عبدالملک پرهیز
افغانستان د خپل شتون ډېر سخت او پېچلی پړاو له سره تېروي. په افغانستان کې د دولتي واک تر ړنګېدو وروسته بهرنیو شبکو نیغ په نېغه خپل ورانکاره مرکزونه په افغانستان او د افغانستان په زړه کابل کې پرانیستل او تر ننه په ډېر قوت او څرګنده توګه فعال دي په تېره بیا د بن د تش په نامه کنفرانس په پایله کې د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د ګټو پرنسټ یو سهامي شرکت پر افغانستان و تپل شو چې په
حقیقت د افغانساتن د دښمنانو ګډه اداره ده . څرنګه چې دغه شرکت د بېلابېلو هيوادونو استازي توب کوي نو ځکه د افغانستان ګټې تل د نورو د ګټو قربانېږي.
افغانستان ته رسېدلي مرستې د هيواد د اقتصادي او سیاسي ثبات او ټينګښت په لاره کې نه لګېږي ، د افغانستان د ملي بنسټونو پر ځای ټولې اقتصادي زېرمې د کورنۍ او بهرنۍ مافیا په ګټه کارول کېږي. هره ورځ دولتي بنسټونه کمزوري او شخصي بنسټونه هم دننه په دولت او هم له دولت څخه بهر د دولت پر خلاف پیاوړي او غښتلي کېږي اود قدرت پراخ او بېلابېل مرکزونه رامنځ ته کېږي. څرنګه چې دغه بانډونه هم په دولت او هم له دولته بهر مافیا ډوله کوچني دولتونه دي نو ځکه دولت ددوی پر وړاندې بیخې کمزوری او بشپړه ناتوانه دی.
پوښتنه داده چې ولې پر افغانستان داسې یو فاسد دولت وتپل شو؟ دا چې په افغانستان کې د جنګي جنایتکارانو څخه جوړ شوی دولت د دموکراسۍ تر نقاب لاندې رامنځ ته کېږي دا یو تصادفي او یا ناسنجول شوې پېښه نه ده. هغوی چې ددې دولت بنسټ يې ایښې ،هغوی او د هغوی ګټې په همداسې یو بې کاره، کرغېړن او فاسده دولت کې نغښتي دي. هغوی نه شي کولی د یو پیاوړي او غښتلي دولت په شتون کې د افغانستان د ملي ګټو خلاف پر افغانستان خپل واک ټینګ کړي نو ځکه یو کمزوری او بې وسه دولت د هغوی د ګټو ضمانت دی. هغوي غواړي افغانستان د خپلو ګټو دپاره په خپل واک کې ولري ، دا واک هغوی د فاسدو او جنایتکارو ډلو او بانډونو په شتون او وجود کې تر لاسه کوي. داسې چې ټاکلي سیمې او د واک ټاکلې برخه پر هغوی ویشي ، دغه ډلې په دایمي پوځي ، سیاسي ، قومي او ژبنیو بدبینیو او دښمنیو کې ساتي ، دوی ته ټاکلی واک او پانګه ورکوي او دوی ددغه واک او پانګې په مرسته تل د یوبل د له منځه وړلو او ټکولو دپاره په لازم چمتو والي کې ساتي، خو هيڅ یوې ډلې ته پر بلې ډلې د بشپړ بري اجازه نه ورکوي. دوی په یو ټاکلي انډول کې ساتي چې د سرغړونې په حالت کې یوه ډله د بلې پر خلاف کاروي او له بلې خوا د همدې جنایت کارانو په مرسته د ټولنې عام ولس تر ظلم او ستم لاندې د مرګ او ژوند په حالت کې ساتي او کنترولوي او په خلکو کې د ظلم او ستم پر وړاندې د پاڅېدو او مقاومت هر راز هڅه په نطفه کې شنډوي . دولت چې د همدې بانډونو ترکیب دی ، په واقعیت کې یو بې روحه مړی دی چې په کې د موجوده مکروبونو تر وړاندې د مبارزې دفاعي او تعرضي سیستمونه يې بیخي له منځه تللي او نه شي کولی د خلکو حقوق، مصونیت او ژوند څخه دفاع وکړي. د افغانستان پتمن اولس تير بدنامه ټولټاکنې په یاد لري چې پایله يې د لا فاسد رژیم رامنځ ته کېدل ول چې نوم يې د ملي وحدت حکومت دی. دغه د ملي وحدت تش په نامه د فاسدینو د وحدت دولت او حکومت دی چې د استعماري واک د بقا او دوام د لا ښه خوندي کولو دپاره ډیزاین او طراحي شوی. څرګنده ده چې بهرنیان د خپل پراخ سیاسي ، پوځي او اقتصادي شتون په حالت کې تل دا وس درلود څو په افغانستان کې د یو ریښتني دولت بنسټ او اساس رامنځ ته او تقویه کړي، خو هغوی ته د همداسې یو دولت اړتیا چې رامنځ ته يې کړ. د دولت هر غړی د دولت دپاره ستره بلا او ناورین کېدی شي ، هرکله چې دداسې یو عمل د تر سره کولو دپاره له خپل بادره اجازه تر لاسه کړي.
