رفيع الله روشن
له مخکې يې کور کې ويلي و چې استاد مې راځي او ګورئ! چې په هېڅ شي کې کوم کمی احساس نشي کنه بيا به له ټولو خفه يم.
تمځای کې وم ،موټر کې يواځې يو کس کم و،ګرمۍ هم دځمکې پر مخلوق دومره کلکې پنجې لګولې وي چې زما په شمول ډېرو افسوس کاوه،همدې کې يې زنګ راغی:
ته چېرته يې؟
ورته ومې ويل: زه لاپه ښار کې يم اوس در روانېږم.
ښه سمه ده له انتظاره دې مړه کړو.
نور نو سورلۍ هم پوره شوه ،موټر حرکت وکړاو له تمځايه ووت،مخکې هلته نه وم تللی خو باور می لاره چې په اسانه راکړ شوی ادرس پيدا کولی شم.
پوره شپږ دېرش دقيقې وروسته له موټره پلی شوم اوس مې نو غوښتل چې زنګ ورته ووهم ،مبايل چې مې را واخست له هغې طرفه پرې دهغې زنګ راغی،ښه نو اوس چېرته يې؟
کوم ځای چې تا ادرس راکړی و هماغلته یم.
اخ ! ته رښتيا وایی؟ زه همدا اوس څوک درلېږم او له دې سره يې په لوړ اواز وويل کاکا! نور يې مبايل بند کړ.
کله چې ددې فون قطع شو له خپل کوره زنګ راته ووهل شو،له هغوی سره مې خبرې کولی چې يوه زلمکي د روغبړ په دود لاس را اوږد کړ،راځه چې ځو!.
و مې پوښتنه چا را لېږلی يې؟
ځواب يې راکړ عابدو را لېږلی یم ،ښه سمه ده ځه مخکې شه.
خپل نوم يې عابده وه خو له نازه به کور کې ټولو ورته عابدو ويلې.
له سړکه چې کروندې ته ورښکته شوم يو په فزيکي لحاظ کوچنۍ خو په علمي،معنوي او سليقوي لحاظ لوی سړی چې په کليوالي سټايل يې زان سم برابر کړی و را غاړې ووت او دومره په اخلاص او مينه يې غېږه راکړه چې دهغه په زړه کې،زماپه هکله ټولې خبرې،پوښتنې او احساسات مې په همدې روغبړ کې ولوستل.
داستاد خطاب يې راته وکړ،پوه شوم چې دی هم د عابدې دوی د کورنۍ دی خو نه پوهېدم چې څه يې کېږي،په تلو کې يې راته وويل عابدې راته ويلي و چې ته راځي ،وبخښه داځای لږ ګرم دی چې ژرپکې تنګ نشې.
ورته کړه مې نه نه کاکا جانه! هېڅ خبره نده ډیره ښکلې هوا ده او زما دا طبعي هوا ډېره خوښېږي،مخامخ ګڼه دېره وه او د لوښو جارګی ورڅخه تاو شوی و همدې د لوښوانګړ ته ننوتلو او په يوه دېرګۍ کې يې په کټ د کېناستلو راته وويل.
کله چې کېناستلم نو ما د دې سپېڅلي کليوال مينه د هغو يخو او خوږو اوبوپه هر غړپ کې وليده چې په يوه خټين لوښي کې يې په دواړو لاسونو زما تر منګولو را ورسولې.
او ويې ويل: واخله چې تنده دې ماته شي.
رفيع الله روشن
سپېڅلی احساس