لیکوال: نجیب الله پاڅون
ټال له بلخ ولایت څخه د ماشومانو لپاره ښوونیزه، روزنیزه، معلوماتي او تفریحي مهالنۍ خپرونه ده، چې په لومړي ځل له دې ولایت څخه په پښتو ژبه خپره شوه، د دې خپرونې د امتیاز څښتن او مسؤل چلوونکی نجیب الله پاڅون دی. د ټال په مهالنۍ کې د ماشومانو لپاره ګڼ مطالب خپاره شوي، چې له هغې جملې
نه شعرونه، کیسې، ټوکې، روغتیايي معلومات، ساینسي معلومات، د ماشومانو فولکلوریک شعرونه او هر اړخیز ګټور معلومات چاپ شوي، د ټال په لومړنۍ ګڼه کې لاندې مطالب خپاره شوي، چې دلته یې صرف نومونه اخلو.
۱ـ ټال څه دی؟
۲ـ د ماشوم حقوق
۳ـ د پښتو ژبې توري
۴ـ آیا پوهېدئ؟
۵ـ ولې باید ډېرې اوبه وڅښو؟
۶ـ غرونه څنګه پیدا شول؟
۷ـ لمر له ځمکې څومره لرې دی؟
۸ـ ولې ترکارۍ ګټورې دي؟
۹ـ ښځه د پوهانو د فکر په هنداره کې( د لویانو خبرې)
۱۰ـ خندا مینه ده (ټوکې)
۱۱ـ د هیواد ملي شخصیتونو پېژندنه ( پېژندګلوي)
۱۲ـ د هیلو ټال (شعرونه) لکه خورکۍ ته، سهار، ټولګی، جګړه او نور...
۱۳ـ لنډه کیسه( واوره)
۱۴ـ د ماشومانو کانکور( پوښتنې)
۱۵ـ د نن غوټۍ د سبا ګلان( د استعداد لرونکو ماشومانو پېژندنه)
۱۶ـ د بلخ چهاربولک ولسوالۍ د ادبي او فرهنګي مرکزونو پېژندنه
۱۷ـ د کوچنیانو فولکلوریکي سندرې
او نور...
ټال مهالنۍ د مزارشریف ښار په شمول د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې هم وېشل کېږي دغه خپرونه څلور مخونو کې خپرېږي، چې ورقې یې رنګه دي د ټال مهالنۍ په لومړنۍ ګڼه کې لاندې سر لیکنه لیکل شوې.
په بلخ کې د ټال خپرونې څه اړتیا ؟ مونږ د ټال لوستونکو ته دا ځواب ورکوو، چې په دې ولایت کې تر اوسه ګڼ شمېر چاپي خپرونې خپرېږي؛ خو په پښتو ژبه کې د ماشومانو لپاره کومه ځانګړې خپرونه مونږ نه لرو. په بلخ کې په دري ژبه د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونه خپریږي ؛ خو په پښتو ژبه کې له دې مخکې داسې خپرونه نه ده چاپ شوې زموږ موخه له دې خپرونې څخه دا ده، چې پښتانه ماشومان تعلیم او مطالعې ته وهڅېږي او دوی په خپله ژبه لیک او لوست وکړي، موږ په دې خپرونه کې ډېره هڅه کړې، چې د ماشومانو لپاره او یا هم د ماشوم په ژبه خواږه مطالب خپاره کړو تر څو دوی په آسانۍ سره دغه مطالب ولوستلی شي، په بلخ کې پښتانه ماشومان په ډېر ناوړه حالت کې ژوند لري خصوصا د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې پښتانه ماشومان اکثره مزدوري او پردي مالونه څروي دوی ټوله ورځ په دښته کې له خپلو پلرونو سره په درنو کارونو بوخت وي. دغه ماشومان د اوړي په سرو ګرمیو کې لَو کوي، دوی د ژمي په یخو ورځو کې پردۍ مزدوري کوي د دوی پلرونه د دې لپاره هیڅ فکر نه کوي، چې آیا د دوی ماشوم راتلونکی لري او کنه؟ د دوی پلار لپاره پیسې ارزښت لري کله چې ماشوم لږ ستر شي بیا یې بهر ته په مزدورۍ پسې ولېږي ؛ نو بیا ټول عمر د پردیو مزدوري کوي او ژوند یې خوار زار وي، دلته پښتانه پلرونه خپل ماشوم ته د کتاب پر ځای پلاستیکي وسلې او تفنګچې اخلي، دلته پښتانه پلرونه خپل ماشوم نه د فلم هېرو جوړوي کله به د فولاد او کله به د درې مورچل د ناوړه سریالانو بدمعاش وي، ځینې پلرونه خپل ماشوم ته موبایل په لاس کې ورکړي، چې هغه ټوله ورځ په کې د طالیبانو ترانې غږوي او بیا یې عمر دولس کلنو ته نه وي رسېدلی، چې له کوڅه ډبو او ناپوه هلکانو سره یوځای شي او د خپل دولت په مقابل کې تش په نامه جهاد ته ملا وتړي، کله چې همدا ځوان سبا ورځ مړ شي هم یې پلار او هم یې مور په سرو سترګو ورپسې ژړیږي، زموږ غوښتنه له هغو پښتنو پلرونو څخه داده چې نور دې خپل ماشوم ته د تفنګچې پر ځای کتاب او اخبار په لاس کې ورکړي د دې پر ځای، چې په خپل ماشوم د کور او بهر درانه کارونه وکړي هغه دې ښوونځي ته واستوي او تعلیم دې پرې وکړي، چې سبا ورځ یې د پلار او د زوی ژوند آرام وي. د ماشوم ذهن سپین کاغذ ته ورته دی، دا د ماشوم خپل پلار پورې اړه لري، چې د خپل اولاد په ذهن کې څه وراچوي، علم، پوهه، انسانیت، اخلاق او که بد کارونه، د ماشوم پلار باید د خپلو اولادو غوره روزنه وکړي دوی ته علم او پوهه او اخلاق ورزده کړي، پښتانه پلرونه دې په خپلو کورنو کې ماشومانو لپاره د کتابونو لپاره یوه آلمارۍ جوړه کړې په دې آلمارۍ کې دې خپلو ماشومانو ته هر ډول کتابونه لکه د شعر، کیسو او معلوماتي کتابونه تیار کړي، دغه کتابتون به د دې لامل شي، چې د وزګارتیا په وخت کې به ماشوم یاد کتابونه لولي او ګټه به ترې اخلي. ځینې پلرونه داسې فکر کوي، چې شعر او کیسه د ماشومانو وخت ضایع کوي. دا سمه خبره نه ده ځکه کوم ماشوم چې شعر او کیسه لولي د هغه ذهن پیاوړی کېږي او له هغه سره په ښوونیز اړخ کې هم پوره مرسته کوي یوازې سبق ماشوم ستړی کوي. د شعر او کیسو د کتابونو لوستل د ماشوم د لیکلو مهارت پیاوړی کوي او دوی کولای شي په راتلونکي وخت کې په خپله مورنۍ ژبه لیک او لوست وکړي. د ټال خپرونه به د ماشومانو ادبیاتو ته کار کوي او د دوی په ژبه به خواږه مطالب خپروي د ماشوم ایجادي ادبیات د وینا او لیکلو له مخې پوهان په دوو برخو وېشي یو هغه ادبیات دي چې هغه پخپله د ماشوم له خوا رامینځ ته شوي او یو هغه دي چې ماشوم ته یا د ماشوم په ژبه لیکل شوي دي. دا دواړه د ماشومانو د ذهني ودې د دوی تر مینځ د سیالیو او ذوق په خړوبولو کې ډېر اغېزمن تمامېږي. پښتو کې د ماشوم ادب په برخه کې د ګوتو په شمېر خپرونې شته، چې دغه برخه لاتراوسه هم خواره ده. اوس اوس د دغې تشې د ډکولو لپاره یو شمېر لیکوالانو هڅه کړې او ماشومانو ته یې د دوی په ژبه ځینې خپرونې پیل کړي، چې موږ د دغه کار راتلونکي ته هیله مند یو، ټال به خپل ژورنالېستیک رسالت په پوره ایماندارۍ سره سر ته رسوي او د ماشومانو د حقونو لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. یو ځل بیا موږ له پښتنو پلرونو او مشرانو څخه په ډېر درنښت هیله کوو، چې خپل ماشومانو باندې دې زده کړې وکړي، دوی دې ښوونځیو ته واستوي ځکه تعلیم یوازینۍ لار ده، چې زمونږ راتلونکی ژوند روښانه کوي. زمونږ ټولنه هغه وخت پوره پرمختګ کولای شي، چې پښتانه پلرونه خپل اولاد ښوونځي ته ولېږي او خپلو ماشومانو ته پوره پاملرنه وکړي.
مینه او درنښت