لیکوال: سردار ولي سردار
خبره له دوو کلونو هم واوښته، خو لا هم یو بل ته سیاسي جبهې جوړوي. له ولس سره یې چل وکړ، نه اصلاحات او همپالنه شته او نه هم بدلون او دوام. ولس د روښانه راتلونکي په تمه و، باور یې پرې وکړ، خو هر څه د کاغذ پر مخ پاتې شول. ملي یووالی یې نوم ورکړ، خو تعصب او کرکې د خلکو په زړونو کې
ریښې وکړې. په راتګ سره یې نوی نسل هم د تعصب او کرکې مرض ونیوه. بل څه نه یادوم، د ملي یووالي تر نامه لاندې جوړ شوی حکومت یادوم.
د (مشرۍ) تر نامه لاندې د برایان ټریسي یو په زړه پورې کتاب ژباړم. د کتاب په یوه برخه کې ویل شوي: «که غواړی چې په چارو کې مخکښ او بریا ته ورسېږی، اهل کسان په دندو وګومارئ، ځکه نا اهل کسان نه یوازې چې تاسو له ماتې سره مخ کوي، بلکې عزت مو هم تر پوښتنې لاندې راځي».
د ملي یووالي د حکومت له جوړښت سره سم، ولسمشر ځینې تېروتنې وکړې چې نه باید داسې شوي وای. که یوه لوري ته متوجه شو، ولسمشر هم تر ډېره نه دی ملامت او نه هم د اوسنیو ستونزو ټوله پړه پر ولسمشر اچولی شو. دلته تل هغو خلکو پر ولس واکمني کړې چې راکېټ په اوږه او د وطن په ورانولو کې یې پوره ونډه اخیستې ده.
موږ باور درلود، چې نوی حکومت به د هېواد او هېوادوالو لپاره نوی زېری وي، خو متاسفانه چې داسې ونه شول. لومړی دا چې حکومت د ولس د رایې په اساس را منځته نه شو، د پردیو لاسوهنو دې ته لاره پرانیسته، چې زموږ په ټاکنو کې لاسوهنې وکړي او هغه څه چې دوی یې هیله لري، را منځته شي. د غرب په ځانګړې توګه امریکا لاسوهنو دې ته لاره هواره کړه چې د ملي یووالي تر نامه لاندې د دواړو ټیمونو تر منځ یو حکومت جوړ شي، د پخواني ولسمشر کرزي په وینا هغه حکومت چې امریکایانو یې په ۲۰۰۹ کال کې د جوړښت هڅه کړې وه، خو کرزي نه وه ورسره منلې. له دې سره سره خلکو بیا هم هیلې درلودې، چې نوی حکومت به نوښتونه را منځته کوي.
په ډېر تاسف سره باید ووایم چې د نوي حکومت په جوړښت سره د ولس پر زخمونو لا مالګې وپاشل شوې. هغه څه چې ولس یې هیله درلوده، له خاورو سره خاورې شول. دا چې ولې داسې وشول غواړم پر عواملو یې دلته بحث وکړم:
لومړنی عامل چې د ملي یووالي حکومت یې له خنډونو سره مخ کړ، په کابینه کې د نا اهلو کسانو ګومارنه وه. که څه هم ولسمشر تر ډېره دا هڅه وکړه چې کابینه کې پاک او اهل کسان په دندو وګوماري، خو دا چې نه یوازې اهل کسان یې په دندو ونه ګومارل، بلکې تر پخوا یې لس چند په فساد ککړ کسان په کابینه کې ځای پر ځای کړل. ډېری داسې وزیران وو، چې د پارلمان لپاره یې هېڅ طرحه نه درلوده او کومه طرحه به چې په پارلمان کې وړاندې کېده، هغه به هم نورو خلکو ورته جوړه کړې وه، سره له دې چې طرحې هم نورو خلکو ورته جوړې کړې وې، خو بیا هم داسې وزیران و، چې د لوستلو وړتیا یې نه درلوده، کله به چې د ستیج سر ته پورته شول، تا به ویل چې د دویم ټولګي زده کوونکي ولاړ دی او کتاب له مخه لولي.
