موږ نور ملګري نه يو!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
دهمدې په هکله مې سوچ کاوه چې د شا له طرفه مې غوږ ته را ټيټه شوه، لنډې تورې زلفې يې زما په اوږه ښکته راتېرې شوې،ژر مې په غوږ لاس کېښود، ډاډه وم چې د معمول په شان په غوږ کې راته ناڅاپي کوووووو!!! کوي ،سره له دې چې څوځله مې ورته ويلي و چې د غوږونو پردې دې راته څېرې کړې خو دې به تل په خندا تېروله.


کله چې مې غوږ ته لاس ونيو دا همداسې په ملا ماته پاتې شوه،حيران يې کړم ځکه مخکې کله هم داسې نه و شوي که مابه په غوږ لاس هم کېښود نو دې به خپل عادت کاوه او يوه کریکه به یې په غوږ کې راته کوله.
په تعجب مې ور وکتل تازه يې اوښکې په اننګيو راښکته شوې،په بې ارادې اواز يې راته فقط همدومره وويل: ) زه اوته نور ملګري نه يو ( او روانه شوه.
رفيع الله روشن