د نبيل ورستی دريځ!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکنه: سپيڅلی ځوان

د پښتنو ستره غلطي داده، چې زر قضاوت کوي. په یوه وړه خبره باندې دې د ژوند ټولې کارنامې له خاورو سره خاوري کوي. چې دا کار اصلا ښه کار ندی، د هر شي په اړه او هرې پېښې په اړه باید یو څه د عقلانیت څخه کار واخيستل شي.


د ملي امنیت پخواني رييس، رحمت الله نبيل پدې وروستیو کې د ټول ولس په زړه کې ځانګړی ځای درلود او اوس یې هم لري. که رښتیا ووایو په ټوله کې کار هم کړي دی. نبیل یوازې دا نه، چې د پښتون لپاره یې کار کړی دی، بلکې د ټول هيواد لپاره یې قرباني ور کړې ده، چې پدې باندې سترګې پټول به یو ستر خیانت وي. اما، دا ټولې قربانۍ د یوې وړې خبرې او ليدنې قرباني نشي کيدلای!
نبیل، تيره ورځ د بلخ سرپرست والي، عطامحمد نور سره ليدنه کړې ده، چې اوس یې په ټولنه کې ډېری ليکوالو دا ليدنه بده او د انتقاد وړ بللې ده. دا چې دا ليدنه د څه لپاره وه، پدې باندې هېڅوک ندي خبر اما بابولالې یې په ټولنیزو رسنیو کې پيل کړې دي. هر څوک حق لري، چې په ځانګړي ډول له هر چا سره ويني، هېڅوک یې مخه نشي نيولای!
بیا نبیل خو، نه له کوم پاکستاني، یا کوم بل چا سره ليدنه نده کړې، عطا نور ددې هيواد یو پر نفوذه شخص دی او هر څوک کولای شي ور سره وويني او د هيواد د راتلونکي په اړه ور سره خپل نظر شريک او د نور نظر واخلي. نو دې ليدنې ته د شک په سترګه کتل به یو ستره غلطي وي، دا ليدنه د آی اس ای یا کوم هيواد د استخباراتو له غړي سره نده تر سره شوې، نه کوم داسې څه شوي دي ، چې د هيواد په زیان پرېوځي.
نبيل د ملي امنيت ریيس پاتې شوی دی، نو په امنيتي او استراتيژيكو ملي مسايلو باندې ملت پرې حق لري چې خپل دريځ څرګند کړي، او كه چيرته يې دا ليدنه د معاملې يا بلې خبرې لپاره تَرسره شوې وې نو نبيل بايد له اتمر او غني سره معامله كړې وای! ترڅو په قدرت كې پاتې وای نو نبيل هميشه ملت ته مخه كړې او قدرت او امتياز ته شاه كړې ده. او هميشه يې ملي دريځّ خپل كړی دی.په ملي مصالحو کې د هر چا حق دی، چې خپل نظر څرګند او د ملت سره شريک کړي، چې دا کار نبیل هميشه کړی دی او دا یې هم یوه واضح بېلګه ده.
نو، د نبيل صېب، تيرې لاسته راوړنې به په یوه وړه ليدنه باندې د سيند اوبو ته نه لاهو کوو، بیا د توتاپ په اړه د نبیل صېب، نظر یو معقول نظر دی، دا چې پلی کيږي کنه هغه بيله خبره ده، شاید د نبیل صېب نظر ځينو ته د قبول وړ نه وي، اما خبره باید په معقلو دلایلو باندې وشي، تر څو په خبر باندې سره پوه شو چې څوک په حقه او څوک ناحقه روان دی......
د توتاپ په اړه د نبیل نظر:!
لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست،چې د ملي یووالي حکومت وروستی تصمیم د ترکمنستان څخه د برېښنا لېږد پروژه چې پخوا په توتاپ مشهوره وه، د بامیان – میدان وردګ له لارې سالنګ ته یې تغیر کړې. چې له مخې یې زموږ د ګڼو هېوادوالو نیوکې راپورته کړي دي.