دویمه مهمه خبر دا چې ولسمشر ته په کار نه وه، چې د پخوانۍ کابینې ځینې هغه څېرې چې کافي کاري تجربه یې درلوده او په تېرو پنځلسو کلونو کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې، له دندو ګوښه کړي وای. که موږ تېرو پنځلسو کلونو ته ځیر شو، افغانستان یوه کنډواله وه او په دغه موده کې افغانستان د نړیوالو سیال شو.
ښه بېلګه یې د پوهنې وزارت ګڼلی شو، پنځلس کاله وړاندې مو ځوان کدر نه درلود، د سواد کچه بېحده ټیټه وه، په ښوونځیو کې مو د شپږم صنف فارغینو د لسم ټولګي زده کوونکو ته تدریس کاوه، ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ کچه بېحده ټیټه وه، ښوونځیو ودانۍ نه درلودې، مسلکي ښوونکي هېڅ نه وو، خلاصه هېڅ مو نه درلودل. له نېکه مرغه باید ووایم چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول، د هېواد په کچه تر ۱۷۰۰۰ زیاتې ودانۍ د زده کوونکو له پاره جوړې شوې، په میلیونونو زده کوونکي ښوونځیو ته روان شول، په زرګونو ځوانان مو پوهنتونونو ته لار ومونده، په زرګونو مسلکي ښوونکي وروزل شول، خلاصه د معارف په برخه کې یو انقلاب ورته ویلی شو.
نه یوازې په معارف بلکې په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه وشول. ولسمشر ته په کار نه وه چې دا کسان یې له دندو ګوښه کړي وای، ځکه دا کسان په نړیواله کچه پېژندل شوې څېرې وې او پوره کاري وړتیا یې درلوده. ولسمشر ته په کار وه چې د دغو کسانو له تجربې یې ښه ګټه پورته کړې وای، څو هېواد مو نور هم پرمختګ کړی وای.
که اوسنۍ کابینې ته ځیر شو، ډېری داسې وزیران شته چې په انګزیزي ژبه خبرې نه شي کولی، ډېری داسې وزیران شته چې امضاء نه لري، ډېری داسې وزیران شته چې هېڅ کاري طرحه نه لري. ویل کېږي چې د پوهنې اوسني وزیر اسد حنیف بلخي ۱۲.۵ میلیونه بهرنۍ مرستې له لاسه ورکړې دي، هغه مرستې چې پخوا یې د پوهنې له وزارت سره تړونونو لاسلیک شوي وو. علت یې دا دی چې وزیر کاري وړتیا نه لري، وزیر پلان نه لري، وزیر نه شي کولی پیسې په سمه توګه ولګوي. د وزیر نا پوهي د دې لامل شوه چې وزارت له ستر خنډ سره مخ شي.
همداسې که د کورنیو چارو وزیر وګورو، ویل کېږي چې هېڅ ښوونځی یې نه دی لوستی، خو په ۲۰۰۲ کال کې د قسم فهیم ساتوونکی تېر شوی. کله چې یو بېسواده سړی به لسو کلونو کې له باډي کاردۍ تر وزارته رسېږي، نو د هغه هېواد سرنوشت به څنګه له خنډونو سره نه مخ کېږي. کله چې قومندان د امنیې د قومندانۍ د تر لاسه کولو لپاره وزیر ته باج ورکوي، کله چې حوزه په پیسو پلورل کېږي، نو د هغه ښار او هغه ولایت به برخلیک څه ډول وي.
په پای کې بیا هم ټینګار کوم، چې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده، که په دولتي ادارو کې بنسټیز اصلاحات رانه شي، کار اهل کار ته ونه سپال شي، لرې نه ده چې د ملي یووالي حکومت به تر دې هم له سترو او سختو خنډونو سره مخ شي. ولسمشر دې له سره غور وکړي، نا اهله وزیران دې پارلمان ته استجواب کړي او له دندو یې دې ګوښه کړي، پر ځای یې دې اهل او وړ کسان به دندو وګوماري.
و ما علینا اللابلاغ