لیکوال: نصرالله حیات
اسلام نه مخکې په ټوله نړۍ کې ظلم او ستم ډیر زیات وه. د امن او امان په نامه څه نه تر ستر ګو کیدل، د خلکو ترمنځ د رنګ ، نسل ، ژبي ،مذهب ، قوم او هبواد په نامه بېلابېل
اختلافات موجود وو. د نړۍ وروسته پاتې او پرمختللې سيمې ټولې نا امنۍ او پریشانۍ پوښلې وې. روم، ایران او هندوستان او که عجم او عرب ټول له ظلم، وحشت او ستم څخه تنګ راغلي وو. مذهبي مشرانو او د هغه وخت مدنې ټولنو په خپلو طریقو سره د دغه اور د وژلو کو ششونه وکړل، خو د نا امنۍ دغه اور يي په بشپړه توګه مړ نه شو کړای. د اسلام له راتګ سره جوخت لومړي ځل لپاره نړۍ ته د امن ، ورورولۍ ، مینې او محبت درس ورکړ، د سولې یو قوي بنسټ يې کیښود او د امن د دغه بشپړ دين ټولۍ نړۍ ته د اخلاقي او فکري قوت سره د خپرولو هڅې وشوېی او په ټوله نړۍ کې د امن او سکون دین په نامه یاد شو. که د اسلام سیاسې نظام ته ځير شو، نو په هغه کې انتخابات او شورا هم وجود لري، ځکه چې الله تعالی په قران عظیم الشان کې خلک د تفاهم او مشورې کولو ته دعوت کړي دي اوبل د حضرت محمد ص له وفات نه وروسته حضرت ابوبکر صدیق رض د شورا او رایو په واسطه خلافت لپاره انتخاب شو.
حضرت عمر فاروق رض ویلي دي، تر څو پوري چې شورا فیصله نه وي کړي تر هغې ستاسي خلافت صحیح نه دی، نو له دې څخه دا معلومه شوه، چې زموږ په سپېڅلي دین کې هم د خلکو په خوښه مشر ټاکل شوی دی. که د دیموکراسۍ معنا هم وګورو نو معنا يي د خلکو په خو ښه دولت منځته را تلل او د خلکو په خو ښه د دولت چارې پر مخ بیول دي. نو بیا ولي موږ مسلمانان له اسلام او دیموکراسۍ له کلیمې څخه لری والی کوو؟؟ ولي موږ د اسلام نه مخکې دورې ته ور روان یو او د دې لاملونه څه دي؟
دوستانو ! زما په اند ، زموږ په ټولنه کې د اسلام خلاف شپږې ټولنيزې نيمګړتياوې موجودې دي، چې دیموکراسۍ په وړاندې هم خنډ جوړ شوی دی او هغه په لاندې ډول دي:
لومړی، زورواکې : په موږ یعنې مسلمانانو کې له لوړې طبقې نه نیولې تر ټیټې طبقې پورې ټولو کې د زورواکۍ خصوصیات لیدل کیږي. هغه ځکه چې موږ غلط کار کوو، خو خپل ځان رښتیني ګڼو او نور که ښه کار هم کوي؛ ورته غلط وايو، نو پدې خاطر د نظر اختلاف نه شو زغملی او له همدې امله زموږ په ټولنه کې د نظرونو او بحثونو پر بنسټ د خبرو اترو دود ندی قایم شوی، کوم چې د فکري یوالي په منلو کې مهم رول لري.نو همدا وجه ده، چې مونږ د خلکو په خوښه دولت را منځته کولو (دیموکراسي) په ځای دیکتاتوري غوره ګڼو.
دویم ، نا امیدی: په مونږ کې نا امیدي هم ښه پر مختک کړی دی. د سیالي کولو ځواک او لیوالتیا مو هم ختمه شوې ده. د دې پرځای، چې مونږ خپل هیوادونه له بحران څخه وباسو او پر مختک ورکړو، بلکې برعکس لاس تر زنې ناست یو او همدا فکر کوو، چې هیواد مو نه جوړیږي او له همدې وجه مونږ کې خوابدۍ، خپګان او نفرتونه پیدا شوي دي او مونږ مسلمانان د دې پرځای، چې خپل ځان وپيژنو ټوله نړۍ خپله دښمنه ګڼو.
دریم ، حیانت کار: دا پدې معنا نده، چې صرف په مالي چاروکې شفافیت نه لرو، بلکې د ژوند په ټولو چارو کې رېښتني او ایمانداره نه یو.کله چې د یوې ټولنې یا یو هیواد مشران او یا مخور خلک له خپلې رتبې څخه ناوړه ګټه پورته کوي، له هرې روا او ناروا لارې څخه ګټه لاسته راوړي، نو عام خلک هم د خپلو ګټو د حاصلولو لپاره په دروغ ویلو او خیانت کولو باندې مجبوریږي او له همدې وجې ټوله ټولنه د فساد ښکار کیږي.
