د تورخم په اړه د ځینو ګوندونو نه غبرګون او د ولس غوسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امین پاچا 

جګړه ځپلی افغانستان؛ هغه هېواد چې له کلونو راهیسې کورنیو جګړو ځپلی دی او لا هم دغه جګړه روانه ده. دغه جګړه په سیمې او نړۍ د خپلو ګټو په پار پر افغان ولس تپلې، په دې کورنۍ جګړه کې له ورایه ښکاري چې دا کار د افغانانو نه دی، دا د پردیو په لاس جوړه هغه

دسیسه ده چې خپلو موخو ته د رسېدو په پار یې زموږ پر خوار ولس تپلې ده.
د دې جګړې قرباني یوازې افغان ولس دی، هغه کسان چې د حکومت یا کومې ډلې ټپلې په راس کې دي، د هغوی مال، ننګ، ناموس او هر څه خوندي دي؛ هغوی له عام ولس څخه په استفادې د پردیو ګټو ته ژمن دي، پردیو استخباراتي کړیو دوی د خپلو ګټو په پار ګومارلي او له دوی څخه په استفادې، غواړي په سیمه کې خپلو موخو ته ورسېږي. غواړم د څو نامتو ډلو ټپلو یادونه او نومونه یاد کړم:
 جمعیت، حزب، وحدت، جنبش، اتحاد، حرکت، نجات او داسې نور ګوندونو افغانستان له ورته ناخوالو سره مخامخ کړی و، دی او لا هم روان دي. دغو ګوندونو له وخت سره سم د هېواد په ورانولو او ویجاړولو کې پوره ونډه اخیستې، کورنۍ جګړې تل دوی تودې ساتلې، عام ولس تل د دوی د ناوړه دسیسو ښکار شوی، د پردیو ګټې تل دوی پاللې دي او په ټوله کې پردیو لاسوهنو ته دوی زمینه برابره کړې ده. باچا خان وایي: (یوه ډله چې هر څومره زوروره شي، خو چې یووالی ونه لري د یوه واړه خنډ پر وړاندې به هم مبارزه ونه شي کړی). په افغانانو کې د یووالي څرک ډېر کم تر سترګو کېږي، په ۹۰یمو کلونو کې کورنیو جګړو افغانستان له خاورو سره خاورې کړ، له دې جګړو ولس ډېرې ناوړه خاطرې لري؛ په دې جګړو کې په لکونو افغانان قرباني شول، په زرګونو هېوادوال له هېواده په تېښته شول، چا کورونه چور شول او د چا مالونه.
په دې وروستیو کې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواګونو تر منځ نښته وشوه. لامل یې دا و چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي او افغان ځواکونو یې مخه ونیوه چې بلاخره نظامي نښته رامنځته شوه. تر درېیو څلورو وروځو جګړې وروسته دواړو لورو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل، د افغان لوري دری پوله ساتي ځواکونه شهیدان او شل نور ټپیان شول، خو ویل کېږي چې پاکستاني لوري ته تر افغان لوري زیات تلفات اوښتي، د یوه لوی جګړن په ګډون یې ګڼ نور پوځیان وژل شوي.
اوس پوښتنه دا ده چې پرته له ځینو مشرانو چې هغه هم زیاتره پښتانه وو، نورو قومونو ولې د تورخم په اړه خپل دریځ روښانه نه کړ؟
ولس په دې باور دی چې یو شمېر قومونه ځکه نه غواړي چې د تورخم په اړه خپل دریځ روښانه کړي چې که د هغه لوري پښتانه سره یو شي نو د دوی ګټو ته به تر ډېره بریده زیان ورسېږي. دوی فکر کوي چې که د هغه لوري پښتانه سره یو ځای شي، نو بیا نه په ټاکنو کې بریالي کېدای شي او نه هم خپلې شخصي ګټې خوندي کولی شي. د بلخ والي عطا محمد نور چې په پرله پسې توګه یې پاکستان د افغانستان په چارو او نا امنیو کې په لاس وهنه تورن کړی، د دې پېښې په اړه هېڅ غبرګون ونه ښود. همدارنګه محمد محقق، کریم خلیلي، امرالله صالح او ګڼو نورو مشرانو په تورخم کې د رامنځته شوې معضلې په اړه غبرګون ونه ښود. د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم هم له وخت سره سم غبرګون ونه ښود، خو پرون یې د یادې پېښې په اړه خپل دریځ روښانه کړ. دوستم پر ټول افغان ولس غږ وکړ چې سره یو شي او د پاکستان پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع وکړي، ده وویل پرې به نه ږدم چې پاکستان یوه لوېشت خاوره هم رانه ونیسي.