مشري (رهبري) :دویمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: برایان ټریسي

ژباړه: امین پاچا

د مشرۍ (رهبرۍ) احساس

مشران (رهبران) تل د مشرۍ احساس کوي او همدا احساس د دې لامل ګرځي، څو ټول ولس (نر او ښځې) له دوی ملاتړ وکړي. په حقیقت کې موږ هر یو دا هیله لرو، چې لوی لوی کارونه تر سره کړو. مشران (رهبران) د دې وړتیا لري، څو زموږ احساسات او هیجان را وپاروي، دوی موږ ته د یوې ښې راتلونکې ډاډ را کوي، بناَ موږ هم د خپلو خوښیو پر لور حرکت کوو.

د یوه ښه مشر په توګه باید داسې موخې ولرئ، چې الهام لرونکې او هڅوونکې وي. یوازې هغه موخې کېدای شي اغېزناکې ثابتې شي، چې پاسنۍ دوه ځانګړنې ولري. معمولاَ خلک د پیسو لاسته رواړولو او یا هم د پیسو زیاتوالي ته ډېر نه خوشحاله کېږي، خو د یوه داسې کار په کولو سره چې خلک ورته اړتیا لري، ډېر د خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوي.

هڅه وکړئ، څو غوره و اوسئ

د یوه مشر (رهبر) په توګه که غواړی چې خوبونه مو په حقیقت واوړي، نو هڅه وکړئ چې تر ټولو ښه او غوره و اوسئ. همدغه موخه مو د خپل شخصي کاروبار او شرکت لپاره هم په پام کې ونیسئ. کوم کار چې کوئ داسې یې ترسره کړی، څو چې مو خپل رضایت نه وي تر لاسه کړی. په سوداګرۍ کې دا مفهوم له لاندنۍ پوښتنې سره ورته مانا لري:

« ستاسو محصولات او خدمات څه ارزښت لري؟»

کله مو چې خپل د پام وړ ارزښت وټاکه، ټوله انرژي مو په کار واچوئ، اخلاقي رویه مو سمه کړئ، څو ستاسو کار کوونکي او مدیران په دې برخه کې ښه او غوره عمل وکړي. هېڅکله نه شی کولی د ښه احساس خاوندان شئ، څو چې له ښو خلکو سره یو ځای نه شی او یا درته سپارل شوې دنده په ښه توګه سرته ونه رسوئ. ستاسو کاري اقدام باید داسې وي چې خلک یې د سرته رسولو وړتیا ولري.

موخه وټاکئ

خپلې موخې ته ژمنتیا، کار ته ارزښت ورکوي. د یوه انسان په توګه تر ټولو زیات اوبو، هوا او ډوډۍ ته اړ یاست. موږ باور ته اړتیا لرو، څو په ځان او نورو باور پیدا کړو. مشران (رهبران) داسې کسان دي چې زموږ د باور احساس را ژوندی کوي. هغوی زموږ په وجود کې د ارزښت احساس رامنځته کوي او یادونه کوي چې ارزښت تر بل هر کار راته مهم او اړین دی. د هغوی دا خبرې داسې مانا لري چې ګواکې موږ د دوی د بدن نه بېلېدونکي غړي یو او یوې موخې ته د رسېدو لپاره په ګډه هڅې کوو.

دا چې څنګه وکولی شو په خلکو کې د ارزښت احساس را ژوندی کړو، له لاندنیو څلورو لارو کار اخلو:

لومړنۍ لار د یو چا قدر او عزت دی. له هرې شېبې ګټه پورته کړئ او د شرکت له مخکښو او بریالیو کسانو څخه د زړه له کومې مننه وکړئ. هر کله چې تاسو د خپل شرکت له کار کوونکو مننه او کور ودانی کوی، په حقیقت کې هغوی ته د ارزښت احساس ورکوئ او همدا احساس د دې لامل ګرځي، څو هغوی خپل کار نور هم په ښه توګه تر سره کړي او دا درته په ډاګه کوي چې ستاسو باور پر دوی سم دی.

