لنډه کيسه :رفيع الله روشن
د چپ لاس غټه ګوته مې تر زنې لاندې کړې وه په سوچونو کې ډوب ناست وم ،حواس مې ټول الوتي و نه پوهېدم په څه شي مې فکر کاوه يو وخت مې د ښي سترګې په کونج د چا سيوری وليد، خو پکې له ډوب شوي سوچ څخه ورته راته وتل مهم معلوم نشول.
شېبه لا نه وه تېره چې هماغه سيوری مې بيا په نظر راغی،بيامې هم د ورکتلو پرېکړه ونکړه،هماغسې لا د خيالونو په ګړندۍ کيشتۍ کې دسمندر منځ کې روان وم ،لامې هم داوبو په خيالي سمندر او سراب له کيشتۍ چلولو خوند اخسته او ددې لا ادرسه سمندر څخه مې دوتلو هېڅ تصميم نه لاره چې د بوټ په څوکه يې په ملا چوخ کړم،ګوته مې له زنې ختا او سر مې ښکته لاړ ،په نيمه ثانيه کې يې دهغه بې سر اوسرسره سمندر څخه ساحل ته کړم،ګورم چې مخکې مې زنګون کېشت کېناستله.
غاړه يې لکه دزاڼې را اوږده کړه :تا ځانته څه فکر کړی دی ؟دومره په ځان غره کېږه هم مه نور انسانان هم وينه.
ورته ومې ويې زه هرچاته نه ګورم.
راغبرګه يې کړه ښه نو زه اوس هرڅوک شوم؟
ښه ښه ماويل څنګه دې څنګ ته تېرېږم را تېرېږم اوته هېڅ نه راګورې ، نو داسې ده.
له ګوتومې ونيوله ټکان مې ورکړ،ګوره سارا ! ته ولې له هرې خبرې سره ضد کوي،زما هېڅ تاته فکر نه وخدای خبر په څه او دچاپه فکرونوکې غرق وم ،ټول فکر دې راته ګډ وډ کړ،ستاخومې دا عادت هېڅ نه خوښېږي.
ښه رانږدې شوه په داسې حال کې چې دواړه زنګونه يې راسره ولګول په رډو سترګو يې وويل: سترګې به دې وباسم چې د بل چا په هکله فکرونه وکړې.
او هو رښتيا خوښېږي دي اوکه نه دې خوښېږي زما يې څه زه ستالپاره خپلو عادتونوته تغير نه شم ورکولی او دا زما مشکل نه بلکې ستا دی،چې خوښ دې نه دي نوځه څنګه وکړم ځان ورسره عادت کړه.
خندا راغله خو ځان مې جدي کړ سره له دې چې پوهېدم ډېره مينه ورسره لرم او زړه ته مې هم ډېره نږدې ده خو غوښتل مې غوسه يې کړم ،دهغې دې ماشومانه ضدونواو مرور توب به ډېر خوند راکاوه،ورته ومې ويل:
ـ ښه نو تاته ولې زور درکوي؟تاسره خو مينه نلرم اونه هم مينه د زور خبره ده، او رښتيا زه څه اړتيا لرم چې ستا له دې مزخرفو عادتونو سره ځان عادت کړم ،نه مې ته پکار يې اونه هم ستا دا بې ځايه فلمي اکټونه ورځه له مخې مې لرې شه.
لکه تږې مچۍ ببره شوه سترګې يې راباندې را ووېستې :بس زما مينه په زور ده او ته مجبور يې چې ځان راسره عادت کړې،پوی شوې کنه؟ او ګوره سليمه دا بې ځایه خبرې دې پرېږده،ته هر وخت يواځې په خپلوخبرو مئين يې، هسې مې مه لېونۍ کوه.
مخ مې ورته را واړاوه ورته ومې ويل نوته کله په حل يې خو اوس هم لېونۍ يې،هسې ماته ځان هوښياره هوښياره مه کوه زه دې په پوره معنی پېژنم خېرنې.
ددې ځورولونه مې ډېر خوند اخسته همداسې مې ورته کتل خو ډېره خندا راتله.
پخپل ځای ودرېده، له ډېرې غوسې يې په وېښتانوکې راته ګوتې واچولې ټکان يې راکړ،ويښتان يې راته جړپړ يې کړل.
: ورشه هندارې ته وګوره اوبيا ووایه چې زه لېونۍ يم اوکه ته.
هېڅ مې هم ورته ونه ويل،يوه شېبه دواړو سکوت اختيار کړ،دا ولاړه وه او زه ناست وم ځمکې ته مې کتلې چې مبایل يې وشرنګېده ژر مې ور وکتل خو دامې له څنګه روانه شوه بېرون په دهلېزکې يې خبرې پيل کړې داسې خبرې يې کولې لکه مقابل لوری يې چې هلک وي او په مينه ناکه لهجه سوالونه اوځوابونه يې سره تبادله کول،هېڅ راته دزغملو نه وې،ژر مې ورمنډه کړه زماطرف ته يې شاه وه مبايل مې ورڅخه کش کړ،ګړندي يې راپسې وکتل لاس يې راواچاوه : راکړه مبایل چې خبرې کوم،څه کار لرې راسره ورځه خپل کار دې کوه،نور نه زه په تا کار لرم اونه به ته راباندې کار لرې حتی سلام کلام هم زما او ستا ترمنځ له نن څخه وروسته بند شو.
دهغې مبايل مې په لاس کې و لامې غوږ ته نه و پورته کړی يوځل مې يې سکرين ته وکتل،ګورم چې مبايل کې څوک پرليکه نشته هغې هسې زما د ځورولو لپاره زنګ پرې راوستی و ، غوږ ته يې نيولی و اوله ځانسره يې خبرې کولې.
په کړس يې وخندل ښه نو څنګه شو اوس ووايه چې مينه نه درسره نلرم،ته خو ډېر مغرور يې کنه!؟ته به ولې ماته وايي چې مينه درسره لرم دادی خدای پاک راته رسوا کړې،د سارا دې هنر نور ډېر خوند هم راکړ .
په يوڅه فاصله کې رانه ودرېده ويې ويل: ګوره ګلابه که ته يې راته ونه وایی نو ستا سترګې يې راته وايي اوپه سترګو کې دې زه دځان لپاره ډېر څه وينم،زه پوهېږم چې څومره مينه راسره لرې.
همداسې مې ورمنډه کړه لاسونه مې ترې چاپېر کړل خو لامې يې حلقه سره نه وه ټينګه کړې چې په سترګوکې په اشاره يې راته وويل شاته دې وګوره،وترهېدم ژر مې لاسونه ازاد کړل او شاته مې وکتل ،خو دې بيا راباندې چل کړی و شاته مې هېڅوک نه و،کله چې مې بېرته د هغې په طرف وکتل نو سارا هم دکوټې په منځ کې ولاړه وه او له کړکۍ وراهوا يې راته ويش ويش کول.