د له طالبانو سره پاکستان په مرسته مستقیم خبرې ستونزې لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

داکتر فاروق اعظم
د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني مشر داکتر فاروق أعظم په خپل یوه  بیان کی ویلی دی چی له طلبانو سره د پاکستان په مرسته خبری کول ستونزمنی دی ، نوموړی وایی  افغان حکومت به پاکستان ته هر وخت امتیازات ورکوي چې طالبان له دوی سره خبرو

اترو ته کښېنوي. پاکستان به د خبرو په هر پړاو کې دغسې امتیازات غواړي. په دې ډول به دغسې خبرې د سولې د واقعي پروسې د مخته بیولو پرځای د امتیازاتو د لاسته راوړلو او ورکولو په چنو او راکړه ورکړه بدل سي. نتیجتا، دغه مذاکرات به کومه ملموسه مثبته نتیجه نه ورکوي او ورسره به  په ولس کې د افغان حکومت اعتبار کمیږي.
کېدای سی د دغسې خبرو لومړني پړاوونه اسانه تیر سي، خو کله چی مذاکرات جدي او د تصمیم نیولو او عمل مرحلې ته رسیږي، وړاندوینه کیږي چې د حکومت د هیئت په منځ کې به درز رامنځته کیږي؛ دا‌ځکه چې حکومت ايتلافي دی او د سولې په اړه مشخص او واحد دریځ نه لري
طالبان د افغانستان د تر پولو ورهاخوا کومه سیاسي اجنډا نه لري. که څوک غواړي داعش په افغانستان او سیمه کې مات کړي، نو باید د کابل حکومت ژر تر ژره له طالبانو سره روغې جوړې ته ورسیږي، طالبان باید د افغانستان د سیاسي نظام برخه سي.  که دغه فرصت ورنکړل سي، نو خطرناک عناصر به ورڅخه جوړ سي، یا به داعش ته ولاړ سي او یا به د نورو افراطي تنظیمونو په خدمت کې سي.
د پاکستان په منځګړیتوب به د سولې مذاکرات طالبان ډېر توهین کړي. د پاکستان په غوښتنه یا فشار، طالبان له کابل حکومت سره خبرو ته حاضرېدل به پر طالبانو هغه ټاپه پخه کړي چې د کابل حکومت وایي طالبان د پاکستان د لاس آله دي. دوی به د خلکو په نظر هم سپک سي چې هغه څه کوي څه چې پاکستان ورته وایي. ښایي د طالبانو ځينې ناراضه قوماندانان ددغې ټاپې د لیرې کولو په منظور و داعش ته ولاړ سي.
طالبان به د پاکستان د فشار په نتیجه کې مذاکراتو ته حاضر سي، خو له پاکستان څخه به خفه وي او هغه به یو بې باوره او مطلب اشنا ملګری وګڼي.
ـ په دغه ډول مذاکراتو سره به پاکستان پرخپل ځان د افغان حکومت هغه ادعا پخپله ثابته کړي چې له طالبانو سره مالي او نظامي مرستې کوي، هغه ادعاچې ۱۴ کاله یې ورڅخه انکار کړی و. پاکستان د اشرف غني پر هغه ادعا هم د صحت ټاپه لګوي چې وایي پاکستان د افغانستان په مقابل کې یو نا اعلان سوی جنګ مخته بیایي. له پاکستان څخه به طالبان هم خفه سي چې دروهه ورسره کوي او سپکاوی یی کیږي. که دغه فضاء ادامه پیداکړي، نو افغانان به د پاکستان هغه معامله چې له مجاهدینو سره یې د روسانو تر ماتې ورسته وکړه، ورپه یاد کړي. نتیجتا به د افغانانو عام ذهنیت د پاکستان په مقابل کې دومره خراب سي چې که بیا د جوړیدو تلاښ یې هم کیږي اسان به نه وي. افغان حکومت به بیا په ډېر مشکل وکولای سي د بې باورۍ دغه فضا سمه کړي
داعش زموږ سیمې ته صادر او پاکستان ورته د نشونمو او له دغه ځایه نورو سیمو ته د صادرېدو میدان غوره سوی دی. پاکستان کرار کرار یو ډېر خطرناک کونج ته بیول کیږي. افغانستان او پاکستان دواړه په خطر کې دي، خو پاکستان د خپل قومي او مذهبي جوړښت له مخې ډېر زیانمنيږي. په پښتني سیمو کې د پاکستان روان نظامي عملیات ددغې خطرناکې معاملې لومړنی پړاو برېښي
ددې لپاره چې پورتني منفي ټکي لیرې او د ټولو ذیدخله اړخونو په ګټه یوه شرافتمنده سوله رامنځته سي، باید د افغانانو په مالکیت او رهبري د سولې یو ابتکار ـ منځګړیتوب ـ رامنځته سي، چې په افغانستان کې سوله یقیني او د پاکستان له ثبات سره مرسته وکړي.