دویمه لار ټینګار کول دي. کله چې تاسو په یو چا ټینګار کوی، داسې احساس کوي، چې ګواکې د دوی شتون تاسو ته ډېر مهم دی. له هرې شېبې ګټه پورته کړئ او د هغه کسانو ستاینه وکړئ، چې په شرکت کې یې ښه پرمختګونه درلودل، تاسو ته یې ښه وړاندیزونه کړي وو او د شرکت په داخلي مسایلو یې ښه تفکر کړی و. دا ډول کور ودانی د دوی احساسات تر اغېز لاندې راولي او د دې لامل کېږي، څو د دوی د عزت نفس نور هم لوړ شي او داسې احساس وکړي چې ګواکې دی تاسو ته ډېر ارزښت لري. دا چې د شرکت کار کوونکي ستاسو دغه رښتینی احساس درک کړي، اړینه ده چې ډېر ژر له هغوی سره بیا ځلې ورته چلند وکړئ.

درېیمه لار ستاینه ده. په دوام داره توګه  هغه کسان چې پیاوړی استقامت او ښې ځانګړنې لري، په ظاهري څیزونو لکه جامې او همدارنګه د مقام په ورکولو سره وستایئ.

تر ټولو ښه لار چې کولی شي ستاسو د شرکت کار کوونکو ته د ارزښت احساس ورکړي، هغه ستاسو پاملرنه ده. که چېرې تاسو هغوی ته پاملرنه ونه کړی، نو هغوی هم خپل ځانونه ستاسو د سازمان یا شرکت د موخو په پار نه قرباني کوي. که چېرې هغوی یوازې ستاسو دستور ته په تمه ناست وي او هېڅ فرصت ورنه کړل شي چې له تاسو سره وګوري، نو هېڅلکه به دا احساس ونه کړي، چې ګواکې دی ستاسو په شرکت او یا هم خپله دنده کې مهم رول لري. موږ ته په کار ده چې د خپلو کار کوونکو خبرې په پوره غور او ښه نیت سره واورو، د هغوی خبرو ته ځانګړې پاملرنه ولرو، کوم وړاندیزونه چې دوی د خبرو پر مهال موږ ته کوي که موافقت هم ورسره ونه کړو، باید هغوی ته د خبرو کولو وخت ورکړو، څو هغوی داسې احساس وکړي، چې ګنې زما مالک زما خبرو ته ډېر درناوی لري.

موخه او لاسته راوړنې نه یوازې یوه شرکت یا سازمان ته، بلکې ټولو هغو کسانو ته چې په دغه شرکت کې کار کوي د روښنایۍ او پرمختګ لوری مشخصوي. یوه ښه موخه هغه ده، چې یو ګډ دلیل ولري او همدغه ګډ دلیل کولی شي د شرکت ټول کار کوونکي سره متحد کړي. د بېلګې په توګه (ای بي ام) شرکت، چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې یو تاریخي شرکت دی. د دې شرکت مهمه موخه دا ده چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته خدامات وړاندې کوي او بیا خپلو خدماتو ته ارزښت ورکوي. د دغه شرکت موخه کمیت نه ده، بلکې خپل کیفیت ته ډېره پاملرنه کوي. د شرکت ټول کار کوونکي د کیفیت په اړه فکر او یو له بل سره سلا مشورې کوي او دا د دې لامل ګرځي چې خپلې موخې ته لا وهڅول شي. هغوی باور لري چې مخکښ دي؛ ځکه په نړۍ کې هېڅ کوم بل شرکت د (ای بي ام) په څېر خپلو پیرېدونکو ته پاملرنه نه لري او نه هم د دوی په څېر خدمات وړاندې کولی شي. د دغه شرکت هر کار کوونکی هڅه کوي چې د خپلو پیرېدونکو پاملرنه او رضایت په لاس راوړي. دا کار د دې لامل کېږي، څو د شرکت ټول کار کوونکي د یوه ګډ دلیل په لرلو سره، سره متحد شي.

