صايمه فضلي
زړه هغه شیشه نده چې تر ماتېدو وروسته پتري و مومي،زړه هغه هډوکی ندی چې تر ماتېدو وروسته کوشېر واخلي او زړه هغه نیالګی ندی چې تر غوسولو وروسته لا دېرې څانګې ونيسي،بلکې زړه هغه هنداره ده چې په مازې ګرد اوګرم اسوېلي سره تتوالی خپلوي اويا په
ډېر کم لګېدو ختشه دار کېږي نونه بايد له زړه سره ماشومانه لوبې وشي.
هر زړه زانته عالم ) دنيا( لري او دغه دنيا بيا تر نورو هغو ډیر ه پاکه،سپېڅلی او حقيقي ده اوپه يوې ناسنجول شوې خبره او بې سنجشه کار له مجازي دنيا څخه پردی کېږي، پوهان وایی : ) له غرونو لوېدلی ښه دی نه له زړونو لوېدلی( که يوڅوک هرڅو لوی شې خو بیا هم د زړه لپاره ډېر کوچنی دی.
لويې،دبدبه،جاه او جلال د زړه مرال نه پورته کولی شي اونه يې هم ټيټولی شي زړه په پيسو او مادياتو نه خپلېږي بلکې زړه دی چې داهرڅه خپلوي، مينه،ښکلا،صداقت،امانت داری،متقابل احترام،زړه سوی،سله رحمي او درناوی د زړه له منابعو څخه شمېرل کېږي او د زړه دنيا له ظاهري ،نمایشی او ريايي عالمه ډیر هسک او چپ دی نو مه پرېږده چې لويې او غرور ستا سترګې د یوه غریب د زړه له عالمه پټې کړي اوپه یوې بې رحمې خبره د يوه بې وزله انسان د زړه د ماتولو کوشش وکړي.
څه ښه يې ويلي : که دې زړه وي د کعبې د جوړولو ـــــ د بې وزله انسان زړه جوړ کړه کعبه ده
که ته زړه لرې نو د زړونو له عالم سره مه اشنا کېږه،که ستا د عزت،ثروت،شوکت او بدایۍ ساتل زده وی نو زړنو ساتل هم زده کړه،که کوم څوک له یوه لوړ مقام څخه ولوېږي دومره ډېره د تاثر اوفکر خبره نده خو هڅه بايد وشي چې څوک د چا له زړه څخه ونه غورځېږي.
یاکه د حشمت او دبدبې له لوړ بام يا پالنګه پرېوځي دومره بده نده خو چه له زړنونو لوېدلی نه وی خدای جل جلاله دې نه کوی چې څوک د چا له زړه څخه ولوېږي نو د ميليونونو زړونو په منځ کې به ځان ګوښی او يواځې په نظر ورشي او بيابه له هېڅ يوه زړه سره هم اشنا نشي او که شې هم نو هیڅ ډاډ به پرې حاصل نکړي،بلکې لابه د پخواني هغه پسې لوڅې پوڅې کوي او د په لاس راوړلو انتظار به يې کوی خو هېڅ وخت به درسره نه وی.
نو مه ماتوئ د چا زړه ،او ترڅو چې مو په توان کې وي د هر چا زړه وساتۍ ،په ځانګړې توګه د یوه غريب،مظلوم او ځورېدلي زړه،هېڅکله هڅه مه کوئ چې څوک توهين کړئ،دچا د عزت لوټولو لپاره دغه په دُرشل پښه مه ږدۍ ،دبل چا د ناموس له سره د لوپټې د غورځولو اوسرتورولو تکل مه کوئ، داځکه چې داهرڅه پور وي او سبابه هرو مرو له تاسره همداسې کېږي.