د افغانستان اقتصادي خپلواکي او د پاکستان ناهيلي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه : خوشحال آصفي

وروسته له هغه چې افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګرۍ په ترانزيتي هوکړه کې د هندوستان د شامليدو غوښتنه وکړه او امريکا هم د افغانستان د دې غوښتنې ملاتړ وکړ؛ پاکستان د افغان ولسمشر پر څرګندونو ناهیلي څرګنده کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تيره

ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستيو څرګندونو چې په ترانزیتي موافقه کې یې د هند د شاملېدو په اړه کړې وې؛ نهیلي وښوده، هغه یې بې ګټې وبللې او ویې ویل چې غني د پاکستان هغه هڅې یو مخ له پامه غورځولي دي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات لپاره کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا په يوه اعلاميه کې يو ځل بيا خپلې تکراري خبرې کړي او ويلي دي: په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ یوو، پاکستان کلک باور لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره ضروري دي.
له کله نه چې په افغانستان کې ولسمشر غني واک ته رسيدلی نو پر پاکستان د اقتصادي ا تکا خلاصون، افغانستان د مرکزي اسيا د پوستون په ټکي بدلول او له څو لويو لارو سره د افغانستان تړل؛ يې مهم اقتصادي پلانونه ټاکلي دي. د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره يې د پام وړ هڅې کړي دي. د چابهار بندر پرانيسته، د سلما بند پروژه، له هند سره د اړيکو پراخول او له ايران او چين سره د ريل ګاډي په وسيله د سوداګرۍ پيل؛ د ولسمشر غني د يادو پلانونو د عملي کيدو نښې دي. اوس په ورستيو کې يې تازه هڅه له پاکستان سره په ترانزيتي هوکړه کې د هندوستان د شاملولو غوښتنه ده چې پاکستان يې ناهيلی کړی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې له پاکستان سره په ترانزيتي تړون کې د هندوستان شامليدل به د افغانستان په ګټه او که په زيان وي؟
د هوکړه ليک شاليد
د افغانستان او پاکستان تر منځ د لومړي ځل لپاره د ترانزيت هوکړه په ۱۹۶۵ ميلادي کال کې شوې ده چې له هغې وروسته بيا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني پر مهال کله چې انورالحق احدي د ماليې وزير و نوې شوه. د ياد هوکړه ليک له مخې افغانستان د پاکستان له بندرونو نورې نړۍ ته صادرات او واردات او پاکستان د افغانستان له لارې د نړۍ نورو هيوادونو ته صادرات او واردات کولی شي. ياد هوکړه ليک د دواړو هيوادونو لپاره خورا ګټور دی خو لکه څرنګه چې ياد هوکړه ليک د افغان سوداګرو د ستونزو د لمنځه  وړلو لپاره چې په سلګونو کانټينر مالونه به يي د کراچۍ او ګوادر په بندرونو کي ولاړ پاتي و؛ لاسليک شو؛ پاکستان له دغه هوکړه ليکه ډيری وخت سرغړونه کړې او د افغان سوداګرو پر مخ يې خپل بندرونه تړلي دي.
افغانستان ته په هوکړه کې د هندوستان شاملولو ګټه
که څه هم په ياد هوکړه ليک کې د هندوستان شاملولو سره ممکن پاکستان حساسيت وښايې ځکه چې دواړه هيوادونه يو و بل د خپلې وجودي فلسفې دښمنان بولي. او اوس چې يې فلسفي دښمن د هوکړه ليک يو برخه ګرځي نو طبيعي ده چې د پاکستان غبرګون به له ځان سره لري. پاکستان به د افغانستان د يادې غوښتنې په غبرګون کې په افغان سوداګرو بيلابيل فشارونه وارد کړي خو په ټوله کې په ياد هوکړه لیک کې د هندوستان شامليدل د افغانستان په ګټه دي. په دې مانا چې پاکستان تل د کابل ـ اسلام آباد د اړيکو د خړپړتيا پر مهال پر افغان سوداګرو د پاکستاني بندرونو د تړلو په وسيله په افغان حکومت فشار راوستی دی او اوس چې هندوستان د ياد تړون برخه ګرځي نو افغانستان به پر پاکستان د فشار بله آله هم ترلاسه کړي. په ياد هوکړه ليک کې افغانستان له هندوستان څخه د پاکستان د سياسي رقيب په توګه هم د ځان په ګټه کار اخيستلی شي.
څه کول په کار دي؟
لکه څرنګه چې پر پاکستان د اقتصادي ا تکا خلاصون، افغانستان د مرکزي اسيا د پوستون په ټکي بدلول او له څو لويو لارو سره د افغانستان تړل؛ د افغان ولسمشر مهم اقتصادي پلانونه دي؛ نو د دې لپاره چې ياد پلانونه يې عملي شي؛ افغان حکومت بايد هڅه وکړي چې پاکستان تر خپل او نړيوال فشار لاندې ونيسي. حکومت بايد هڅه وکړي چې پاکستان پر پاکستان د نړيوال فشار لپاره له هرې ممکنه وسيلې ګټه واخلي څو وکولای شي پاکستان په نړيوالو مخالفتونو بوخت وساتي او له دغې فرصته په ګټې اخيستنې افغانستان د مرکزي آسيا د نښلوونکي ټکي په توګه ثابت کړي.
لیکنه : خوشحال آصفي