په کابل کې وروستۍ جنایي پېښې او پر وړاندې یې د حکومت مسولیت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: امین پاچا
 دښمن د لستوڼي مار دی او دا مار د څو لسیزو را په دې خوا د افغان ولس په لستوڼي کې پروت دی، هر کله یې چې زړه وي نېش پرې ټینګوي او ژوند ترې اخلي. دغه دښمن په خپل کور کې د پردیو د ګټو په پار خپل ورور وژني؛ دا دښمن پردی دی، د پردیو ګټو لپاره په کار ګومارل شوی، تر خپلو ملي ګتو پردیو ګټو ته لومړیتوب ورکوي او همدا لامل دی چې له څو لسیزو را په دې خوا په یوه پردۍ جګړه کې ښکېل یو.


زموږ بدمرغي دلته ده چې موږ خپله په حکومت کې یو شمېر پرديپالو او د پردیو ګټو ژمنو کسانو ته ونډه ورکړې ده، زموږ ډېری امنیتي ادارې د داسې کسانو له لوري اداره کېږي چې هغوی خپله په یو شمېر پېښو کې لاس لري. دوی د سیمې او نړۍ استخباراتو په پیسو اخیستي، په حکومت کې د ونډې زمینه هم هغوی ورته برابره کړې، څو د خپلو ګټو په پار په دې خاوره کې د جګړې ډګر تود وساتل شي او دښمن خپلې کرغېړنې موخې ته ورسېږي.
په دې وروستیو کې په کابل چې د هېواد پلازمېنه ده، د جنایي پېښو ګراف لوړ شوی چې بېلګې یې خورا زیاتې دي (پارلمان برید، اباسین تېښته او وژل کېدل، د شپې له خوا د یو شمېر خلکو شکول، د میدان وردګو د استیناف محکمې پر کار کوونکو برید، د کابل د خلکو د استازي انجینر شېرولي وردګ مړینه او پرون په کلا فتح الله چې د پلازمېنې زړه بلل کېږي د یوې هندۍ مېرمنې تښتونه).
څه کول په کار دي چې له دې ډول پېښو مخینوی وشي او د حکومت دنده څه ده؟
د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لومړی په کار ده په امنیتي ادارو کې سمون او بدلون راشي، د حکومت مسولیت دی چې له امنیتي ادارو بې سواده کسان ګوښه او پر ځای یې وړ کسان وګوماري، دا چې یو څوک خپله د دولسم شهادت نه لري او که وي هم، نو جعلي وي له هغه څخه د یوې لویې ادارې د اداره کولو تمه په څه معنا. حکومت او امنیتي ادارې مسولیت لري د خلکو په ځانګړې توګه د لوړپوړو چارواکو ژوند ته پاملرنه وکړي، تېره ورځ د انجینر شېرولي وردګ مړینه د امنیتي ادارو د نه پاملرنې له کبله وه. ویل کېږي چې د انجینر شېرولي وردګ کورته څېرمه یوه امنیتي پوسته وه او دا پوسته شل ورځې وړاندې له دې ځایه لرې شوه او لرې کېدل یې د دې لامل شول، څو مکاره دښمن خپلې کرغېړنې موخې ته ورسېږي.
په پلازمېنه کې د دا ډول پېښو د ګراف لوړوالی پر ولس، بهرنیو خیریه موسسو او په ټوله کې پر حکومت څومره اغېز لرلی شي؟
د دا ډول پېښو زیاتوالی پر ولس خورا منفي اغېز کوي، د ولس باور نور هم پر حکومت کمېږي او که چېرې مخ په ډېرېدو شي ولس اړ دي د خپل ځان د ساتنې په پار یا لاس په کار شي او یا هم له هېواده په تېښته.
پر بهرنیو خیریه او یا هم نورو اړوندو موسسو دا ډول پېښې ډېر ناوړه اغېز کولی شي، لکه څنګه چې په پیل کې مې یادونه وکړه، پرون په شهر نو کې دیوې هندي مېرمنې برامته کول د هېواد ټولو چارو ته زیان اړوي؛ پر حکومت د نړیوالو باور کمېږي، نړیوال چې په ملکي چارو کې دندې پر مخ وړي له خپلو دندو لاس په سر کېږي، د هېواد اقتصادي وضعیت له ننګونو سره مخ کېږي، نړیوال پانګوال او سوداګر له هېواده تښتي، د روغتیا په برخه کې کومې نړیوالې موسسې چې کار کوي هغوی هم د دا ډول پېښو په لیدو له هېواده مخ په تېښته کېږي.
درېیمه موضوع د دې پېښو اغېز پر حکومت دی. د ملي یووالي حکومت لا د وخته خپل محبوبیت له لاسه ورکړی، خو د دې ډول پېښو زیاتوالی لا د حکومت ناکامي په ګوته کوي او د ولس باور پرې کمېږي. حکومت ته په کار ده تر ټولو د مخه د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لاس په کار شي او له ټولو موجوده امکاناتو په استفادې دښمن ته اجازه ورنه کړي، څو په دا ډول کرغېړنو پېښو لاس پورې کړي، که چېرې حکومت ونه توانیږي فکر کوم چې د ملي یووالي حکومت به خپل پاتې باور هم وبایلي.
بیا هم تکراروم چې په امنیتي ادارو کې سمون او بدلون ته اړتیا ده، څو د دا ډول پېښو مخنیوی وشي!