د یوه شرکت ټولې لاسته راوړنې په یوه پرېکړه لیک کې لیکل کېږي. دا پرېکړه لیک په روښانه توګه ټولو خلکو ته ښیي، چې ولې شرکت لومړی مقام خپل کړی او تر ټولو مهمه موخه یې څه ده. معمولاَ دا پرېکړه لیک تر ډېره په پېرېدونکو (مشتریانو) پورې اړوندېږي. یا په بله وینا ستاسو محصولات او خدمات څنګه کولی شي د یوه پېرېدونکي په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي. ښه بېلګه یې چاد هرلي دی، ده قصد درلود چې څنګه وکولی شي له خلکو سره داسې مرسته وکړي، څو د خپلو کورونو ویدیو ګانې له نورو سره هم شریکې کړي، همغه وو چې ده یوتیوب جوړ کړ؛ د چارلز شوپ موخه له خپل شرکت څخه دا وه، چې څنګه وکولی شي په مالي برخه کې تر ټولو ښه او لوړ خدمات وړاندې کړي؛ د ګوګل د بنسټ اېښودونکو، لوپیچ او سرګټی برین غوښتل چې څنګه وکولی شي د لټون (سېرچ) په برخه کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

ستاسو شرکت د څه لپاره جوړ شوی؟ څه موخه لري؟

د سوداګرۍ اصلي موخه

هر سوداګر مدېر یوه اصلي موخه لري او دا موخه تر هر څه ورته مهمه ده، هغه دا ده چې پېرېدونکي را جذب او هغوی ته ښه خدمتونه وړاندې کړي. سوداګریز مدېران په دې باور دي، چې پېرېدونکي د یوه شرکت هسته تشکیلوي. د بېلګې په توګه د نرد اس ترام شرکت مدېران، چې په پرله پسې توګه د خپلو پېرېدونکو (مشتریانو) په اړه فکر کوي. ای بي ام شرکت هم د پېرېدونکو په اړه ورته کړنلاره لري. همداسې دېری نور شرکتونه هم شته چې د پرېدونکو په اړه فکر کوي. کله چې د یوه شرکت ټول غړي د خپلو مشتریانو  د ارزښت په اړه همفکره او هم نظره وي او د شرکت موخه یوازې د پېرېدونکو رضایت او خپلول وي، بیا نو د دوی یووالی او اتحاد هم ډېر اسانه دی.

په حقیقت کې تاسو کولی شی، د یوه شرکت یا سازمان مدېریت په دېره اسانه توګه پر مخ یوسئ. کله چې تاسو په یوه شرکت کې د مدېر په توګه دنده پر مخ وړی، خپلو کار کوونکو ته پام وکړئ، چې له پېرېدونکو سره څه ډول چلند کوي. په یوه شرکت یا سازمان کې کار کوونکي د پېرېدونکو درناوی او له هغوی سره نېک چلند کوي. داسې چلند ورسره کوي، چې ګواکې پېرېدونکي د دوی ډېر نږدې دوستان او یا هم ډېر مهم کسان دي. دوی د پېرېدونکو اړیکه یوه مهمه پېښه ګڼي، د هغوی د ستونزې حل دوی ته لویه خوښي وربښي او کله چې پېرېدونکی له دوی سره اړیکه نیسي او د دوی له خدمتونو او محصولاتو خوښي څرګندوي، نو د شرکت د کار کوونکي ټول د بدن غړي په جوش راځي او د بریالیتوب احساس کوي.

ستاسو د شرکت غړي له پېرېدونکو سره څه ډول خبرې کوي؟

په یوه شرکت کې د ننه، یوه برخه بلې برخې ته خدمتونه رسوي. کوم څه چې تاسو د خپل مسولیت پر اساس په خپله برخه کې وړاندې کوی، داسې معنا لري لکه څنګه چې تاسو پېرېدونکو ته وړاندې کړي وي؛ ځکه په حقیقت کې تاسو یوې بلې برخې ته خدمتونه وړاندې کوی او هغوی کولی شي ستاسو له خدمتونو استفاده وکړي. د مدېرانو زیاتره تمرکز د پېرېدونکو په رضایت پورې تړلی دی.

که غواړی چې یو سوداګریز مدېر یا د یوه سوداګریز شرکت د یوې برخې مدېر جوړ شئ، باید په جدي توګه د سوداګرۍ او د هغه د اساسي موخو په اړه فکر وکړی.