لیکنه: امین پاچا
جکړې ځپلی افغانستان؛ له کلونو راهیسې زموږ هېواد په یوه نا پېژندل شوې جګړه کې ښکېل دی، چې په میلیونونو هېوادوال د دغه جګړې قرباني شوي او لا هم دا د وژنو لړۍ روانه ده. فخر افغان وایي، یووالی یو قوم او یو هېواد د سوکالۍ، ارامۍ او پرمختګ په لور
خوځوي، خو متاسفانه چې په افغانانو کې د یووالي هېڅ څرک نه شته، تل یې په خپلو کې سره وژلي، رټلي او قرباني کړی دي.
څه موده وړاندې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل، ورپسې د ملي امنیت اوسني رییس محمد معصوم ستانکزي او په دې وروستیو کې ګل اغا شېرزي د بلخ له سرپرست والي عطا محمد نور سره وکتل، چې دې لیدنو د ډېریو افغانانو په ځانګړې توګه د نبیل او ستانکزي د پلویانو احساسات را وپارول او په ټولنیزو سنیو کې ګڼو کسانو پرې خپل نظریات او له احساساتو ډکې نیوکې درلودې، خو هر څه داسې نه دي، موږ نه باید ژر او مخکې له مخکې پرېکړه وکړو. کېدای شي دا ډول لیدنې زموږ د ملي یووالي او له دغه ناخوالو څخه د خلاصون په پار یو نېک ګام شي.
تېره ورځ د بلخ همدغه سرپرست والي له یوې مخکښې سیاسي څېرې او د پوهنې وزارت له پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ سره د ده په کور کې ولیدل. عطا محمد نور چې د فاروق وردګ د ورور شهید انجینر شېرولي وردګ د شهادت له کبله راغلی و، خپل عمیق تاثرات یې ښاغلي وردګ ته وړاندې کړل او په دغه غم کې یې ځان ورسره شریک وګاڼه. نور د انجینر شېرولي وردګ میړینه نه یوازې د دوی د کورنۍ لپاره بلکې د ټولو افغانانو لپاره لویه ضایعه وګڼه او په تېرو پنځلسو کلونو کې یې د شهید شېرولي وردګ او دده د ورور کړنې وستایلې.
د دعا تر څنګ دواړو لوریو د هېواد پر امنیتي او سیاسي برخو هم خپل نظریات سره شریک کړل او یو بل ته یې ډاډ ورکړ چې ګران هېواد افغانستان به نور د پردیو لاس ته نه لوېږي او په دغه سنګر کې به په ګډه مبارزه کوي، نور به افغانان په ګډه د خپل هېواد څخه په پوره مېړانه ساتنه کوي. عطا محمد نور په نظام کې د هېواد د پیاوړي او ملي شخصیت هڅې وستایلې او له نظام سره یې د ده یو ځای کېدل هېواد په ګټه وبلل.
اوس راځم خپلې اصلي موضوع ته چې ولې یو شمېر افغانان دومره لنډ نظره دي؟ کله چې نبیل، ستانکزي او همدارنګه ګل اغا شېرزي له عطا محمد نور سره د ده په کور کې وکتل او د هېواد په روانو حالاتو یې خپل نظرونه سره شریک کړل، نو دا خو د هېواد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګنلی شو. تر کله به یو بل ونه شو زغملی، تر کله به یو بل ته په بد نظر ګورو، تر کله به یو د بل وینو ته ناست وو؟
زما په نظر په اوسنیو حالاتو کې تر ټولو مهم افغانانو ته ملي یووالی دی. پرته له ملي یووالي دغه ناخوالو ته موږ د پای ټکی نه شو ږدی، په کار ده یو بل وزغمو، یو بل ته متقابل احترام وکړو. که پرون پښتانه د عطا محمد نور کره ورتلل، نن همغه عطا محمد نور د یوه پښتون کره ورځي، نن همغه عطا محمد نور له یوه پښتون سره په درد کې ځآن شریک ګڼي.
نور راځئ افغانستان شموله فکر وکړو، راځئ د هېواد د ملي ګټو او ملی یووالي په اړه فکر وکړو، څو چې د باچا خان په پله پل برابر نه کړو، همدغه ناخوالې او دربدرۍ به مو په برخه وي.
زه د عطا محمد نور او د هېواد د پیاوړې سیاسي څېرې فاروق وردګ لیدنه په نېک پال نیسم او هیله من یم چې نور زموږ سیاسي مشران یو له بل سره ورته ناستې پاستې ولري، د هېواد پر حالاتو خپل نظرونه سره تبادله کړي، یو بل ته نېکې مشورې ورکړي، څو زموږ ګران هېواد له دغه ناخوالو او ورانیو را ووځي.
په پوره درنښت.