيز رول ولوباوه او دغه مذاکرات یې په پوره مدبرانه ډول مدیریت او د بریا تر پوړیو پورې ورسول. د ښاغلي اتمر د دغې رول تحسین او تقدیر د ښاغلي وردګ له خوا د مجاهدینو د رهبرانو په وړاندی په متعددو ناستو او غونډو کې شوی دی. د حزب اسلامي ټول مشران چې په دې خبرو کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول دخیل وو او داپوسټ لولي، د ښاغلي وردګ له خوا د ښاغلي اتمر د دې تقدیر او ستاینو ګواهي به ورکوي.
په پای کې غواړم ووایم چې ښاغلی اتمر او ښاغلی وردګ دواړه د هېواد هغه مطرح سیاسي شخصیتونه دي چې د هېواد مغرضې کړۍ د دوی شتون نه شي زغملی، ځکه دوی دواړه د مغرضینو د بادارانو له مکر نه پوره خبر دي او هیڅکله نه پریږدي چې دا وطن د دوی د بادارانو منګولو ته ولویږی. پردي له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې دغه شخصیتونو ته سپکاوی وکړي او له یو بله یې جدا کړي.
قدرمن لوستونکي دې خبر وي چی دغه راز کړنې د سولې د دوښمنانو، د هېواد دپلورونکو او د پردیو د اجنټانو له خوا ترسره کېږي.
په ګران افغانستان کې د تلپاتې سولې او آبادۍ په هیله