صايمه فضلي
د افغانستان په اوسني سياسي او اجتماعي حالت کې د افغان مېرمنو پر مخ پرتې ستونزې او ننګونې هغه څه دي چې دا قشر يې له پرمختګ څخه وروسته تګ ته مجبور کړی دی هغه دادی چې د افغانستان په ډېرو سيموکې په نجونو زده کړې کول يو لوی شرم او عار ګڼل کېږي خو په همدې مېرمنو اونجونو بيا دکورنۍ لپاره نفقه ګټل کېږي چې دا اصلاً دنارينه وو مسؤوليت اومکلفيت دی.
خو تر نورو ډېر بيا په پښتون مېشتو سيمو او لاياتوکې د نجونو په زده کړو د بنديز پابندي ډېره زياته ده،که په حقيقت سترګې پټې نشي او هرڅه په روښانه توګه وويل شي نو په پښتون مېشته سيمو کې د نجلۍ په بدو کې ورکول شرم اوعار ندی، جبري او له وخت څخه دمخه ودونه شرم او عار ندی، په نجونو اوميرمنو درانه کارونه او هغوی له کوره کروندو او غرونو ته لېږل شرم او عار ندی،په هغوی مزدوری کول،د نورو خلکوغلامانې جوړول شرم او عار ندی خوکه ښوونخي ته ولاړه دا بیا لوی شرم اوعار دی،همدا اوس موږ دسي سيمې هم لرو چې اوسېدونکې مېرمنې يې په داسې حال کې له کوره بهر وځي چې تي خوری ماشوم يې په شا پورې تړلی وي او دابه په سره ګرمۍ او يخ ژمی کې په کروندوکې کارونه کوي اوکله چې خپل کورته راګرځي نو د وښو اويا خصو غټ پنډ به يې هم په سر ايښی وی دا هرڅه زموږ افغانانوته شرم نه ښکاری،خوکه لوريې،دخدای پاک کتاب ياد کړ،داشرم دی،که لور يې لمونځ په سمه توګه یاد کړ دا شرم دی اوکه لور يې د اسلاميت اوانسانيت په تعريف او امورو په سمه توګه پوه شوه دا لوی شرم دی.
همدا اوس په ختيځو ولايتونو کې د ښځو په وړاندې اوسنی روان وضعيت د نورو ولایتونو او ښارونو په پرتله ځوځله کړکېچن دی، د هر وګړي په زړه کې نا امني او وېرې ځای نيولی ،هېڅ وګړی نشي کولای چې په ارام زړه او خونديتوب سره د کار ساحې ته ولاړ شي هغه څه چې زموږ د پرمختګ مخه ډپ کوي نا امني ده په افغانستانکې اوسنۍ روانې جګړې وګړي پر کارونو او مسؤولیتونو او په ځانګړې توګه د مېرمنو په ژوند اوکار ډېرې بدې اغېزې پرې ايښې دي.
په هغو سيمو کې چې مېرمنو اونجونو ته پکې د نورو ځایونو په تناسب د تعليم او کار کولو اجاره ورکول کېږي، نجونې او مېرمنې اکثره وختونه د دولت د مخالفينو له لوري تحديد او ګواښل کېږي اجازه نه ورکول کېږي چې تر څو خپل کاري فعاليتونه ورځنۍ چاري او آن دا چې خپلې زده کړې په سمه توګه مخته یوسی، او بله اساسی موضوع او ستونزه چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده هغه داده لکه په پورته کرښوکې مو چې هم ورته اشاره وکړه، په لرې کليوالو سيمو کې پر مېرمنو او نجونو درانه او کارونه کېږي او له کورڅخه بهر وېستل کېږي خو ښوونځي ته دتللو اجازه څوک نه ورکوي، داپه داسې حال کې ده چې ددې مېرمنو او نجونو په کورونوکې نارينه او هغه څوک هم وي چې د کار کولو توان اوځواک لري خو بيا هم خپله لور اوخور دنفقې دګټلو د وسيلې په توګه استعمالوي.
د مېرمنو له شتون پرته يوملت بريالی کېدای نشی، دملت د نن ورځې لاسته راوړې د ښځزو د سرښندنو پايله ده په افغانستان کې د تېرو څو کلنو پرله پسې بهرنيو او کورنيو جګړو له امله ښځو ډېئرې ستونې و ګاللې او لا هم ورسره اخته دی خوپه هر حالت کې يې له خپلو ناريڼه وو سره اوږه په اوږه ګام ايښی دی او دهغوی روحيه يې پياوړې کړې ده، افغان مېرمنو دتاريخ په اوږدو کې دعالمانو،شاعرانو، ليکوالان او مدني فعالانو رول لوبولی دی، سره له دي چې زموږ افغاني ټولنه له ډېرو ننګونو او ګواښونو سره مخ ده خو بيا هم په همدې حال کې د افغانستان د اوسنۍ دولتي ادارې په مرکزي نقطو اوښارونو کې،ډېری مېرمنې او نجونوې په دولتي اوغير دولتي ادارو کې په دندو بوختې دي،چې د ځينو ارقامو له مخکې موږ همداوس د ملي وحدت حکومت په کابينه کې څلور ښځې وزيرانې،څلور سفيرانې،۲۵۰قاضيانې اوپه سلګونو پوليسې لرو، ددې ترڅنګ د سولې په عالي شورا کې هم مېرمنې شته چې دابه په هېواد کې دسولې په راستلوکې ډېره او غېزمنه ونډه ولري.