صايمه فضلي
په نړۍ کې هره مېشته ټولنه او محيط له درې قشرونوکوچنيانو، ځوانانو او زړو خلکو څخه جوړه شوې ده، هریو يې په خپل ځای ډېر ازښت لري،همدا ماشومان د سبا ورځې والدين دي،هغوی سمې او سالمې روزنې ته اړتيا لري دغه کوچنيان د خامې يا اومې اوسپنې په شان
دي، هره بڼه چې مو زړه وي ورکولای يې شو ياپه بله معنی دوی د يوه مستقيم خط په مثال دي چې لا مو دپنسل نوکه په کاغذ ايښي وي اودپای نقطې ته مو نه وي رسولې که په دې وخت کې مو پنسل په هره خوا کوږ کړ نو هرو مرو به راسره منډه اخلي یعني په هره خوا يې وړلی شو او جلب يې زموږ په لاس کې دی،نو همدا شان که د کوچنيو ماشومانو روزنه او پالنه په سمه توګه وشي نو لرې نده چې سبا مو په ټولنه کې په سالمه توګه استازيتوب وکړي،ددې ترڅنګ ويلی شو چې ماشومان ګلونوته ورته دي،که چېرې يوماليار د بڼ سمه پالنه وکړي او د ګلانو شاوخوا ته نور ضرري بوټي اوګياوې پرې نږدي نو ګلونه په سمه توګه وده کوي او د ماحول او چاپېريال د ښکلا باعث کېږي.
پېغلې او ځوانان د مټو ،فکر اوعمل وړتيا ،ځواک او انرژي لري ا و دغه پراهميته قشر د یوې ټولنې دملا تېر جوړوي که سم وروزل شي د ټولنې ښه معماران به وي اوکه پام ورته ونه شي نو کېدای شي، دټولنې دغه د ملا تېر کوږ کوشېر شي او د ټولنې بنسټونه ونړوي،چې ددې پايلې بيا سرساموونکې او له مهار کولو څخه وتلې اوغېرې ممکنې وي.
دمشرانو او زړو خلکو تر شا ډېرې تجربې او د ژوند ډېرې خوږې اوترخې پرېښي دي هغوی د درناوی اواحترام وړ دي، يعنې دوی د ټولنې په جوړښت کې له پېغلو اوځوانانو سره د خپل تېر ژوند تجربې او خوږې ترخې شريکوي چې ځوان نسل يې په مثبتو ټکو فکر کوي او په خپل ژوند کې يې په عملي توګه تر تعقيب لاندې نيسي نو داپه دې معنی چې همدا ځوانان او پېغلې دي چې د ټولنې جوړښت ساتي،بايد سم وروزل شي د هرڅه ارزښت او اهميت ورته په ګوته شي او د خپلو مسؤوليتونو او ورسپارل شويو دندو په هر اړخيز اهميت يې وپوهوي،ترڅو وکړای شي په راتلونکي ژوند کې دې جوړښت ته په اداري ډول وګوري اوخپل مسؤوليت ته سينه ورکړي اود يوه با مسؤوليته ځوان نسل د رامنځته کولو لپاره لا له هماغه کوچنيوالي پر دې ټکي پوهېدل اړين دی چې ماشومتوب څخه د هغوی سمې اورغنده روزنې ته پام وشي .