صايمه فضلي
خپلې ارادې نېکې او لوړې کړئ، د پليو کولو هڅه يې وکړئ، او دخپل ژوند لپآره موخې وټاکۍ،د ژوند د هر پړاو لپاره بېلابېل پلانونه جوړکړئ، او دهمدې پلانونو پر مټ مخکې ولاړشئ ،ځکه په دنيا کې پرته له ارادې اوحرکت هېڅ کوم کار نه کېږي بلکې د ارادې
ترڅنګ عمل او حرکت ته اړتيا ده هېڅکله له ستونزو مه ډارېګئ، ځکه ستونزې له يوه عادي شخص څخه د کار شخص جوړوي یانې د انسان روزنه کوي او دسبا ورزې د راتلونکيو ستونزو او مشکلاتو پر وړاندې دصبر او استقامت ډاډ او غښتلتيا ځواک ورکوي همدارنګه په ورځني ژوند کې له تيارو څخه مه وېرېږۍ ځکه تروګمۍستوري رڼوي اوتاسې هريو د خپل ځآن پېژندلو په صروت کې يو ستوری ياست.د تودوخې اوګرمۍ له دوپ نه هم مه وېرېږۍ ځکه دا د باران د ورېدو نښه وي اود باران له ورېدو ځکه مه وېرېږۍ چې دا د هوا د صفا کېدو نښه وي پر وچو دښتو او بېدياوو شنه لمن خوروي ،ونو اوبوټو ته اوبه ورکوي او دابادۍ د راتلو پيلامه او زېری وی،بس مټې را ونغاړۍ او دخپلې موخې دترلاسه کولو لپاره خپله وروستۍ هڅه وکړئ،که يوځل مات شوئ نو په سادګۍ سره ماته مه منۍ،بيا هڅه وکړئ،که بيآ پرېوتۍ نو بيا د پورته کېدو په هڅه کې شئ،ځکه دا مو د پياوړتيا په معنی ده.)هندي ناول ليکونکی(رابندرنات ټاګور د عزم اوهوډ يوه ډېره ښکلې بېلګه وړندې کوي هغه وايي،دماښام وخت و لمر پرېوته اود پرېوتو پر مهال يې داخبره وکړه :داسې څوک شته چې زما ځای ناستی شي . له يوې کوډلې څخه يوې بليدونکې تتې ډيوې ور غږ کړ چې هو زه به هڅه وکړم، هماغه و چې د لمر له پرېوتو وروسته هماغې وړوکې ډيوې د کور انګړ روښانه کړ.مطلب دا چې هرڅوک بايد دخپل وس په اندازه هڅه وکړي او پايله يې الله جل جلاله ته وسپاري، ځکه د ټولو کارونو پايله له الله جل جلاله سره وي، ستونزې د تل لپاره نه وي بلکې ستونزې انسان الله جل جلاله ته نږدې کوي نوپر الله توکل وکړئ او وېره او ډرا له زړه څخه وباسئ هوډ مو پياوړی کړئ هره ورځ نوی ګام پورته کړۍ لکه څنګه چې دکائناتو سردار حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم فرمايي:هلاک شول هغه کسان چې ددوی ورځې دکار کردګی له پلوه یو شان وی، یعنې نن يې تر پرونه ښه نه وي نو تاسې بايد ورځ په ورځ ښه لوري ته د تلو هڅه وکړئ، تر څو دنیا اواخرت کې پرې پښېمانه نشئ، که داسې وکړئ نو لرې نده چې ډېر ژر به د بريا اوراحت منزل ته ورس