څلورم ، نفرت دي: کله چې خلک په خپله څه نشي کولای، نو د هغوی تر منځ د احساس کمتري پیدا کيږي. چې د احساس دغه کمتري حسد او کینه منځته راوړي. کله چې زمونږ مشران د ناکامیو سره مخ شي، نو د دې پرځای، چې کوشش وکړي او د خپلو ناکامیو وجه پیدا او اصلاح کړي، دوی په نورو مذهبونو او خلکو باندې نیوکه کوي. چې له همدې وجې د نورو قومونو او مذهبونو سره يي اړیکې په ژور اختلاف باندې بدلیږي.
پنځم ، منفي فکر دی: د مثبت فکر درلودنکي خلک تل کوشش کوي، چې د خلکو سره یو ځای حرکت وکړي، تر څو خپلې اړیکې ښې کړي،مګر ناروغه ذهنیت لرونکې خلک په هر کار کې منفي اړخ پیدا کولو کوشش کوي، چې له امله يې اړیکې خرابیږي او مونږ په هر کار کې د منفي طرف پیدا کولو باندې عادت شوي یو، یوازي نا مسلمانانو سره جنګ ،جګړه نه کوو بلکې له خپلو مسلمانانو سره هم په جکړه کې بوخت یو.
شپږم ، بي ځایه پابندیاني: زمونږ ټولنه څو لسیزو پيړیو نه د فکري پرمختک ښکار شوې ده. له همدې وجه په ساینس او ټکنالوژۍ کې له پرمختګ څخه بې برخې یو. په نړیواله کچه له ساینسی پرمختګنو څخه په ویره کي یو، خو هیڅ وخت مو دا هڅه ونه کړه، چې مونږ باید د نورو په شان پرمختک وکړو اوله نورو سره ځان سیال کړو، بلکې د نورو په لاسته راوړنو باندې په مختلفو لارو بندیزونه لګوو، خو چې کله زمونږ لاسته راشي نو بيا يې بې ځایه استعمالوو.
هسۍ خو هم په ټوله نړۍ جګړه روانه ده، خو دغه کمزوریاني چې ما يې يادونه وکړه، دا زمونږ په منځ کې د اتوم په څېر موجود دي. مسلمانه ټولنه کې د مختلفو دینونو او فرقو ترمنځ شخړې موجودي دي او له همدي وجې د دیموکراسۍ او ديموکراتیکو ټولنو ته جدي ګواښونه پيښ شویدي. مسلمانانو نفوس په ټوله نړۍ کې 1.6 بلیونه دی، چې 23.4 فیصده جوړيږی، خو بيا هم له فکري ، سیاسي او تولنیزو ګواښونو سره مخامخ دي او د دغه نفوس اکثریت يي د نړۍ په 56 هیوادونو کې ژوند کوي او د دغه هیوادونو دولتي نظام له بحران سره مخامخ دي. که چیرته دغه 56 هیوادونو ته نظر واچوو په اکثرو کې شاهې نظام او شخصي آمریتونه قایم دي. پدي هیوادونو کې چیرته چې دیموکراسی په نامه عام انتخابات کیږي په هغه کې هم د آزاد جمهوریت (liberal Democracy ) مفهوم نه لیدل کیږي. په دغه سلسله کې به له څو هیوادونو يادونه وکړم. له ټولو نه مخکې د ترکيې هیواد دی. له نړيوالې جګړې څخه وروسته عثمانیه خلافت ړنګ شو او له درې کاله جګړی نه وروسته د ۱۹۲۳ ميلادي کال د جولای مياشتې په ۲۴ مه نېټه یو جمهوري هیواد شو، خو80 کالو پورې د ترکيې په اقتدار کې په زور باندي فوج راغلی دی. کوم چې په 1960 کې منتخب وزیر اعظم عندنان مندریس يي پانسي کړ، مګر بیا هم دیموکراسي ته يې وخت ور نه کړ، پدي هیواد کې تغیرات له ۲۰۰۲ ميلادي کال وروسته بدلونونه را منځته شول او فوج يې له واک څخه لرې کړ او جمهوریت او جمهوري ادارو ته ازادې ورکړل شوه. لیکن پدي وخت کې مذهبي قوتونه هم قوي شوي دي، چې د ترکيې سیکولر ټولنې ته یو لوی خطر پېښېدونکی دی. دویم مثال د ایران دی. ایران له اوږدو کوششونو وروسته په1979 کې شاهي نظام له منځه ولاړ. په واک باندې مذهبي قوتونه قایم شول او هلته سلسله وار انتخابات کیږي. لیکن