يو روح او دوه وجوده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
له ډېرو ننګونو،ګواښونو او هر راز تکليفونو ګاللو وروسته يې ځانونه يو بل ته ورسول،ګډ ژوند يې پيل کړ،مينه يې بېخي انتها ته رسېدلې وه،نن يې خاوند د لږ وخت لپاره چېرې روان و، له خونې په وتلو کې يې له لستوڼي ونيو، اوښلنې سترګې يې و واړولې او په انکاري نظر يې ورکتل.


هغه ورته موسکی شو، ورته ويې ويل:
ايا ته  خفه شوې؟ ډېر وخت نه تېروم د شپې بېرته راځم.
دې هم د اوښکو وچولو لپاره له ټټره ټيکری ور پورته کړ او ځواب يې ورکړ:  
ايا ته فکر کوې ! زه يواځې د شپې ساه اخستو ته ضرورت لرم؟؟!!!
رفيع الله روشن