لیکنه : خوشحال آصفي
د کابل په دهمزنګ کې د جنبش روشنايې پرونی لاريون د سلګونو هزاره هيوادوالو په ټپي کيدو او شهادت پایته ورسيد. د ورکړل شويو شميرو له مخې په بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان دي. د هزاره قوم هغه مشرانو چې د نظام برخه دي؛ د
لاريون له ترسره کيدو وړاندې د لاريون د لغوه کيدلو خبر وکړ خو د روشنايې غورځنګ په نوم څو تنو خودغرضو د اعلاميې په خپرولو سره له هزاره هيوادوالو وغوښتل چې په لاريون کې ګډون وکړي او لاريون به ترسره کيږي.
ځينې راپورونه وايې چې د افغانستان کشفي ارګانونو له دغه بريده خبر درلود او د روشنايې غورځنګ رهبرانو احمد بهزاد، داود ناجي، ذولفقار اميد، رحمان رحماني او نورو ته يې د بريد د احتمال په اړه خبرداری ورکړی و خو دوی د کشفي ارګانونو خبرداری؛ د دولت له لوري د دوی د لاريون د مخنيوی هڅه وبلله. سهار يې لاريون ترتيب کړ او د غرمې مهال د دهمزنګ څلور لارې ته ورسيدل. چې بلااخره څو ځانمرګي د ماسپښين د دوه بجو په شاوخوا يې د لاريون والو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه او په سلګونو کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې. طالبانو په بريد کې لاس رل رد کړي او داعش يې مسوليت منلی دی.
بريد که د هر چا لخوا او د هر چا په شعوري او لاشعوري غوښتنه ترسره شوی وي؛ ګټه ترې د افغان ولس دښمن ترلاسه کړه. خو پوښتنه دا ده چې د هزاره مشرانو لخوا د لاريون د لغوه کيدو د خبر، او د ځانمرګي د احتمالي بريد د ترسره کيدو اړوند د کشفي ارګانونو د خبرداري سره ـ سره ولې بيا هم لاريون په لاره اچول کيږي؟
آيا د روښنايې غورځنګ مشرانو د افغانستان ترينګلي امنيتي حالات، د وسله والو تهديد او د افغانانو د وژنې لپاره د استخباراتي کړيو کمين نه ليدلو چې په داسې شرایطو کې يې په دومره لويه کچه خلک سړکونو ته راباسل؟
آيا په لاريون کې د احمد بهزاد، داود ناجي، ذولفقار اميد، رحمان رحماني او نورو مشرانو اولادونو او د کورنۍ غړو ګډون کړی و؟ آيا دوی ته په کې زيان واوښتو او که عام هزاره افغانان د ځانمرګي ښکار شول؟
آيا اوس به د روښنايې غورځنګ مشران هغو هزاره افغانانو څه ځواب ورکوي چې د کورنۍ غړي يې په لاريون کې له لاسه ورکړل او يا نيم ژواندي پاتی شول؟
آيا د روښنايې غورځنګ مشران په دې پوهيږي چې په پروني لاريون کې د هزاره افغانانو وينه؛ د باميانو له لارې د بريښنا پايو له نصبولو ډير ازرښت لري؟
د روښنايې غورځنګ مشران بايد دغو ټولو پوښتنو ته روښانه ځواب ورکړي. دا سمه ده چې په افغانستان کې استخباراتي جګړه روانه ده، زمونږ دښمنان ډیر دي او د افغانانو د وژلو لپاره بيلابيلې ډلې فعاليت کوي، خو په اوسنيو شرايطو کې چې آن په کورونو کې دننه سرونه خوندي نه دي؛ دغه ډول لاريون ترسره کول او بيا د احتمالي بريد اړوند د امنيتي او کشفي ارګانونو خبرداری ناديده نيول؛ د دې معنا ورکوي چې د روښنايې غورځنګ مشرانو بيګناه هزاره افغانان د دښمن خولې ته برابر کړل. هزاره افغانان بايد نور خپل دوست او دښمن وپيژني، دوی بايد پوه شي چې څوک د دوی له سپيڅلو احساساتو توره ګټه اخلي. دوی بايد لکه څرنګه چې يې د باميانو له لارې د بريښنا ستنو د نصبولو لپاره لاريونونه کول؛ د خپل کورني دښمن د علني محاکمې لپاره هم مبارزه وکړي او معلوم کړي چې څوک دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره سپر ګرځوي.
همدارنګ حکومت ته په کار ده چې دا قضيه د پيښې په غندلو او کنفرانس ورکولو پایته ونه رسوي. حکومت بايد ولس ته هغه منحوسې څېرې په ډاګه کړي چې د ولس له احساساتو د خپل بيروني بادار لپاره ګټه پورته کوي. حکومت بايد په دغه خونړۍ پيښه کې پټ دخيل تور لاسونه بربنډ او د خپل عمل په سزا ورسوي.
لیکنه : خوشحال آصفي