په دغه برخه کې تر اوسه پورې د ملي یووالي حکومت نه دی توانېدلی چې ولس ته یو قوي، علمي او تخصصي منطق او یا قناعت بخښوونکی دلیل وړاندې کړي.
دغه تصمیم او د وضاحت نشتون نه یوازې دا چې زموږ د یو ګڼ شمېر داسې هېوادوالو محروم ساتل دي، چې له ډېره پخوا راهیسې د شتمنیو او ملي امکاناتو نه د محرومیت بار په اوږو وړي، بلکې زموږ د خلکو ترمنځ د شخړو او تاویلو ما ویلو سبب شوي.
زه د دره شکاري،لرغونې بامیانو،دایکنډي، غور او میدان وردګ او د هيواد د نورو لرى پرتو سيمو ستونزې ښه درک کولی شم، چې د دغو سیمو اوسیدونکي له څومره محرومیت سره مخ او له څومره مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.
د ملي یووالي حکومت له مشرانو باید وپوښتل شي، چې د توتاپ د پروژې له مخې که د خوست،پکتیا،لوګر او غزني کورونه روښانه کیږي، نو څه عیب به ولري چې په خپله لاره کې زرګونه نور کورنه چې په بغلان،بامیان، او میدان وردګو کې دي روښانه کړي.
زه د وروستیو ورځو بدلونونه شېبه په شېبه تعقیبوم او په دې هیله وم چې د ملي یووالي حکومت به د دغې مسالې اهمیت په دې حساسو شرایطو کې درک کړي او زموږ د هېوادوالو مثبتو غوښتنو ته به ځواب ووايي، خو له بده مرغه نه یوازې دا چې د ملي یووالي حکومت مشرانو زموږ د هېوادوالو مثبتو غوښتنو ته توجه نه ده کړې، بلکې قناعت بخښونکی ځواب یې هم نه دی ویلی.
ځینې نور یې لا په دې لټه کې دي، چې دا مساله په شعوري یا غېرې شعوري توګه سیاسي او قومي وګرځوي.
جوته دى وى چى محرميت، محروميت دى، او هزاره،پښتون، تاجک او ازبک نه پيژنى.
زه د دغه وطن د یوه خدمتګار بچي په توګه د بامیانو، میدان وردګو،تاله و برفک او دایکنډي د خلکو د دغه برحقې غوښتنې ملا تړ کوم.
د اساسي قانون له مخې دا د دولت دنده ده ،چې متوازن پرمختګ،عدالت، د شتمنیو او ملي امکاناتو په منصفانه توګه د وېش لپاره زمینه برابره کړي او حکومت.
پورته نظر که ښه په غور سره ولولئ، نو دې نتېجې ته به ورسېږئ، چې په دې کې کوم داسې څه نشته دي، چې محقق یا کوم بل رهبر ته پکې چاپلوسي شوي وي. بلکې یو واقعیت یې بیان کړی دی، چې په دې نظر کې د پښتنو لپاره، کوم تاوان نشته دی، بیا دا خو هسې یو نظر دی، چې ور کړی دی، نو پدې نظر باندې د نبیل صېب، هر څه باید له خاورو سره خاورې نشي. بیا که دا پروژه د بامیانو له لارې تيره شي کومه خبره نده، ځکه هغه هم زموږ او ستاسې د هيواد یوه برخه ده.
نو، د عطا محمد نور سره ليدنه کمه غلطي نه، بلکې یو مسلم حق دی، چې هر څوک کولای شي په هيواد کې د ننه لپاره ليدنه وکړي. د توتاپ په اړه یې یو معقول نظر دی، او دا خبره په ملت او دولت پورې اړه لري، دا چې د نبیل نظر پلی شي یا نشي هغه ځانته خبره ده، هر څوک کولای شي د خپل نظر اظهار وکړي.
تل دې وي افغانستان!
سرلوړی دې وي، د هيواد اتل بچی رحمت الله نبيل!