لیکنه: امین پاچا
افغانستان د نړۍ یو له هغو وروسته پاتې هېوادونو دی چې رهبران یې یوازې په تشو ژمنو خپلې چارې پر مخ وړي. په نوره نړۍ کې که یو رهبر خپلې ټولې ژمنې هم پلې نه کړای شي، خو تر ډېره بریده هڅه کوي چې د ولس قناعت ترلاسه کړي. که موږ د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته ځیر شو، بارک
اوباما خپل ولس ته ډېرې ژمنې ورکړې وې چې تر ډېره بریده بریالی هم شو؛ د امریکا تر ټولو لویه ستونزه بې وزلي وه چې ولسمشر اوباما دې ستونزې ته د پای ټکی کېښود.
زموږ رهبران لکه څنګه چې مې په پیل کې یادونه وکړه، یوازې په تشو ژمنو او د ولس سترګو ته په خاورو شیندلو خپلې چارې پر مخ وړي چې ښه بېلګه یې د ملي یووالي د حکومت رهبران دي، مخکې له دې چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شي، د ټاکنیز کمپاین پر مهال دواړو مشرانو له ولس سره ګڼې ژمنې کړې وې چې په پلې کېدو کې یې تر دې دمه پاتې راغلي دي او لا هم پر بېځایه ژمنو ولس تېر باسي.
ولسمشر او اجرایوي رییس چې اوس یې یو غیر قانوني او د پردیو په لاس جوړ شوی حکومت پر ولس تپلی، د ټاکنیز کمپاین پر مهال له خلکو سره ګڼې ژمنې کړې وې چې خلکو هم تر ډېره د دوی ژمنو ته هیله من وو؛ خو له بده مرغه د خلکو دا هیلې پر اوبو لاهو شوې. غواړم د ولسمشر او اجرایه رییس د ځینو مهمو ژمنو یادونه وکړم:
د ولسمشر او اجرایوي رییس مهمې ژمنې دا وې چې د بریا په صورت کې به دوی اساسي قانون ته ژمن وي، د یوې تلپاتې سولې هڅې به کوي، په دولتي ادارو کې به سمون راولي، کار به اهل کار ته سپاري، د هېواد اقتصادي ستونزو ته به پاملرنه کوي، په دولتي ادارو کې به فساد ختموي، د ځمکو له غاصبینو او مافیایي کړیو سره به حساب کتاب کوي، هغوی به د قانون منګلو ته سپاري او.... کله چې د ملي یووالي حکومت رامنځته کېږي، نو خپلې کړې ژمنې داسې پلې کوي چې غواړم په لنډه توګه یې تشریح کړم:
اساسي قانون ته د ژمنتیا په صورت کې، یو غیر قانوني حکومت رامنځته کېږي (د حکومت له جوړېدو سره سم قانون تر پښو لاندې کوي.) تلپاتې سوله یې د داسې بریدونو ښکار ګرځي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی؛ په لومړیو کې یې له پاکستان سره خپلې اړیکې خورا پراخې کړې، د سولې کوترې والوتې، بې پایلې څلور اړخیزې ناستې پیل شوې، اړیکې خرابې شوې، بېرته ورغېدې او په دې وروستیو کې یو ځل بیا د یوه بوږنوونکي برید په ترسره کېدو له پاکستان سره اړیکې یو ځل بیا خورا کرکېچنې شوې. په دې وروستیو کې له حزب اسلامي سره هم د سولې خبرې پیل شوې چې تر دې دمه یې د پایلو څرک نه لګېږي. په دولتي ادارو کې سره له دې چې سمون را نه غی، لا ستونزې زیاتې شوې؛ د دې پر ځای چې کار اهل کار ته وسپارل شي، د روابطو پر ځای ضوابط په پام کې ونیول شي؛ د روابطو پر اساس چارې داسې نا اهله کسانو ته وسپارل شوې چې بېلګې یې په تېرو کلونو کې نه وې لیدل شوې؛ په کابینه کې یې تر ډېره بریده پرديپال او افغان ضد کړۍ تر سترګو کېږي، د اقتصادي ستونزو له کبله ډېری هېوادوال له هېواده وتښتېدل او لا هم ډېری هېوادوال له بې کارۍ سر ټکوي.
د امنیتي ننګونو له امله پانګوال له هېواده ووتل، خپلې پانګې یې و ایستې، فساد؛ هغه څه چې ولسمشر تر ډېره پرې ټينګار کاوه، خو په مخنیوي کې یې پاتې راغی. د کابل بانګ قضیه یې را برسېره کړه، خو د دې پر ځای چې د یاد بانک له غلو او فاسدینو پیسې ترلاسه کړي، هغوی ته یو ځل بیا په سوداګریزو او اقتصادي چارو کې د کار زمینې برابرې شوې.
د ملي یووالي د حکومت مشرانو سره له دې چې د ټاکنیز کمپاین ژمنې یې عملي نه شوې کړای؛ لا هم لګیا دي او په هر خبري کنفرانس کې له ولس سره ژمنې کوي. خلک نور د دوی پر ژمنو باور نه کوي، خلکو دوی وپېژندل او اوس هر څه چې وایي خلکو ته هسې بېځایه بابیزې ښکاري.
راځو دې ته چې ولې دوی ونه توانېدل په خپلو چارو کې بریالي شي؟ لکه څنګه چې په سر کې مو یادونه وکړه، د ملي یووالي حکومت یو نا مشروع، د پردیو په منځګړتوب د دوو ټیمونو تر منځ له قانون سره په ټکر کې رامنځته شوی؛ معنا دا چې دوه سری حکومت جوړ شو، وروسته یې لکه څنګه چې وړاندوینې کېدې تر منځ یې لویې ستونزې راپورته شوې، خپلمنځي اختلافات یې ډېر شول؛ دغه اختلافات د دې لامل شوي چې حکومت تر دې دمه د کابینې په بشپړېدو ونه توانېږي او لا هم مهم او کلیدي امنیتي ارګانونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، شرم خو یې لا دا دی چې د سرپرستانو پر سر بیا سرپرستان ټاکي.
که د ملي یووالي د حکومت مشرانو خپلمنځي اختلافات نه درلودی، تر ډېره حده به دوی په خپلو چارو کې بریالي وای؛ زما په اند اوسنۍ ستونزې یوازې او یوازې د خپلمنځي اختلافاتو زېږنده دي؛ که حکومت غواړي چې له دې ستونزو را ووځي، په کار ده چې چارواکي له خپلو شخصي او قومي ګټو تېر، ملي او هېوادنۍ ګټې په پام کې ونیسي.
دویمه لویه ستونزه په کابینه کې د اهلو کسانو نه ګومارنه ده؛ ولسمشر او اجرایوي رییس تر ډېره بریده اړیکې پاللې دي، دوی د شخصي اړیکو پر اساس په کابینه کې تجربه نه لرونکي کسان پر دندو ګومارلي؛ داسې هم شوي چې یو کس په اقتصادي چارو کې وړتیا لري، خو د دې پر ځای چې یاد کس ته د اقتصاد وزارت چارې وسپارل شي؛ هغه ته د مخابراتو وزارت چارې سپارل کېږي، حکومت ته په کار ده چې له اړیکو تېر شي او هر ارګان ته او په ارګان کې دننه نور کسان اهل کسان وګوماري.