د هېواد اسلامي سیاستوال منافقین او دوزخیان دی.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد نقیب تره خیل    

لومړی د دین او سیاست توپیرونه.

دین د خدای ج حکم دی او سیاست د نفس .دین د مکان زمان او حالاتو تابع نده خو سیاست ده. دیندار د خپلو ژمنو ضامن دی لیکن سیاستوال ندی. دین فضیلیت دي خو سیاست لذت ده. دینداري په عقیده او عمل کېږي لیکن سیاست په مالې او پوځي طاقت.دین د شخص

د انجام شوو اعمالو په نتیجه قضاوت کوی خو سیاست د کس په اقتصادي توانمندي. د دین د ملا تیر اخلاق دي لیکن د سیاست د ملا تیر اقتصاد.دین ېوازې په شریعت کېږي خو سیاست په تعصبو ( په قوم ژبه هېواد پالنه، په دین پالنه او دین غندنه )دین زعامته عالم او فاضل کس غوره ګڼي خو سیاست ورته ثروتمند او قدرتمند.دین د متعرضو تر مینځ برابر ویش او رضایت حق ګڼي لیکن سیاست د زورورو لذت منفعت او خوښه حق بولی . د دین حکمونه دائمي خو د سیاست موقتي دي، دیندار احکام ړومبي پر ځان عملي کوی بیا په بل لیکن سیاستوال احکام په بل عملي کوی پر ځان نه.دین انسان ته د تقوا او پرهېز ګاري له مخې ارزښت ورکوی خو سیاست ورته د چالاکۍ او دوکه بازۍ په اعمالو، دغه کړنې د خداي او رسول نافرماني او د شیطان اطاعت دی .                                                          جرمني عالم شوپنهاور وایی سیاسیون په درواغو د ملت او د هيواد د خدمت کولو چیغی وهي. بلکي هغوی د نور دشمنیو او مقام د نیولو لپاره نفسي جګړه کوی.د هغه په اند په نړۍ کې لوي شر ځانغوښتنه ده.او سیاست د ځان غوښتني تومنه ده .        

د منافقت او دوزخي توب احکام :.                        

