ښاغلى ډونالډ ټرمپ د امريكا نوى منتخب جمهور رئيس!
د افغان ولس په استازيتوب د افغانستان د وضعيت په اړە ځيني دردوونكي حقائق ستاسو په وړاندي ږدم، په دې هيله چي د امريكا د تاريخ تر ټولو اوږدې، خونړۍ او بدمرغي جگړي په اړە د داسي پرېكړي او اقدام پر كولو بريالى شئ چي ستا دوه مخكني سيالان؛ جورج بوش او باراك اوباما ونه توانېدل دا افتخار
ترلاسه كړي. دوى تاسو او د امريكا ولس ته داسي بدمرغه جگړە په ميراث پرېښوده چي تر 15 كاله زيات ئې دوام وكړ، په ترڅ كي ئې نږدې درې لكه مظلوم افغانان په شهادت رسېدلي، تر دوه مليونه زيات افغانان هجرت او خپل كور كلي پرېښودو ته اړ شوي، تر پنځوس زره زياتو ناټو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې، تر يو نيم ټريليون زيات لگښت پرې راغلى!! او لا معلومه نه ده چي تر كله به دوام كوي!! په دې اړە څو عرائض لرم:
• افغانان دا هيله لري چي په سپيني ماڼۍ كي د اوباما او بش پر ځاى تاسو د يوه داسي جمهور رئيس په توگه وگوري چي هم افغانان او هم امريكايان له دې بد مرغي او خونړۍ جگړي وژغوري.
• د افغانستان د جگړي له دوام امريكا ته هيڅ گټه نه رسېږي، له خپلو جنرالانو وپوښتئ چي په تېرو 15 كلونو كي ئې له دې اوږدې جگړي لاسته راوړنه څه وه؟! آيا له مالي او ځاني تلفاتو پرته ئې كوم څه ترلاسه كړي؟!! هيڅ هوښيار سياستوال او هيڅ پوه جنرال په داسي تگلاري اصرار او ټينگار نه كوي چي په پنځلسو كلونو كي هيڅ مثبته نتيجه ترلاسه نه كړي، له مرگ، ژوبلي، ورانيو، تابوتونو، نه جبرانېدونكو مالي او ځاني تلفاتو او لگښتونو پرته بله نتيجه ونه لري. حقيقت دا دئ چي بهرني ځواكونه افغانان وژلى شي خو ايل كولى ئې نشي، جنگ اوږدولى شي خو گټلى ئې نشي، يو وړوكى منفور او د ملت له لورى رټل شوى ټولگى د لنډي مودې لپاره د قدرت پر گدۍ كښېنولى شي خو د تل لپاره ئې هيڅكله په قدرت كي نشي ساتلى. روانه پنځلس كلنه جگړە او تر دې وړاندي د شوروي ځواكونو يرغل همدا حقائق زموږ مخي ته ږدي.
• خپل فوځونه له افغانستان وباسئ، افغانان پرېږدئ خپلي ستونزي په خپله حل كړي او خپل برخليك په خپله وټاكي، پرېږدئ افغانان هم د انتخاباتو له لاري د پرديو له مداخلت او لاسوهني پرته؛ د خپلي خوښي مشران غوره كړي او د خپلي عقيدې په رڼا كي خپل نظام او حكومت ولري.
• دا جنگ گټونكى نه لري، بايلونكي او قربانيان ئې يا مظلوم افغانان دي او يا هغه امريكايان چي بچيان ئې په دې تحميلي، بې گټي او بې حاصلي جگړي كي مري.
• افغانان تروريستان نه دي، نه ئې د يولسم ستمبر په پېښو كي لاس وو او نه له افغانستان بهر په بلي داسي پېښي كي. دلته ستاسو وسله والو ځواكونو تروريستان نه دي وژلي، بې وزلي او مظلوم افغانان ئې وژلي، د دوى د وژنو يوه بېلگه د كندز خونړۍ پېښه وه، ستا د انتخاباتي كمپاين په ورځو كي او د نومبر مياشتي په درېيمي شپې، د ناټو او افغان دولت گډو ځواكونو د كندز ښار په يوې سيمي كي د دې لپاره عمليات وكړل چي دلته څو وسله وال ننوتي، پر يوه كور ئې بريد وكړ، د كور له منځه كلك مقاومت وشو، جگړہ ونښته، په ترڅ كي ئې څلورو امريكايانو ته مرگ ژوبله واوښته، گډ ځواكونه په شا شول، خپل مړي او ژوبل ئې له سيمي وايستل، ورپسې امريكايي جهازونه راغلل او پر كلي ئې دومره بمونه او راكټونه وورول چي تر پنځوس زيات كورونه ونړېدل، دري دېرش بې وزلي او مظلوم كليوال چي ډېرى ئې ښځي او ماشومان ول په شهادت ورسېدل او په لسگونو نور ژوبل او تر ورانو دېوالونو او چتونو لاندي شول. همدا د افغانستان د رواني جگړي د ټولو پېښو يوه بېلگه ده او د دې جگړي حقيقي انځور وړاندي كوي، په هري پېښي كي اصلي قربانيان عام وگړي دي.
