د امریکې ولسمشریزې ټاکنې او نړیوال سیاست

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: نصرالله حیات

۲۰۱۶ میلادی کال د نومبر د میاشتې په ۸ نیټه امریکا کې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره ټولټاکنې تر سره کیږي. او داسې ویل کیږي چې د ریپبلیکین ګوند غړی ډونلډ ټرمپ او ډیموکراټیک ګوند غړې هیلری کلنټن ترمنځ به انتخاباتي سیالۍ تر سره شي. امریکې خلکو سره ، سره د نړۍ خلک هم د امریکې

ټولټاکنو ته لیواله دي. هغه ځکه چې ددي ټولټاکنو د پایلو له امله ټوله نړۍ متاثره کیږي.
د امریکې راتلوونکې ټولټاکنې د تاریخ په یو داسې پړاو کې قرار لري چې  تقریبآ ټوله نړۍ جګړي او نامنې  پوښلې ده،او له بل پلوه امریکې اړیکې له اټومې وسلي لرونکې هیوادونو سره ورځ تر بلې په خرابیدو دي.چې دغه هیوادونو له جملې یو څو هیوادونو یادونه کوم چې امریکا يي هم اندیښمنه کړي ده:  
لومړی، شوروي اتحاد: کله چې شوروي له افغانستان نه شرمیدلي ماتې وخوړه نو ډیر سخت اقتصادي بهران سره مخ شو. له دغه بهران څخه د وتلو لپاره يی ځان له اروپايی اتحادی سره نیږدي کړ او له ډیرو هیوادونو سره د تیلو او ګازو تجارت شروع کړ. همغه و چې ځان يې له اقتصادي بهران څخه وویسته.
شوروی  له امریکې سره هغه وخت اړیکې خرابې شوی کله  چې پوتین خلیج هیوادونو ته ولاړ هلته يي د فلسطین د حماس  اسلامي غورځنګ له حکومت نه يي ملاتړ وکړ .  امریکایان او اسرییل پدي خبره  ډیر خواشینې شول.  بل نړيوالو ځواکونو وسله چې له افغانستان نه کرغزستان مناس هوايي میدان ته وړل کیدله او هلته  نړیوالو ته تسلیمیده ،  چې د شوروی ولسمشر د مناس هوايي میدان له لاري نړیوالو ځواکونو وسلې  د تسلمیدو مخالفت وکړ او میدان يی بند کړ . بل جورجیا او اوکراین هیوادونه دي ، چې شوروي په جورجیا باندي فوجې یرغل وکړ . همدا وجه وه چې  امریکا په شوروي باندې نیوکې شروع کړې چې ایران  له اتومې پروګرام څخه نه منع کوي ، بلکې هغه ته اتومې وسلي ورکوي.
دویم، چین : چین نن په نړۍ کې تر ټولو سترې اقتصادي او نظامي ځانګړتیاوې لري . او د دی هیواد اتومي تکنالوژي دومره پرمخ تللې او  داسې  توغندی يي جوړ کړی چې  سپوږمکۍ پرې ویشتلی شي. ددی دغه اقتصادي او اتومې ټکنالوژۍ پرمختک امریکایان او نور غربيان اندیښمن کړیدي او دوي وايي چې د چین اتومې پرمختک نړۍ له ګواښ سره مخ کړي ده او دوي غواړي چې د چین پر مختک مخه ونیسي. امریکېِ  ددې پر مختک  مخه د ډپ کولو لپاره  د تایوان د ټاپو وزمې سره،  چې د چین د خاورې  یوه برخه ده، په جنګ او جګړه مصروف وساتي خو چنیایانو له دغه کار څخه  په ډیر احتیاط سره ځان ژغورلی دی(۱).
دریم، شمالي کوریه:  شمالي کوریه هم خپل ځان په اتومې وسله سمبال کړی دی. امریکا او د هغه ملګري هم د شمالي کوریه د اتومې پر مختک څخه په ډار کې دي.هغه ځکه شمالي کوریه خپلو ګاونډیانو اوحتی امریکا ته د اتومي برید ګواښ کړی دی.
څلورم، ایران: له ایران سره هم د امریکې او اروپايي اتحاديي اتومې وسلي په جوړلو باندې اختلافات موجود دي. دوي وايي چې ایران اسلامې هیوادونو ته اتومې وسلي ورکوي . په همدي وجه په ایران باندې سختو پابندیانو لګولو هڅې کړي دي . لیکن ایران د دوي هیڅ پروا نه ده  ساتلي  خپلې اتومې وسلي په جوړولو او یورانیمو په غنې کولو باندې لګیادي.
له یوه طرفه،  له دغه هیوادونو سره د امریکې  اختلافات په زیاتیدو دي او له بل پلوه په افغانستان ، عراق ، سوریه او یمن کې چې کوم فو جې یرغل کړي او د هغه په نتیجه کې  کومه نا امنې چې په دغه هیوادونو کې  را منځته شوي او که چیرته امریکې راتلونکې ولسمشر ، د امریکې پخوانۍ خارجې پالیسۍ ته د دغه هیوادونو په مقابل کې  تغیر ورنه کړي  نو ډیر ژر به دریمه نړۍ واله جکړه منځته راشي او نړۍ به تباهۍ او بربادۍ سره مخ شي.
امریکا د سړی جګړې نه روسته ډیره قوي شوې ده او دوي چې څنګه وغواړي هغسې د نړۍ سیاست ته تغیر ورکولای شي. همدا وجه ده چې نور هیوادونه هم د دوي ټولټاکنو ته په اندیښنه  کې دي. د امریکې ولسمشرۍ ټاکنې د امریکې خلکو نه روسته اسلامې هیوادونو ته هم ځانګړۍ اهمیت او ګټې لري.
که څه هم فیصله به د امریکې خلک کوي خو د نړۍ جمهوري غو ښتونکې هیوادونو مشرانو دا هیله ده؛ چې دیمو کراټیک ګوند غړې هلیری کلنټن ګټونکې شي؛ ځکه هغوي فکر کوي چې  ډیموکرټیک ګوند به خپلو پالیسیو په تطبیقولو سره به خپله مخه ځې او ډیر وخت لپاره به نړۍ له تباهې څخه وژغورل شي.اوله بل پلوه  هیلری کلینټن په خپله د امریکې بهرنیو چارو وزیره پاتې شوی ده ،او د امریکې اوسنې ولسمشر اوباما د دولت خارجې پالیسۍ جوړونکې که ورته ووایو هم غلط به نه وي. کلنټڼ په خپل خارجې پالیسۍ کې ویلي چې له چین سره په مختلفو نړیوالو معملو کې مرسته کو او اقتصادي پرمختک په مقابل کې  به اقتصادي پالیسیو له لاري مخته ځو. هیلری کلنټن له ایران سره څو ملتیزي معاهدي ملا تړ کوی تر څو د ایران اتومې پروګرام  ډیپلوماټیکو اړیکو په واسطه کنټرول کړي. په سوریه کې د  د اعش او نورو افراطي  ډلو په مقابل  کې له عدالت غو ښتونکو سره مرسته کولو خبره کوي. هیلری کلینټن روس سره مخامخ جګړي خلاف ده او هغه وايي اوکراین وضعې ته په کتو سره ضرورت مطابق  پالیسې جوړه و. هیلری کلنټن امریکا کې مهاجرینو او اقلیتنو په مقابل کې تعصب نه کوي ، بلکه د هغوي د حقوقو خبره کوي(۲).همدا وجه ده چې  ډیرو هیوادونو خپله لیوالتیا له کلنټن سره ښودلې ده.
د ډونلډ ټرمپ خارجه پالیسي دکلینټن برعکس ده. ټرمپ خپله خارجي پالیسي ۲۰۱۶ میلادی کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ نیټه وړاندې کړه.  ټرمپ،  امریکا کې مهاجرینو او اقلیتنو په مقابل کې له تعصب او نژاد پرستې نه ډکې خبرې کړې.  ډونلډ ټرمپ یوازی مسلمانانو  په خلاف نه بلکه د اسیايی مهاجرو سره ، سره نورو هیوادونو مهاجرینو په مقابل کې هم خپل مخالفت وښوده.  هغې  ويل د مکسیکو هغه مهاجر چې په امریکا کې اوسیږی هغه به هم په زوره له امریکا وباسې او مکسیکو ته به  ولیږي(۳). د ټرمپ دغه وینا نړېوالو ته  اندیښني را پورته کړي دي.او ددي دغه عصبنې پریکړي او نفرت نه ډک سیاست به نه یوازې ری پبلیکن ګوند یوازې کړي، بلکې دغه ګوند به له شکست سره مخ کړي. ټرمپ د چین په هکله وايي که چین  ۲۰۲۷ میلادي کال پورې همداسې  اقتصادي پر مختک ولري نو امریکا به سونامې په شان ډوبه کړي. نو له دي  دا څرګندیږي چې ټرمپ  د چین  اقتصادي پرمختک مخالف دی. په ایران باندې د سختو پابندیانو لګولو خبره کوي.  ټرمپ ، له روسې غواړي چې په شرقې هیوادونو کې  له داعش سره جکړه وکړي تر څو روسیه هم په جګړه کې دخیله کړي. دی سوریې خلکو ته په سوریه کې خوندي ځایونه جوړ ولو او مالي مرسته کولو خبره کوي(۴).نو له دې دا څرګندیږي چې ډونلډ ټرمپ نه غواړي سورییان اروپايي هیوادونو ته مهاجر شي.  هغه د شمالي کوریه له ایټیمي پروګرام سره په زور باندې مقابله کول غواړي ؛ ځکه هغې شمالې کوریه له ولسمشر څخه  اټومې پروګرام بندولو غو ښتنه کړې(۵). ټرمپ اسراییل سره نیږدي اړیکو جوړول غواړي. هغه وايي چې اوباما له اسرایل سره نیږدي اړیکې ندي ټینګې کړي خو زه به ورسره نیږدي اړیکې ټینګوم.(۶)  نوله دې دا څرګندیږي که ترمپ ګټونکې شي او دغه پالیسي عملي کړي نو نړۍ  به نور هم نا امنی ،تباهی او بربادی طرفته یوسې او که کلنټڼ کټونکې شي بیا هم کوم لوي تغیرات به را نشي.پدي حساسو حالاتو کې امریکې لپاره یو داسې ولسمشر ته اړتیا ده چې د تعصب ، نژا د پرستې او له جذباتې فیصلو څخه ډډه وکړي او یوه داسې لار انتخاب کړي چې  نړۍ نور د  بي سباتۍ او تباهۍ ښکار نه کړي.

په درنښت
ماخذ                                     
1. https://issuu.com/atalmujahid/docs/pehawdkizamongand
2.  https://www.youtube.com/watch?v=xWUwaq79OYg
3. http://www.nytimes.com/2016/04/28/us/politics/transcript-trump-foreign-policy.html?_r=0&module=ArrowsNav&contentCollection=Politics&action=keypress&region=FixedLeft&pgtype=article
4 .  http://www.ontheissues.org/2016/Donald_Trump_Foreign_Policy.htm
5.  http://www.telegraph.co.uk/news/2016/05/18/donald-trump-says-he-would-meet-north-koreas-kim-jong-un-for-fac/
6. http://www.ontheissues.org/2016/Donald_Trump_Foreign_Policy.htm