ليکنه : اسدالله غيرت / پکتيا
زرغونې ښه شيبه اوښکې توې کړې ، يو سوړ اسويلی يې وکښ ، بيا يې پر خپلو اننګو را روانې اوښکې د ټيکري په پيڅکه پاکې کړې ، په خوله کې يې د سلګيو توپان له همغسې څپې وهلې ، بې واره له خپله
ځايه پاڅيده ، هندارې ته مخامخ ودريده ، ځان ورته د پخوا پرتل بل رنګ ښکاريده ، له ځانه سره يې غلي غوندې وويل : زه او نصير ، دا کله کيدای شي ، پلار ظالم مې په دومره نړۍ کې نصير ته ورکړم ، د هغو کورنۍ خو ماته ښه معلومه دی ، زرغونې ددې خبرو په کولو سره ، پر مخ اوښکو لارې وکړې ، د اوښکو په بدرګه يې بيا خپلو خبرو ته ادامه ورکړه .
هوکې ، ښځې څومره خوار قسمته دي ، هيڅ حقوق يې په پام کې نه نيول کيږي ، که د هلک او نجلۍ تر مينځ په خوښه واده کيدای ، څومره به ښه وه ، خو افسوس چې دا خبره چاته وکړې نورې نورې خبرې او پروپاګند درپسې وايي .
زرغونه ددې خبرو په کولو سره د اطاق په هغه بل کونج کې په اوسپنيز صندوق کيناسته ، د ډيرې ژړا له امله يې سترغلي پړسيدلي وو ، خو لا همغسې يې اوښکې تويولې .
له ځانه سره يې غلي غوندې وويل : که ګوګړ زما له دې معاملې خبرشي څه به کوي ؟ هغه ته خو ما ويلي وو ، چې له تا پرته له بل هيچا سره واده نه کوم ، په همدې فکرونو کې يې ناڅاپه کشر ورور کوټې ته راننوت ، زرغونې ته يې يو سبين کاغذ ونيوه ، زرغونې په بيړه کاغذ پرانست ، چې پکې ليکل شوي وو .
ګرانې زرغونې جانې !
له هر څه وړاندې مې سلامونه ومنه ! ګرانې څه ووايم ، نه پوهيږم ؟؟ خو بيا هم ستړي ژوند ته حيران يم او بيا ددې سيمې خلکو ته ، چې څومره ډيره کرکه او نفرت په زړونو کې لري . باور وکړه چې نوره مې خپله حوصله او صبر له لاسه ورکړی دی ، نور د خلکو بدنيتي او کرکې نه شم زغملی ، څنګه کيدای شي چې ، يو ظالم دوه زړونه غواړي سره يو ځای شي ، جدا کوي ، زما مينې ! له تا څخه ډيره مننه کوم چې له ما سره دې يو ځای د ژوند تر ننه پورې ملګرتيا او د زړه له تله مينه وکړه او چې د ژوند هر رنګه کړاونو او ستونزو ته دې يوازې پرينښودم .
ګرانې ! زه نور نه شم کولی ، چې کلي کې پاتې شم ، همدومره ستمونه او کړاونه بس وو ، چې ما وزغمل ، له يوې خوا دې پلار او مور ډير ظلم او زياتی راسره وکړ او له بلې خوا خدای ج د کلي خلک راباندې ظالمان کړل ، له خدای ج څخه ډير رضا يم ، چې د دومره ډيرو ستونزو او کړاونو پر وړاندې يې تر ننه پورې حوصله او زغم راپه برخه کړ .
زړه ته راتيرې زرغونې جانې !
زمونږ له کور څخه څو وارې ريباران درغلل ، خو ظالم مور او پلار دې پر ما هيڅ رحم ونکړ او ته يې نصير دوی ته ورکړې ، هغه چاته چې خلک يې د يو پوښ چرسي په نوم پيژني ، خو خير زه به له خپل قسمت څخه ګيله وکړم او له خپل سپيرې ټنډې څخه به وژاړم ، خو تاته د ښه ژوند او نوي کور مبارکي درکوم .
زما د زړه سرې زرغونې ! ما چې هر څومره وس وکړ ، بيا هم بريالی نه شوم ، منم چې ته به هم ددې کار په ترسره کيدو ، ډيره خفه او پريشانه وې ، خو باور وکړه چې زه له تا څخه څو چنده ورخطا او خفه يم .
دا ځکه چې زما او ستا په ارمانونو لوبې وشوې، زما او ستا حقوق تر پښو لاندې شول ، ګرانې زرغونې جانې ! تا مخکې راته هم ويلي وو ، چې زه به له تا پرته له هيچا سره واده ونکړم ، خو زه پوهيږم ، چې تر هغې ورځې پورې ، چې ته يې نصير دوی ته ورکړې ، پردې ژمنه کلکه ولاړه وې ، دا ستا ګناه نه دی ، منم چې دا هر څه ستا د مور او پلار له لاسه وشول ، خو خير زه نه غواړم ، چې نور څه درته وليکم ، ځکه چې د رواج اور اخيستی يم ، خو دا درته وايم ، چې بيا به تر مرګه هم سره ونه ګورو او دا ليک به ستا لپاره زما وروستی يادګار وي .
د خدای پامان
ستا ګوګړ
۱۳۸۷-۴-۱۵
منداخيل