رسول الله ص فرمائلی دروغویونکي،عهد ماتونکي او خیانت کونکي منافقان دی.اسلامي سیاسیون ټول دروغ ویونکی،عهد ماتونکي او خیانت کونکي وختل.دروغجن پدي دي چې               جهاد یی د الله ج د رضا لپاره کړی وه.خو اجوره یی له ملت نه واخسته او لا یی اخلي.که سیاف، ربانی اسمعیل خان عطا نور مجددی ګیلانی دوست محمد (دمسعودپلار) ډبل عبدالله محقق خلیلی او هر بل سیاستوال خپل منقول او غیرې منقول مال ان پر لمسیانو وویشي هر لمسي ته به د خپل د نیکه په پرتله زر برابره زیاته شتمني په برخه ورسیږي.دوی که دین عنوان کړی نه وه ملت ورپسې نه درېده که ملت ورسره نه وه ولاړ د مسکو غلیمانو وسلې او پیسې نه ورکولي،نو همدا دین د دوی د ثروتمندۍ او قدرتمندۍ وسیله شوه او د کمونستانو د تیوریسن مارکس هاغه تور یی ریښتیا کړ چې دین یی تولیدی شبکه نومولۍ وه.پدي هکله د پیغمبر ص حکم دي څوک چې د بل بڼه یا اقوال عملی کوی د هغو له ډلې ګڼل کیږي .                                                                                                     د منافقت دوهمه نښه عهد ماتول دی، دوي و عده کړي وه چې اسلامي نظام جوړه ؤ او د اسلا مې نظام د زعامت لپاره علم عمل تقوا او پرهېزګاري شرط ده.خو دوی تعصبیت شرط وګڼه.د غلبې له پيله یی په ژبني قومي اومذهبي تعصب د نظام ستنې درولی،ان څه حکومتو نه یی قومي او خانداني ول او دي، که د اسلامې سیاسیونو کورنۍ د نظام ستنه وي حکومت اسلامي دي کنه کفري دي. ثبوت یی له ۱۳۷۲یم کال راهېسې پرله پسې کورنې او بهرني جګړې دي.                                                                                           ځان او قوم پالنه تعصب دي او تعصب د ابلیس کړنه ده.د تعصب په اړوند نبي ص فرمایی هر څوک چې په تعصب کې ومري هاغه زما له امته ندی.عبدالعلي مزاري،مسعود،رباني داؤد داؤد،قوماندان پناه او نور ډېر سیاسیون په تعصب کې مړه شوی.                     عبدالعلی مزاري هزاره ورونه پدې تعصب جنګ ته هڅول څه یوه ورځ جنګ کوی او که ټول عمر جواليتوب.مسعود او رباني د تاجکانو د تعصب پارونې لپاره ویل پښتانه غاصب قوم دی. دوی له هند نه راغلي زموږ هېواد یی دا ۲۶۰ کاله لاندی کړی.خراسان زموږ د هېواد نوم وه په افغانستان یی اړولی. او نورو لږه کیو ته یی په تعنه ویل، پښتنو دا دوه نیمې پېړۍ موږ د ځانو غلامان کړی یو.پاڅېږي همدا اوس یی وخت دی، پردیو هم وسلې راکړي او هم مو ملاتړ کوي څه پښتنو نه قصد واخلو.د پټې توطيو او بربڼډه څېرو کتاب کې راغلي؛ رباني استاد فرید ته وایي په تاریخ کې محرومو قومونو ته ډېر لږ چانس په لاس ورځې، خدای دا چانس نن موږ ته په لاس راکړی. زه ریئس جمهور ته صدر اعظم او مسعود د دفاع وزیر دری واړه تاجکان یو د حکومت او دولت ټول واک له موږ سره دی، د حزب مه منه د پښتنو واک باید شنډ کړو.د عصمت قانع له قوله ربانی سخي داد فایض نه وغوښتل قانع راوګرځوه هغه ښه با استعداده هلک ده خو عیب چې پښتون دی.که سیاف نیغ تعصب ندی کړی خو دا ۲۲ کاله د متعصبو په ملاتړ جنګېدلي او جنګیږي.کرزیانو،ګل اغا شېزوی او په ننګرهار کې د دین محمد کورنی هم د سیاف په پله تللی.د نظر محمد مطمئن په نامه طالب سیاستوال په یوه مقاله کې د خپل د ملګري د ملا عباس ستانکزی تعصب په ډير شد و مد په رسنیو کې خپور کړ، ته به وائی چې د خدای ج حکم عملی کړی هغه لیکلی وه د قطر په غونډه کې د اشرف غنې اکا له طالبانو وغوښتل چې د آمنیتې افرادو پر ځای پر سیاف ځانمرګې برید وکړی چې هاغه تاسو خوارج نوموی. ملا عباس ځواب ورکړ هاغه مجاهد ده.موږ او هغوی په ګډه د روسانو په ضد جهاد کړی. مونږ سیکولران چپیان او له غرب نه را استول شوی کسان قتلوو: ملا صیبانو الله ج ان انبیاوو ته د انسان د قتل جواز نده ورکړی.پاتي شه لا عادی خلک.طالب جان به د جهاد په نوم بل به د حاجیانو او هاغه بل به د لمونځ ګذارانو په نامه تعصبي خواږی کوې اوهر تعصبګر به د خپل متعصب ملګري جرمونه بښي ټول غیر متعصب ملت به اشد مجرمان وی لکه څې دا اوس ده. لیکن داسی نده، دین د انسانانو وصل کونکی دی نه فصل کونکی.دین مسلمان ته د فرائضو په ادا کولو دباج اخستو او د ډلګيو جوړولو اجازه نه ورکوي،دین مجرم ته د جرم مطابق دشریعت په حکم سزا تعین کړي. اسلامي سیاسیون عجیبه خلک دي اسلام منی لېکن د اسلام احکام نه منی،د حدیث په حکم دوي د رسول لله ص له امت نه وتلی کسان دی.                                                                                              نوموړو له ملت سره دا عهد هم کړی وه چې عدالت به کوو،سوله به راولو او کڼډواله شوی هېواد به آباده ؤ.خو دوی د ژمنو خلاف عمل وکړ دعدالت راوستو پر ځاي یی پخپله دوي دومره ظلمونه وکړل چې طالب وزېږېد، سوله داسې تری تم شوه چې امریکا او انګلیس له نورو ۴۲هېوادو سره ۱۶۰زره عسکر د آمن راوستو په نامه ورولېږل. هو، د سیاسیونو پنجري او کڼډوالی بلډنګونه شول خو دملت په کڼډ والو نوري ورزیاتی شویدی.              