لیکوال: عبدالحنان
خبره په دې نه ده چې حزب اسلامي سم تصمیم ونیو که ناسم، خبره دا ده چې له نېږدې اوو اتو کلونو راهیسې حکومت د سولې نارې وهي، څو کلونه یې مخالفو وسلوالو ته د مرورو وروڼو خطاب کاوه، په رسنیو کې به یې زارۍ کولې چې راشئ د الله په خاطر سوله
وکړئ! سوله د قرآن حکم دی، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک ارشاد دی، د انساني ټولنو لومړنۍ اړتیا، په ځانګړي ډول د افغان ځورېدلي او کړېدلي ولس اوبه او ډوډۍ ده! چې حقیقت همداسې دی.
موده وروسته خبره له مرورو وروڼو نه د سیاسي مخالفینو شوه، اوس دا ده د تروریزم څوکې ته وخته! د حزب اسلامي ګام ډېرو نیک پال وباله او تود هر کلی یې وکړ، داسې هیلې وې چې په ورځو دوو کې به نوې غوټۍ ګل شي، خو اوس انګېرنې دي چې ګل په غوزه کې وچ شوی! یو لوړ پوړی چارواکی وايي چې پاڼې له اونیو راهیسې د ولسمشر په میز د کتو په تمه په رڼو سترګو ویدې دي!
درک نه لګي چې د ولسمشر ګوتې چا پرې کړې دي چې قلم نشي پرې نیولی، او که یې دموچي په تار تړلې او له حرکته یې لولولې دي!
سړی د سیاسي مخالفینو یا په مخکنۍ اصطلاح مرورو وروڼو سیاسي درک او درایت ته هېښ شي، چې څومره ژور او پراخ سیاسي درک لري! اوس اوس د کیسې بیخ لږ لږ را لوڅېږي چې مرور وروڼه یا سیاسي مخالفین او یا تروریستان ولې دحکومت د سولې په نارو باور نه کوي! .