پاکستان د خپل عمل په سزا ورسوئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه : خوشحال آصفي
که څه هم په وروستيو کې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان په خلاف دريځ غوره کړی دی او وخت ناوخت په کور دننه او بهر په غونډو او کنفرانسونو کې پرې نيوکې کوي؛ خو په لومړيو کې یې د ملي يووالي حکومت له جوړيدو سره سم له پاکستان سره اړيکې د پخوا

په پرتله خوږې کړې او ډیر ورته نیږدې شو. د خپل ښه نيت له امله چې غوښتل يې پاکستان سره په ښو اړيکو درلودو سره به نوموړی هيواد قانع کړې څو په افغان سوله کې مرسته وکړي او طالبان به د مذاکرو ميز ته کينوي؛ پاکستان ته په يو طرفه امتياز قايل شو. پاکستان يې هم په مقابل کې نمايشي اقدامات وکړل او د رښتونې همکارۍ ټټر يې وواهه خو کله چې ددې هیواد په دوه مخۍ پوه شو، نو بیا یې په مقابل کې ودريد او د رسنیو له لارې په لویو غونډو کې د پاکستان منافقانه دریځ ته ګوته ونیوه. وروستۍ بيلګه يې په وارسا کې په څرګندو ټکو د پاکستان دوه مخي سياست ته ګوته نيول دي چې ويلي يې دي، د پاکستان په وسیله د سولې لپاره د افغانستان هڅې ناکامې شوي ځکه چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپیر کوي.
سربيره پر دي چې پاکستان له جوړيدو سره سم د افغانستان بربادۍ ته ملا تړلې ده او هر وخت چې يې فرصت تر لاسه کړی دی؛ په هر حکومت کې يې په افغان وژنه او افغان بربادونه سرپه نه ده کړې؛ اوس د ملي يووالي حکومت له جوړيدو سره سم يې په افغانستان کې حساسيت پاروونکي تحرکات پيل کړي دي. کله په سرحدي سيمو کې پوځي تاسيسات جوړوي، که افغان خاورې ته داخليږي، کله د ډيورنډ فرضي کرښي ته د رسميت ورکولو لپاره په تورخم کې دروازه جوړوي، کله په پاکستان کې افغان کډوال په بيلابيلو پلمو ځوروي، کله د پاکستان په بندرونو کې د افغان سوداګرو تجارتي مالونو موټرې بندوي، کله د خپلو ډالر خورو او د آی ايس آی روزونکو ملايانو او مفتيانو په وسيله افغان وژنې ته جواز ورکوي او ...
سره له دې چې دغه هيواد له کلونو راهيسې د افغانستان په بربادۍ کې لاس لري؛ کلونه کيږي چې په پاکستان کې ترهګر خوندي پناه ځايونه لري، د پاکستان مدرسې د ترهګرو ځالې دي، په کراچۍ او  اسلام آباد کې د طالبانو هر نوي مشر لپاره د بیعت غونډې جوړيږي، کلونه کيږي چې دغه هيواد د ترهګرو سره د مبارزې په نوم له نړيوالو په ميلونونو پيسي ډالر اخلي خو په همدغو پيسو بيرته ترهګر روزي او تمويلوي؛ خو متاسفانه تر اوسه کوم افغان حکومت د دغې منافق هيواد څخه له کره اسنادو سره په رسمي او مکتوبي شکل د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نړيوالې ټولنې ته شکايت نه دی کړی. دلته ولس ته پوښتنې پيدا کيږي چې افغان حکومتونو تر اوسه ولې په رسمي مکتوبي شکل له پاکستانه شکايت نه دی کړی؟ آيا ستونزه په ضعيف مديريت کې ده او که افغان حکومتونه د پاکستان په خلاف کره شواهد نه لري؟
پاکستان نه يوازې په افغانستان کې ورانکارې کړنې ترسره کوي بلکې ټولې سيمې او نړۍ ته ترهګر روزي او استوي يې. همدا څو ورځې وړاندې هم په مکه معظمه کې خونړی بريد پاکستاني تبعه ترسره کړ، د سعودي حکومت بيا د دې بريدونو په تړاو ۱۲ تنه نور شکمن پاکستانيان هم ونيول، همداشان څو ورځې وړاندې یو پاکستانی وګړی په جرمني کې ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو.‌ بله خوا د هسپانیا پولیسو هم خبر ورکړی دی چې د هېواد په شمالي ښار لیدا کې یې درې تنه پاکستاني وګړي له داعش او نورو سخت دریځو سره د تړاو په تور نیولي دي چې په یوه کور کې اوسېدل او د انټرنټ له لارې یې د داعش په پلوۍ تبلیغات کول. یعنې په ټوله کې ويلای شو چې پاکستان هغه هيواد دی چې ټولې نړۍ ته يې د ترهګرۍ اور ورته کړی دی او د ټولۍ نړۍ لپاره په يو سرخوږي بدل شوی دی.
فلهذا د افغان حکومت په شمول د نړۍ ټولو هغو هيوادونو ته چې د پاکستاني ترهګرو قرباني شوي دي او يا قرباني کيدونکي دي؛ په کار ده چې ټول په يوه خوله او يو غږ د پاکستان خلاف غږ اوچت کړي او د خپلو کړو اعمالو په سزا يې ورسوي. ترهګرۍ قرباني دغه ټول هيوادونه باید د پاکستان خلاف اسناد او شواهد راټول کړي، ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته قناعت ورکړي، په لوېدیځ کې عامه ذهینت قانع کړي او د نړۍ هېوادونه هم قانع کړي چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او باید د دي په بدل کې سزا ورکړل شي. همداراز هغه هيوادونه چې په کلني ډول دغې هيواد ته د ترهګر د ځپلو په نوم او يا د ترهګرو د قرباني هيواد په نوم پيسې او مرستې ورکوي؛ بايد په خپلو مرستو له سره غور وکړي او په دې بايد پوه شي چې د ترهګرو ملاتړ کوونکي سره مرسته کول؛ ترهګرۍ ته وده  ورکول دي. اوس وخت د دې را رسيدلی دی چې د پاکستان په خلاف نړيواله مبارزه وشي څو دغه هيواد د ترهګرو له روزني او ملاتړه لاس واخلي او که لاس نه اخلي نو بايد منزوي شي.

لیکنه : خوشحال آصفي