د عهد ماتونکو د سزا په اړوند ابن عمر رض وایی چې نبي ص وفرمائل د قیامت په ورځ به یوه لویه نښه ودرول شي او ذکر به وسی چې دا د فلان بن فلان د ژمني د ماتېدو نښه ده بخاری-مسلم.د حضرت انس نه روایت دی څه محمدص فرمائلي د قیامت په ورځ به د هر عهد ماتونکي یوه خاصه نښه وي چې د هغې په ذریعه وپېژندل سي. او حضرت سعید د رسول اکرم ص نه نقل کوی د قیامت په ورځ به د هر عهد ماتونکې د رسوایی د تشهیر لپاره د هغه په مقعد کې نژدی یوه نښه وي په بل روایت کې راغلي څومره چې عهد ماتونه زیاته وی هومره به یی تشهیر هم زیات وی.یا الله پدې دونیا د دوي په مقعد کې د رسوایی نښه لوړی کړې چې نورته عبرت شی.                                                                د منافق دریمه نښه خیانت دی. یزید بن خالد نه روایت دی رسول الله ص د خېبر په غزا کې د يو اصحابي جنازه ځکه ونکړه چې په کڅوړه کې یی د دوه درهمو نه په کمه بیه د یهودو د مېرمنو غاړه کۍ موندل شوی وه، یا رسول لله د وی خو د مسلمانانو مال تالا کړ ان مېنې یی ور ونړولې تیران او دستک یی ترې یوړل.د دوی له جنازو خو به دې خامخا مخ ګرځو لی وه. ابن عباس وایی عمر بن خطاب موږ ته دا بیان وکړ د خیبر غزا چې ختمه شوه يو اصحابي راغی، وې دا د فلانی سړی شهید دی. نبي ص وفرمائل هیڅ کله نه،په کومه مانا څه تاسو ده ته شهید وایی سهی نده. ځکه دې سړی د غنیمت د مال نه يو څادر یا یی وفر مائل یو برګه کمپله غلا کړی وه د هغه په وجه په همهغه کې تاو شوی د سوزېدو په حالت کې ما په دوزخ کې ولید. بیا رسول اکرم ص ماته حکم وکړ ابن خطاب دا اعلان وکړه چې جنت ته به په ابتدا کې صرف مومن داخلیږی مسلم . سیاسیونو نالیچې بستري قالیني څوکۍ مېزونه یخچالونه دیګی هر څه غلاه کړی انشا الله سوځېدا به یی له هغه نه لایتناهي زیاته وی.                                                                                                  له حضرت ابوهریره نه روایت دی چې رسول الله ص فرمائلي که څوک د چا یوه لویشت ځمکه هم غصب کړی د قیامت په ورځ به هاغه تر ۷مې طبقې وکیندل شې غاړه کۍ به تري جوړه سي بیا به دهغه د غاړې هارشي که چا اوښ غوایی وری او چرګه غلا کړی وی له هغه به هم غاړه کې جوړیږي او د قیامت په ورځ به یی هار کېږي.له ما به د شفاعت غوښتنه کوی زه به ورته وایم ما خو تاسو خبر کړي وې. اسلامی سیاسیونو په زرهاوو جریبه ځمکې په پادو او رمو څاروي غلا کړي په هغه ورځ به یی څومره ډېر هارونه په غاړه وي او ښکلي به ښکاري؟                                                                     د اجره تی جهاد په باره کې له حضرت ابو ایوب نه داسی روایت دی: نبي ع موږ ته وفرمایل پدې نژدې وختو کې به لوی لوی ښارونه فتح شی او د لښکرو به جدا جدا جنډې وی او په هغو کې به د ستاسو لپاره پوځ معین کړی شی.ځني کسان به د حاکم په آمر بلا عوضه جهاد نه خوښوی،بلې سیمی ته به تښتي هلته به غوښتنه کوی که څوک ماته اجره راکوی زه د هغه په لښکر کې جهاد کوم.یانې کس ته د الله ج دخوښي پر ځای مادیت ګټل مهم وي، خبر اوسی هغه سړی به د خپلې ویني تر وروستی څاڅکي پوري مذدور وی، دا کس به مجاهد یا غازی نه، بلکی کرایی خر به وی چې د نورو لخوا د جنګ په ډګر کې جنګېږې تر دی چې ووژل شی ابو داؤد.                                                                           اسلامې سیاستوال لکه د منډوي دلالان چې د متاع د بیی د لوړوالی لپار چني وهي او په درواغو وایی په دومره بیه یی را نه غوښته ورمې نکړ، سیاسیونو به هم د جنګي مذد د لوړی بیی لپاره چنې وهلی او ویل به یی فلانی دومره روپي راکولی ورسره کرایه نشوم. دوی ته د خدای له اجر نه د غيران ګټل مهم وه. د حضرت عباس نه دا الفاظ نقل شوی چې نبي کریم ص فرمایلی:د کوم سړی غوښه چې د حرام مال نه پېداشوی وی یانی جسمانی ودهَ یی د حرام مال نه لکه سود رشوت وغیره نه شوی وی هاغه د دوزخ لائق دی. دینی سیاسیونو د ۳۸کلن جنګ راهیسې د ټوپک په شپيلۍ حرام څښلي حرام یی خوړلی او حرام یی اغوستي.                                                                                        دین زعیم ته دملت د ساتونکی دنده ورسپاري نه د ملت د داړونکي،حضرت ابوهریره نه روایت دی: نیمه شپه وه د کور ور وټکېده څه ور مې پرانیست حضرت عمر ولاړ وه.ما ووې خلیفه خیریت ده پدي نیمه شپه کې یوازي راغلی یی،ویل ویښ وم د خلکو شور می تر غوږ شو بهر مې وليدل چي مسافرو هلته پورته واړول،په بل چا مې جرئت ونشوای کړای نو ځکه ته مي راويښ کړي څه په ګډه پیره پرې وکړو چې څوک یی عزیت نکړي.بیا موږ هلته ورغلو د سهار لمونځ چې روا شو ویښ مو کړل ترې راغلو.رباني څه په کابل او حکمتیار په چهار اسیاب کې ميشت وه د دوی په سل مترۍ کې د دوی کرایی جنګیالیو د خلکو سر مال او عزت لوټه .                                                                                        پورتنیوحدیثو واضع کړي چې د اسلامې سیاسیون اعمال د دوزخیانو او منافقانو دی.                                                                                                        محمد نقیب تره خیل     ۶/۵/۲۰۱۶