څه کم او زیات پنځلس کاله کیږي چې ګران هیواد مو د امریکا او د هغوی د متحدینو له لوري تر اشغال لاندې دی چې په وړاندې یې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد تقبله الله تر قیادت لاندې اسلامي امارت، او اوس د محترم مشر ملا محمد رسول حفظه الله تر
قیادت لاندې د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا، د افغانستان غیور ملت او نورو جهادي ډلو مقاومت پیل او خپل سپیڅلي جهاد او پاکې مبارزې ته ادامه ورکوي.
یاده مبارزه ددې لپاره شوې او روانه ده چې هیواد مو له اشغاله خلاص او یو واحد او اسلامي خپلواک ټاټوبی ولرو چې ددې ارمان د تحقق لپاره مو په دې لاره کې هر راز ستړیاو ته مخه کړې ده او له هیڅ راز منډو به لاس وا نه خلو که هغه وسلواله مبارزه وي او که سیاسي هڅې او هاند وي.
د هیواد د ازادي او خپلواکي په لاره کې یوه جهادي ډله چې د اشغال په وړاندې یې وسلواله مبارزه کوله هغه د محترم حکمتیار صاحب تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي حزب یا ګوند وو چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان له دولت سره د څه شروطو په رڼا کې روغه جوړه وکړه چې عمده شرط یې د هیواد خپلواکي او له هیواده د اشغالګرو ځواکونو وتل یا د وتلو مهال ویش ټاکل دي.
د افغانستان د خپلواکۍ د لارې مبارزینو ته مهه او اړینه خبره د اشغال پای دی که هغه له هرې لارې وي، بلکې له کومې لارې چې زر او د افغانانو د لږ تر لږه د ځاني او مالي زیان په صورت کې ممکنه وي هغه یې غوره لار ده.
دا چې اسلامي حزب ولې او څنګه روغې جوړه ته اماده شو دا تر هغوی پورې اړه لري، مشرتابه یې خورا پراخه سیاسي بصیرت او تجربه لري هغوی په خپلو چارو ښه پوهیږي خو یو شي چې مونږ یې ستاینه کوو هغه دادی چې د اشغالګرو د وتلو د مهالویش ټاکل یې یقیني کول دی ځکه همدا زمونږ ګډ هدف دی.
د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د تیر په څیر یو وار بیا یادونه کوي چې د افغانستان له ټولو داخلي جهادي ډلو او سیاسي ګوندونو سره د نیکو اړیکو په اساس ښو روابطو ته پاملرنه کوي او د یوو بین الافغاني حل، روغې جوړې او د هیواد د خپلواکۍ لپاره له نورو سره په ګډه کار کول غواړي.
د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا