عبدالملک پرهیز
روسي امریکايي اروا پېژاندونکی ابراهام ماسلو په ۱۹۴۳ کال کې د انساني اړتیاو په اړوند یو ګراف وړاندې کړ چې د ماسلو د اړتیا مثلث په نامه یادېږي. هغه په دې نظر دی چې اړتیاوې باید د مثلث له ښکتنۍ برخې څخه پوره
شي. یانې مخکې له دې چې انسان خپله بدني او د ټولنیز امنیت اړتیا پوره کړي باید خپلې انسانې اړتیاوې لکه خواړه، اوبه، تودوخه، سا اخیسته یا تنفس ، سکس او داسې نور پوره کړي.
بدني اړتیاوې
.
د اړتیا په مثلث کې تر ټولو ښکتنۍ برخه لومړنیو اړتیاو لکه ، خواړو ، اوبو ، هوا ، خوب، بدني خوځښت یا سپورت ، د فاضله موادو لرې کول، سکس ته اړوند شوې. سکس یوازې د نسل د دوام په مخه په پام کې نیول شوی نه د خوند اخستنې په مخه. دا د انساني ارګانیزم د روغندتیا او ساتنې یوه لنډه او ښه اړتیا ده. کله چې دغه اړتیاوې پوره شي نو د بل پړاو اړتیاوې پیلېږي. لکه کله چې سړی ډېر وږی او تږی وي نو د خوړو او اوبو پرته د بل څه په اړوند فکر نه کوي، او په انسان کې د نورو اړتیاو دترسره کولو انګېزه موجوده نه وي.
د امنیت اړتیا
په دې پړاو کې د خوندیتوب او عواطفو اړتیاوې لکه امنیت ځای لري. مصئونیت ، ثبات او ټينګښت، نظم ، د باد او باران ، درد او نورو ناوړه څيزونو تر وړاندې خوندیتوب او د ډار او وېرې نه شتون . دا کېدی شي داسې یو څوک وي چې ولږه او اړتیا يې له سره تېره کړې وي، او اوس غواړي خپل زیاته انرژي او وخت پر دې لګوي څو ځان او خپله کورنۍ خوندي کړي. کله چې د انسان اړتیا په لومړي پړاو کې پوره شي نو بیا انسان د بل پړاو له اړتیاو سره علاقه مندي پیداکوي.
ټولنیزه اړتیا
په دې برخه کې د ګډ ټولنیز ژوند ، مينې ، ملګرتوب او د یو تن او یا یوې ډلې سره د اړیکو اړتیا ځای لري. په دې ځای کې دا پوښتنه هم شته چې سړی د خپل نژدې چاپېریال ، کورنۍ ، ګاونډیانو ، د کار د ځای د همکارانو له خوا او همدارنګه په ټولنه کې د یو اوسېدونکي په توګه و منل و پېژاندل شې .
ددې خبرې مانا داده چې له سړي سره مینه وشي او له نورو خلکو سره مثبتې اړیکې ولري. د بېلګې په توګه یو ماشوم د خپل مور او پلار مینې ته اړتیا لري. د یو رواني ناروغ دپاره هم دا مهمه ده چې ټولنه د هغه دغه حالت او نیمګړتیا په پام کې ونیسي . یانې د درناوي او برابرۍ پر بنسټ ورسره د چلند اړتیا ده چې باید په پام کې ونیول شي.
د عزت اړتیا
په دې برخه کې عزت ، درناوی ، باور ¸ مهارتونه ، حالت، پېژندګلوي ، وقار په پام کې نیول کېږي . دا اړتیا هغه وخت منځ ته راځي چې درې نورې اړتیاو چې تردې لاندې راځي پوره شوي وي.
د ځان د غوړېدنې اړتیا
په لوړ پړاو کې انسان ددې وس لري چې اړتیاوې پوره او خپل ارثي او یا په ژوند کې تر لاسه شوي مهارتونه پلي څو خپل هدف ته حقیقت ورکړي او د لوړو تجربو او نوښتونو پړاو ته ورسېږي. هغه کسانو چې د لاندې درې پړاونو اړتیاوې يې پوره کړي ، نوښتګره خلک دي او د ننګونو په لټه کې وي او خپل استعداد کاروي او وده ورکوي.
د اړتیاو ترمنځ مشارکت
ابراهام ماسلو لاندې درې پړاونه د کمښت اړتیا د پړاو په نامه یادوي، کله چې اورګانیزم د کوم څه کمښت لري . دغه کمښتونه یا اړتیاوې د بهیرونو دپاره لکه د انجن د ځواک په څېر کار کوي او تر هغې شتون لري چې اړتیاوې پوره شي. دغه اړتیاوې د انډول په نامه یادېږي . دا هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د سړي انډول ګډوډ شوی وي او کله چې انډول بېرته رامنځ ته شي له منځه ځي.
پورته دوه پړاونه ماسلو د ودې د اړتیا دپاره په پام کې نیولي دي. د کمښتونو اړتیا پوره کېدی شي او په دې ډول دا د اړتیا د پورته دوه نورو پړاونو خلاف دي چې نه پوره کېږي .
په نورماله توګه د کمښتونو اړتیا ډېره غښتلې ده ، دا په دې مانا ، کله چې د کمښت یوه او یا څو اړتیاوې پوره نه شي د ځان د برجسته کولو او مطرح کولو یا د ځان د کارولو اړتیا شاته پاتې کېږي.
د ځان مطرح کول یا کارول
د ژوند په ډګر کې د خپلو هڅاندتوب او استعداد کارولو ته وايې . د ماسلو د ارزونې له مخې یوازې په سلو کې یو دغه لوړ پړاو ته ځان رسوي.
هغه وايې د تجربو دغه لوړ پړاو کېدی شي د عمر د پام کې نیولو پرته د ځان د مطرح کول یا د ځان کارولو د سیستماتیکې ودې سبب شي . ځنې کسان د تجربو دغه پړاو په بېلابېلو وختونو کې ترلاسه کوي، خو کوم سیستماتیک میتود نشته چې دغه تجربې سړي ته ورکړي