دغه فاسده جنایتکاران چې دننه په دولت او بهر له دولت شتون لری د افغانستان پر ټولو طبعي زیرمو او منابعو واکمن دي، هره ورځ مطبوعات د همدغه بانډونو له خوا د بهرنیو شبکو په مرسته له افغانستان څخه د ډېرو مهمو زیرمو د غلا او قاچاق راپورونه خپروي او ان د افغانستان پرځنیو مهمو زیرمو مستقیمن د بهرنیان د واکمنۍ او شوکې خبر ورکوي او هيڅ څوک نه پوهېږي چې څومره او څنګه دغه زیرمې لوټ شوې او هيڅ یو د واک له غصبانو څخه په دې اړوند د خبرو کولو جرئت نه لري.
د همدې فاسده دولت په منځ کې داسې کړی او محدود شخصیتونه هم شته چې غواړي افغانستان له دغه ناورین څخه وباسي. ددې کار دپاره د افغانستان ملي بنسټونو او اقتصاد د پیاوړتیا دپاره د مهمو پروژو د عملي کولو په هڅه او هاند کې دي چې یو له دغو پروژو له ترکمنستان څخه د بريښنا د واردولو پروژه ده چې د افغانستان دپاره سترې اقتصادي ګټې له ځانه سره لري. دداسې پروژو عملي کېدل د یو شمیر سیمه ایزو هیوادونو او ځنی سترو زبرځواکونو له ګټو سره سمون نه لري نو ځکه ددې پروژې د ناکامولو دپاره يې پراخې هلې ځلې پیل کړي. په لندن د ولسمشر د توهینول هڅه یوه له دغو هڅو څخه ده . ځکه د افغانستان جوړېدل ، د افغانانو د واکمن کېدو ، د افغانانو د خپلواک مانا لري ، چې دا د افغانستان د غاصبینو دپاره د منلو وړ نه دی.
نو ځکه وینو چې د افغانستان د غوړېدو او پرمختیا دپاره هره هڅه سیاسي او قومي کوي او د عملي کېدو په لاره کې يې زرګونه خنډونه رامنځ ته کوي.
د پروژو رامنځ ته کول ، عملي کول یوه علمي مساله ده چې د علمي معیارونو او ارزونو پربنسټ ترسره کېږي. دا نه سیاسي او نه کومه قومي مساله ده. ددې مسالې حل یوازې او یوازې د علمي معیارونو په اډانه کې ممکن دی. خو جالبه داده چې ددې مسالې په اړوند بیسواده، ناپوهه او ان هغه کسان نارې او غالمغال په لاره اچوي چې د افغانستان په ورنولو او د ملي شتمنیو په چورولو کې تر ټولو لوړ او اوچت لاس لري او همدا اوس هم ددوی د غلا و چپاول ماڼې هره ورځ لوړې او لا پسې لوړېږي.
دغه ډول غالمغالونه چې هيڅ علمي بنسټ نه لري دا په ګوته کوي چې ددې ټولو تر شا پټ بهرني او کورني لاسونه چې د افغانستان د جوړېدو څخه په ډار کې دي لاس لري.
دغه پروژه چې په هره لاره او هر سیمه کې عملي کېږي ټول د افغانستان یوه برخه ګڼل کېږي او افغانستان د ټولو ګډ کور دی. د پروژې په اړوند سالم او علمي بحث هم لازم دی او هم ګټور ، دا بحثونه باید مثبت لرلېدونه را برسیره کړي ، نه داچې پروژې شنډې او ناکامه کړي . دغه بحث باید له سیاست او قومي او ژبنیو تعصبونو څخه جلا ترسره شي. که موږ هر نیک او سالم اقدام سیاسي کړو او هغې ته قومي او ژبنی رنګ ورکړو ، پایله يې د افغانستان دپاره د پرمختیا د لارو او امکاناتو شنډول دي. چې دا د افغانانو هيله نه بلکې د افغانستان د دښمنانو هیله ده چې غواړي لکه د تير په شان د افغانانو له احساساتو څخه چې پر افغانانو يې افغانان ووژل او په افغانانو يې افغانستان وران کړ، په ناوړه ګټې اخیستنې سره د افغانان ملا یو ځل بیا ماته کړي او افغانستان د تل دپاره د بدمرغیو په منګولو کې وساتي.