داسې یو مذهبي بنسټ جوړ شوی، چې د منتخب پارلمان آزادانه فیصله کولو کې د لوی مخالفت صلاحیت لري. مالیزیا کې له ۱۹۶۴ نه تر ۱۹۹۰ پورې له حکومتې ټولنې نه پرته بلي ټولنې ته د کار کولو موقع نه ورکول کیدله. ۱۹۹۰ نه وروسته یو اپوزيسيون منځته راغی، چې ورو ورو يې پر مختک کاوه، خو اوس وخت کې همغه اپوزيسيون د ازادي له بیان نه پرته ځیني سخت قوانین جوړ کړي او د دیمو کراتیک فرهنګ پر وړاندې لوی خنډ جوړ شویدی. اینډونیزیا کې له ازادۍ نه وروسته د بابايي قوم سویکارنو شخصي زورواکې قایم کړه، کوم چې په ۱۹۶۵ کې د فوجې کودتا په واسطه له منځه ولاړه او فوج په اقتدار باندې حاکم شو او په ۱۹۹۸ پوء سوهارتو په انحصاري ډول په اقتدار باندي وو او له تېرو ۱۵ کالو راهیسي د انتخاباتو په واسطه حکومت منځته راځي. لیکن بعضي جمهوریت خلاف خلک د ازادۍ بیان په لار خنډونه جوړولو باندې لګیا دي. په مصر او سوریه کې شاهي نظام نشته خو له اوږدې مودې څخه شخصي آمریتونو د جمهوریت د پر مختک په لاره کې خنډ جوړ شوي دي. پاکستان ته که نظر واچوو هلته هم جمهوریتې نظام دی، خو هغه هم د سیاسي ګوندونو او غیر دولتي فعالینو د فعليتونو په وجه له ګواښ سره مخ دی. دغه کړی په مستقیم او غیري مستقیم ډول په دولتي چارو کې لاس وهنه کوي، چې له امله يې دولت او پارلمان متاثره شوی دی او هغه فیصلې نشي کولای کوم چې د عامو خلکو غوښتنې دي او همدا وجه ده، چې خلکو له جمهوری نظام نه لریوالی اختیار کړی دی.
په ۱۹۷۳ کا ل په افغانستان کې د اروا ښاد سردار داود خان د کودتا په واسطه شاهې نظام له منځه ولاړ او جمهوري دولت اعلان شو، خو دا هم د دیموکراسي له اصولو سره برابر جمهوریت نه و، بلکي دیکتاتوري نظام و، هغه ځکه، چې په هغه وخت کې چې جمهوریت اعلان شو نوي اساسي قانون يي جوړ کړ او په نوي اساسي قانون کې یوازې یوه سیاسي ګوند چې ملي غورځنګ په نامه یادیده د فعالیت کولو اجازه ورکړل شوې او د نورو ګوندونو مخه يي بنده کړې وه او بل ځينې حکومتې نا آرامیو له وجه خپل نږدې دوستان بندیان کړل همغه و چې د دولت په خلاف راپورته شول او کودتا يي وکړه او پر ځای ډیمو کراټیک ګوند د اقتدار واګې په لاس کې واخیستې. له دې وروسته د روسانو د یرغل پر وړاندې جهاد اعلان شو او د روسانو له وتلو نه پس کورنۍ جکړه شروع شوه. اوس هم له ۱۵ کالو راهیسې د جمهوري دولت تش په نامه دولت شتون لري، چې ځينې زورواکي ، فساد ګرۍ کړۍ د خپلو شخصې ګټو په خاطر په مستقیم او غیري مستقیم ډول دولت په چارو کې لاس وهنه کوي او جمهوري دولت يي له زیان سره مخ کړيدی او همدا وجه ده، چې د عامو خلکو غو ښتنې نه منل کیږي او خلک د دیمو کراسۍ او جمهوریت مخالفت کوي.
په درنښت
ماخذ
https://books.google.com.tr/books?id=bv4hzxpo424C&pg=PA202&dq=Afgan%27stan+goverment+1973&hl
https://en.wikipedia.org/wiki/Muslim_world.
http://www.haber7.com/ic-politika/haber/925770-menderesin-idamindan-once-celladin-kan-donduran-sozu.
http://www.iranchamber.com/history/islamic_revolution/islamic_revolution.php
https://books.google.com.tr/books?id=HNEGTjlwMpEC&pg=PA57&lpg=PA57&dq=malaysi