دوهم واده :لنډه کيسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکنه : اسدالله غيرت

د زلمي په سترګو کې اوښکې تاو راتاو شوې ، يو سوړ اسويلی يې ويست ، خپل شليدلی څادر يې پر مټ واچوه ، له کور نه زړه نا زړه د ښار پر لور روان شو ، له ځانه سره يې غلي غوندې وويل : څومره خوار قسمته يم .


هو ، په لسو کالونو کې يو اولاد هم نه ، خامخا به دوهم واده کوم ، ولې به يې نه کوم ؟ هسې نه چې مېراته مې شي او ميراث مې تربورونو ته پاتې شي .
زلمی له ځانه سره ددې خبرو په کولو سره ، له نيمې لارې کور ته واپس ستون شو ، په دې نيت چې له خپلې ميرمنې سره د دوهم واده په کولو وغږيږي ، ميرمنې يې د دوهم واده کول ورسره ومنل ، څو ورځې وروسته خلک خبر شول ، چې زلمي د بر کلي د انور اکا  له لور سره کوژده وکړه . زلمی که له يوې خوا د دوهم واده په کولو سره خوښ ښکاريده ، خو له بلې خوا د دواده د ولور زښتو ډيرو پيسو ته خفه هم وو .
زلمی د کوژدې له کولو دوه کاله وروسته په دې وتوانيده چې د ولور پيسې پيداکړي . د واده نيټه په را رسيدو وه ، زلمي او انور اکا د واده لپاره بندوبست ونيو ، زلمي ته به خپلو ملګرو او دوستانو ويل چې ، زلميه ! دا ځل خو خدای ج مهربانه دی او ددې خبرې تر څنګ به يې دا هم ورته ويل چې ، په واده کې به دې داسې څڼې واچوو ، چې خلک به حيران شي ، زلمي به ايله ورته په ځواب کې وويل : هو ولې نه ، غم او ښادي خو په دوستانو او ملګرو ښکلې وي ، د زلمي خسر انور اکا ميرمنې له واده وړاندې ، يو وار په ذهن کې دې خبرې ځای ونيوه ، چې تر څو يې پر خپله لور د طاقت دوا نه وي کړي ، له کوره به يې هم ونه باسي ، د انور اکا ميرمن سره د خپلې لور د سيمې ډاکټر ته ورغلل ، ډاکټر ته يې د لور لپاره د طاقت له دوا ووې ، ډاکټر بې له ځنډه رنګ رنګ پيچکرۍ سره ګډې کړې او د زلمي ميرمنې ته يې ورکړې ، شيبه وروسته چې ډاکټر د انور اکا لور حالت وليد ، ځای پر ځای يې ساه ورکړې وه .
ډاکټر په ورخطا غږ د انور اکا ميرمنې ته وويل : دې باندې څه وشول ؟ د انور اکا ميرمنې چې د لور حالت وليد ، په چيغو شوه ، په ډيرو چيغو يې نږدې کليوال راخبر کړل ، د کليوالو په مرسته د انور اکا د لور او د زلمي د نوې ميرمنې جنازه د کور پر لور روانه شوه .
پای
۱۳۸۶-۹-۳
منداخيل