• موږ نه غواړو هېواد مو د نيابتي جگړو ډگر او د تروريستي ډلو پناه ځى وي، نه په خپل هېواد كي جگړە غواړو او نه د سيمي په نورو هېوادو كي، جگړە پر موږ تحميل شوې، لومړى د شوروي ځواكونو له لوري او بيا د ناټو او د ناټو د سيمه ييزو ملگرو له لوري. موږ بهر ته جنگيالي نه دي لېږلي، نور زموږ هېواد ته راغلي او له موږ سره جنگېدلي، كه چا افغانان بهر ته د جنگونو لپاره لېږلي هغو دا كار كړى چي تاسو هغوى ته د همكارانو او ملگرو په سترگه گورئ، د افغانستان، عراق او سوريې په جنگ كي ئې خپل ملگري گڼئ!!
• د بش او اوباما غلطو سياستونو ايران ته دا موقع وركړە چي د افغانستان، عراق، سوريې، لبنان او يمن په كورنيو چارو كي پراخي لاسوهني وكړي، افغان مهاجرين او د ايران پلوه افغاني ډلو جنگيالي عراق او سوريې ته د جنگ لپاره ولېږي، په حقيقت كي جورج بش افغانستان او عراق د ايران لپاره فتح كړي، نن د كابل په حكومت كي د ايران پلو ډلو نفوذ دومره پراخ دئ چي كه تهران افغانستان د خپل فوځ په زور اشغال كړى وى نو دومره واك او نفوذ به ئې نه وو په برخه شوى!! عراق اوس د ايراني فوځ د جگړو ډگر دئ او بغداد د ايران يوه اډە.
• د امريكا په څېر له يوه ستر نظامي او اقتصادي ځواك سره دا نه ښايي چي د افغانانو په څېر مظلوم، جنگ ځپلي او بې وزلي ولس سره خپل زور وآزمويي. كه هرومرو د خپل زور آزمويلو شوق پوره كوي نو له خپل سيال سره دې وآزمويي.
• هغه نه ستاسو دوستان دي او نه د افغانانو چي له تاسو غواړي د جگړي د مزيد دوام لپاره ستاسو ځواكونه لانور هم په افغانستان كي پاته شي او لانور زيات افغانان په خپلو وينو كي ورغړي، دوى نه خپل ملت ته ژمن دي او نه ستاسو دوستان، د خپل هوس بنده گان او د اقتدار وږي دي، له هر يرغلگر سره د ملگرتيا توره سابقه لري. دوى هغه دي چي د جنگ له كبله د پرېمانه شتمنيو خاوندان شوي، جنگ مجلل قصرونه وركړي، اشرافي ژوند، زمكي، باغونه، ښار گوټي، آخرين ماډل موټري، په بهرنيو بانكونو كي بې شمېره پانگي ئې په برخه شوي، جنگ د اقتدار پر كرسۍ كښېنولي او د پرديو د مټو په زور پر افغانانو د تل لپاره د حكومت كولو خوبونه گوري. كومي مرستي چي متحده ايالاتو له افغانستان سره كړې دي %85 سلنه ئې يا د امريكايي جنرالانو او يا د دوى د همدغو افغانی غلو ملگرو په جيبونو كي پرېوتې دي.
• په افغانستان او سيمي كي د سولي د تأمين يوازينۍ لار دا ده چي هم تاسو خپل ځواكونه له افغانستان وباسئ او هم د افغانستان هغه گاونډيان له لاسوهنو منع كړئ چي په دې جنگ كي لوى لاس لري او پر دوام ئې پانگوني كوي؛ افغانانو ته موقع وركړئ چي د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران ته مناسب او عملي حل ولټوي، د هغوى د توافق ملاتړ وكړئ. كه بهرني ځواكونه د افغانانو له مزيد ځورولو او وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلي، خپلي گټي د افغانستان د جنگ له دوام سره غوټه نه كړي، له وران او جنگ ځپلي افغانستان د خپلو سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو دائمي ډگر جوړ نه كړي، خپلي جگړي افغانستان ته راانتقال نه كړي، د افغانانو له فقر او د افغانستان په ماركيټ كي د جنگياليو له وړيا بيعي په استفادې سره اجير جنگيالي د خپلو گټو لپاره او د افغانانو په خلاف ونه جنگوي، سوريې، عراق او نورو هېوادو ته ئې د جنگ لپاره ونه لېږي... نو يقيناً چي هم به د افغانستان روانه جگړە پاى ته ورسېږي او هم به په سيمي كي امنيت تأمين شي.
حكمتيار