لیکوال: رحمت الله شیرزوی
د ستر خوان له ډول ډول خوراک څخه ډک وه. دواړه خوا ته یی خلک ناست وو, یو کس یی په سر کې وو خیټه یی مخته راوتلي وه اوږده ږیره او د غټو سترګو په سر یی ګڼې وریځی درلودي.ټولو به د اغا صاحب په نام باله ځنګ ته یی دوه واړه ماشومان ناست وو یو کس ویلی چې دغه یی د څلورمې ميرمنې بچیان دي.هر چا په ډوډی شخوند وهه
یو کس ویل اغا صاحب د افغانستان په هرځای کې اور بل ده. د ویاړ په انداز یی سر وخوځاوو, ویلی پریږده چې د نورو غلامانو ته پته ولګیږي. ځینو ډوډی بس کړي وه , چې خبرونه شروع شول یو تی خوره ماشوم ښکاره شو. جامي یی په تن نه وې پړمخه په وینو سور په زمکه پروت وو.سرته یی یوه مرمۍ ښکاریده ټولو ورته په ځیر کتل .دي یو څه وخت لپاره چوپتیا خوره شوه, . اغا صاحب په قهرجنه لهجه وویل چې د ماشومانو په مخکي تلویزون مه ګوري د دوی په روح بده اغیزه کوي. خبرې یی نه وي تمامي کړي چې یو ځوان مبایل راوړ په ټیټ اواز یی ورته ویل اغا صاحب سفیر ده. په انګریزي ژبه یی خبري شروع کړي د باندي ووت. لیکوال: رحمت الله شیرزوی