رحمت روان
که ځه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو په ضمن کی دطالبانولوړ پړو چارواکو د هغه وژنه تاييد کړې ده ، او ویلی دی چی طالبان به لومړی د خپل مشر د تدفين مراسم ترسره کوي او بيا تر هغې وروسته پر نوي مشر سلاح او مشورې کوي.
د اېکسپرېس ټريبيون په نوم يوې پاکستانۍ رسنۍ طالبانو ته د نږدې سرچينو په حواله خبر ورکړى چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو رهبري شورا په نامعلوم ځاى کې ناسته پيل کړې، څو نوى مشر وټاکي ، سرچينې زياته کړې چې د امنيتي ملحوظاتو له امله يې ځېنو مشرانو په دې ناسته کې ګډون نه دی کړى ، خو وړانديزونه يې ليږلي دي
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې د وژل شوي ملا اختر منصور د ځاى ناستي لپاره د نورو کسانو تر څنګ پر ملا هيبت الله او ملا يعقوب خبرې روانې دي ، خو طالبانو ته نږدې ډیری سرچينې وايي چې د ملا اخترمحمد منصور د ځاى ناستي په اړه تر ډېره فکر کېږي چې د ملامحمد عمر زوی ملا يعقوب به وټاکل شي هغوی وایی که طالبان ملا يعقوب خپل مشر وټاکي، نو ممکن چې د طالبانو د وېش مخه هم ونيول شي او د طالبانو سياسي او نظامي حلقات پرې متحد شي.
بلخوا پاکستاني رسنيو هم طالبانو ته د نږدې سرچينو په حواله ليکلي چې د نوي مشر په توګه د ملا عمر د زوى ملا يعقوب د ټاکل کېدو امکان زيات دى ، د افغانستان د چارو کارپوه او له طالبانو سره نږدې اړيکې لرونکى رحيم الله يوسفزي پاکستاني رسنۍ (ډان نيوز) ته ويلي چې د ملا عمر زوى ملا يعقوب د طالبانو ټولو ډلو او مشرانو ته د منلو وړ کانديد دى ، د هغه په وينا، له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې مشر ملا رسول هم ويلي، که ملا يعقوب د طالبانو مشر شي، نو دى به هم ورسره يو ځاى شي.
که ځه هم د پاکستان ډیر تلاش لری چی سراج الدین حقانی دطلبان دمشر په توګه غوره کړی خو د حقاني شبکې د مشر او د ملا منصور د دويم مرستيال سراج الدين حقاني په اړه ویل شوی دی چې نوموړى د امريکا او نړۍ په تورلیست او د نورو بنديزونو په لېستونو کې شامل دی، نو د هغه ټاکنه به د طالبانو او نورې نړۍ تر منځ واټن نور هم زيات کړي. په افغانستان کې د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند بيا وايي چې د سراج الدين حقاني ټاکنه ځکه له امکان څخه لرې ده چې هغه د حقاني شبکې په نامه جلا ډله لري او کېداى شي ډېرى طالبان يې مخالفت وکړي . پای رحمت روان