کره لار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید منتظرشاه هاشمي
سره له دې چې نړۍ وال او د امریکی ډیری وګړي په تمه وو چې ګواکې هیلیري کلنټن به ټاکنې وګټي، د امریکې د هېواد ۴۵ مه جمهور ریسه به میرمن کلنټن وي او یو زبرځواک هیواد به نړۍ ته په ډاګه کړي چې ښځه هم کولای ستر هېوادونه اداره کړي.


هسې ونه شوه او د خلکو ارادو او غوښتنو د خپل هیواد د ګټو د خوندي کولو له پاره ډونال ټرمپ وټاکه. کلنټن ته د ځپل بري څخه د خلکو اراده سپیڅلې ښکارېده، د خپلو خلکو او خاورې د بشپړتیا له پاره یې د خپل ولس پریکړه ومنله، د بري سره سم یې ډونالډ ترمپ ته « میرمن کلنټن له ماتې سره سملاسي وروسته ښاغلي ټرمپ سره ټیلیفوني خبري کړي» مبارکي وویله. هغې وویل چې؛ ټولې هڅې یې د ځان پر ځای د دغه هېواد له پاره وې، چې په خبره یې ورته ګران دی.
راځئ زما د هېواد سیاسیونو!
له دې وروسته یې له کلنیټنې زده کړئ، هغې د خپل هېواد د ګټو له پاره، له خپلو پلویانو وغوښتل چې؛ «د ټاکنو پایلې له زړه ومني او وايي باید ډونالډ ټرمپ ته په اخلاص فرصت ورکړل شي، چې د ولس او هېواد مشري وکړي» څومره په زړه پورې کره خبره ده چې له خپلو ګټو د هېواد ګټې اوچتې او هسکې وبلل شي.

سید منتظرشاه هاشمي