سرلوڅ مرادزی
په ترکیه کې د هغه هېواد د پوځ لخوا کودتاوې لکه د پاکستاني پوځ پشان، د دولتي واک د بدلون لپاره یو زوړ او ناوړه دود دی او څرګندوي هغه ټولنه چې د عدالت او مدنیت په ریښتینو ستنو نه وي ولاړه، هلته د داسې شخړو پېښېدل او د دیموکراسۍ مخالفو تګلارو ته بیا بیا ستنېدل او په شاتګ طبیعي ګڼل کیږي. همدارنګه کودتا وښوده چې په ترکیه کې دیموکراسي څونه کمزورې او رژنده ده!
بلخوا لکه څنګه چې ورته مخکې اشاره وشوه، د پرنسیب له مخې د کودتاوو په مټ د حکومت او نظام بدلون، نن سبا مدني او دیموکراتیکه تګلار نه ګڼل کیږي او نه ښای داسې تګلار دود او وپالل شي، خو کله کله یو حکومت که څه هم د ټولټاکنو له مخې واک ته رسیدلې وي، د ټولټاکنو په مهال ولس سره د خپلو کړو ژمنو په وړاندې دریږي او ولس ته د امن پرځای ناامني، د ښېګڼې او سوکالۍ پرځای بدمرغي، د مختګ پرځای شاتګ او هېوادونو سره د ښو اړیکو پرځای؛ بدګماني، تربګني ، دښمني او ګوښه توب ور په برخه کوي. په داسې حالاتو کې ولس او مختګ پالو ځواکونو ته سختیږي چې د حکومت قانوني دورې ته صبر وکړي، د زغم کاسه يي نسکوریږي او په اصطلاح چې په تنګ شي نو په جنګ شي!
که څه هم د اردوغان حکومت د ټولټاکنو په مټ راغلی، خو د ترکیي ولس او بلخوا د اردوغان حکومت نن سبا په همداسې یو کړکېچ کې ښکېل لېدل کیږي.
دا کودتا که ترکیه کې د هرځواک لخوا وي او یا خپله پکې لکه چې ویل کیږي د اردوغان د حکومت لاس وي، د دې پخلی کوي چې د اردوغان حکومت د ترکیي د ولس، سیمې او نړۍ په اړه د ترکیي د تېرو حکومتونو ترسیم شوی تګلار پریښي او خپل دودیز سیکولرسیاست ته چې د اتاتورک له مهال راهیسې ترکیه کې دود وو، شا اړولې. اردوغان واک ته په رسېدو سره د سیمې هېوادو په کورنیو چارو کې يي لاسوهنې پیل کړې، له داعش سره يي یارانه ټینګه کړه، په سوریه کې يي د بشر الاسد د حکومت په وړاندې د ښه ګاونډیتوب سیاست پریښود او د ښکاره لاسوهني پالیسې يي غوره کړه. د عراق د حکومت د ارادې په خلاف يي په هغه هېواد کې بمبارۍ وکړې، په کور دننه او ګاونډ کې يي د کردانو په وړاندې د توکمپالنې او ټولوژنې لار خپله کړه. د سیمې بل زبرځواک روسيي ته يي لاس واچاوه او د هغه هېواد یوه الوتکه يي نسکوره کړه، چې وروسته يي د خپل دې ناوړه عمل په اړه له روسيي بخښنه وغوښته او په پای کې يي بیا د عثماني ترکيي خوبونه ولېدل چې د اوس وخت او شرایطو سره هیڅ اړخ نه لګوي!
د اردوغان حکومت په لنډ وخت کې د ترکيي ولس، سیمه او نړۍ پرځان بدګمانه کړه او ترکیي ته يي درانه سیاسي او مالي تاوانونه ورسول او ترکیه يي په سیمه او نړۍ کې ګوښه کړه!
په اروپا کې يي د ترکيي د غړیتوب هیلې په اوبو لاهو کړي او ترکیه يي پخپل محور ښکېل او لا هېره او ګوښه کړه.
بیځایه نه ده چې د داسې سیاستونو په لامل د سیمې سخت دریځي مذهبي ګروپونه او تنظیمونه اردوغان ته شاباسی ورکوي او د هغه د داسې ناوړه سیاستونو ستاینه او ملاتړ کوي او پیغامونه ورته لیږي چې یوه بېلګه يی زموږ له هېواده هم لېدل کېدای شي( لکه اردوغان ته د حکمتیار پیغام)!
حکمتیار اردوغان ته د خپل پیغام په یوه برخه کې افغانان په غوږ وهي او ورته وايی«زه پر خپل ولس هم غږ كوم چي راشئ د پرديو او د هغوى د ذليلو او سپكو غلامانو د واكمنۍ پاى ته رسولو لپاره د خپلو تركي وروڼو لار غوره كړئ، يقيناً چي زما په سرلوړي ولس كي دا همت شته، په څلورو لسيزو كي ئې له دوو سترو زبرځواكونو سره ډغري ووهلې، كه تصميم ونيسي او د باهمته تركانو په څېر سړكونو ته راووځي هم به اشغال پاى ته ورسوي، هم به د اشغالگرانو په لاس تپل شوى مزدور حكومت نسكور كړي»
هغه افغان حکومت چې اسلامي ګوند يی په ترکیب کې پراخ ګډون لري او حکمیار غواړي له دې حکومت سره سوله هم وکړي!
دلته ګورو کله چې د نړیوال اخوانیزم ګټې وړاندې کیږي، ملي ګټې په بډه وهل کیږي او د تل پشان له پامه غورځیږي!
البته دلته له حکمتیار سربېره ځیني نور ښاغلي هم شته « کور خود بینایی مردم» چې اردوغان سره په خواخوږۍ کې يي خپلې ملي دندې او ګټې هېرې کړې او په پردي اټن کې څڼې غورځوي!
اوس به دا کودتا د اردوغان اخوانیانو ته فرصت په لاس ورکړي چې په ټولنه او دولت کې خپل ټول مخالفین او په بله پلمه، سیکولر ځواکونه ګوښه او وټکوي، ترڅو لار د خپل پان ترکیزم او اخوانیزم لپاره هواره کړي!
د اردوغان ډلګۍ به ترکیه اړباسي چې د اتاتورک سیکولر سیاست پریږدي او د اردوغان اخوانیزم ته غاړه کیږدي.
په دې لامل د سیمې اخوانیان د مصر د مرسي پرځای، نن د اردوغان ناکردو ته له خوښۍ په جامو کې نه ځاییږي او ورته ځانګړې تمه لري.
اوس به په جوماتونو او رسنیو کې د اردوغان وطني او سیمه یز لارویان په غومبر د ولسونو غوږونه کاڼه کړي!
که په پوځ او ټولنه کې چاڼ چې سیاسي او ایډیولوژیک رنګ لري، ادامه پیدا کړي او په مصر کې د مرسي او د هغه د پلویانو غچ د ترکيې له خلکو واخیستل شي، ترکیه به د کورنۍ جګړې په لور ټېل وهي!
د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۷ مه
سرلوڅ مرادزی