د آنتون چېخوف لیکنه
د عبدالملک پرهیز ژباړه
د مېلمستون په خونه کې چې د دېوال کاغذ يې د آسمان په رنګ ؤ ، یوه پېغله انجلۍ او یو زلمی ځوان لکه د دوه زړه بایللو مینانو څېر ناست ول.
ښکلي ځوان، د پېغلې انجلې مخې ته په ګونډو ناست ؤ او قسمونه يې خوړل!
- ګرانې بې له تا ژوند کولی نه شم ! قسم خورم دا بېخي رښتیا خبره ده!
او په داسې حال کې چې په ډېرې سختۍ سره يې ساه اخیستله دوام ورکړ:
- له کومې شېبې چې مې ته ليدلې يې خپله آرامي مې د لاسه ورکړې! ګرانې خبرې وکړئ ... ګرانې ... هو او که نه ؟
ځوانې انجلې غوښتل خپله خوله پرانیزي څو ځواب ورکړي خو په دغه شیبه کې ، د خونې ور لږ شان خلاص شو او د انجلۍ ورور د ور له درزه څخه غږ کړ:
- لي لي لږه شیبه مهرباني وکړه بهر را وځه !
لي لي له وره ووتله او پوښتنه يې وکړه؟
ـ څه غواړې ووايې؟
ـ ګرانې ، بښنه غواړم چې ستاسې مزاحم شوم خو ... زه ستا ورور یم او د ورورولۍ سپېڅلې دنده حکم کوي څو تا خبره کړم چې پام ساته او احتیاط له لاسه ور نه کړې ...
دا هلک خوشې لچک دی! احتیاط کوه ... او خپلو خبرو ته پام ساته... لازمه نه ده له هغه سره د هرڅه په هکله خبرې وکړې.
- هغه همدا اوس ماته د واده وړانديز وکړ!
- ما د هغه وړانديز ته هو نه دی ویلی... هو دا ته يې چې باید پرېکړه وکړې ، نه زه ... ان که له هغه سره واده ته هم جمتو يې خو بیا هم خپلو خبرو ته پام ساته. .. زه دا سړی ډېره ښه پېژنم ... د دنیا د ټيټ فطرته کسانو څخه یو همدا دی! همدومره بس دی چې یوه خبره دې له خولې را ووځي بیا وخته يې رپوت ورکړی وي...
پېغله انجلۍ د مېلمنو خونې ته ستنه شوه . د ځوان سړي غوښتنې ته د هغې ځواب «هو» ؤ . یو ساعت د یوبل تر خوا کېناستل ، مچې مچکې پیل شوې ، یو بل يې په غېږه کې ونیول او قسمونه يې وخوړل خو ... خو ځوانې انجلې ، بې احتیاطي له لاسه ور نه کړه : د مينې او محبت پرته یوه خبره يې هم له خولې را و نه وتله.