سرلوڅ مرادزی
په بل غشي په ټوپک ویشتلی نه یم
که ویشتلی یم خو بیا په خپل ټوپک یم
خوشال بابا
له هغې وروسته کله چې ولسمشر اشرف غني په جلال اباد کې مسووله چارواکو ته دنده وسپارله چې په دې ښار کې د افغانستان د
محصل غازي امان الله خان مقبره ورغوي، دغه موضوع د یو شمېر رسنیو لخوا په نسبي توګه، تر پراخ بحث لاندې ونیول شوه. په نوموتې افغان جرمن بریښناپاڼه کې په دې اړه یو شمېر افغانانو داسې وړاندیز هم درلود چې ښه به دا وي د هغه ارواښاد میت د افغانستان پلازمېنې کابل ته انتقال او په دولتي پرتمینه مراسمو سره خاورو ته وسپارل شي او د خپلواکۍ د محصل د دغه ستر ملي شخصیت له شان سره سمه مقبره پرې جوړه شي.
د نورو افغانانو د وړاندیزونو او په دې اړه د تبصرو ترمنځ مې د ښاغلي کاندید اکاډیمسین محمد اعظم سیستاني لیکنه ترسترګه تېره شوه. سیستاني صیب هغه ارادت چې غازي امان الله خان ته يي لري او له دې تازه لیکنې سربېره يي په زیاتو نورو لیکنو کې هم په استدلال او مستندو لاسوندونو څرګند کړی، نه یوازې د تایید، بلکې د ستاینې او شاباس وړ ګڼل کیږی.
د تاریخي مسایلو په څېړنه او شننه او په دې اړه د هغه د څرګند ملي دریځ په اړه نه یوازې شک نشته، بلکې هغو کسانو ته چې غواړي د افغانستان تاریخ مسخه او سرچپه تفسیر کړي، د ښاغلي سیستاني صیب مستندغاښ ماتي ځوابونه د قدر او ستایلو وړدي.
دلته د دې لیکنې موضوع د ښاغلي سیستانی د لیکنې پر هغه برخه راڅرخي چې هغه، د ده د مسلک او علاقې، تاریخپوهنې په اړه نه، بلکې د نوموړي له سیاسي دریځ او د افغانستان د روانو حالاتو له تفسیر او په دې اړه د ده د لرلید او سیاسي موخو سره تړاو لري.
د غازي امان الله خان د مقبرې د رغون او د میت د انتقال د څرنګوالي په اړه د خپلو وړاندیزونو ترڅنګ ښاغلی سیستاني داسې تبصره کاږي« من اعلام ترميم مقبرۀ شاه امان الله غازی را به ھدايت شخص اشرف غنی، محض يک بازی سياسی بمنظور خوشحال کردن مردم قندھار ميدانم، زيرا در سفراخير رئيس جمھور به آن شھر، مردم از وی چندان استقبال نکردند واعتراضاتی مبنی براينکه اشرف غنی با درانی ھا سر دشمنی گرفته و تمام رجال کار دان درانی را از تمام مقامات مھم وموثر کشور حذف کرده است. بنابرگزارش ھای رسانه ھا، جلسه ايکه در آن اقای اشرف غنی سخنی رانی کرده بود بعد از سخنرانی به تشنج کشيده شد. بعد از بازگشت ازاين سفربود که موضوع ترميم مقبره مرحوم شاه امان الله، که در اوضاع کنونی خيلی بھتر از مقبرۀ پدرکلانش امير عبدالرحمن خان، مورد احترام وتکريم مردم شريف ننگرھار قرار دارد، مطرح شده است. و برخی از ارادتمندان آن شاه غازی فکرميکنند که اشرف غنی واقعا ميخواھد بطور شايسته ای از مقام ومنزلت شاه امان الله قدر شناسی نمايد، ولی من به چنين امری باورندارم و گلايه ھا وشکايات مردم قندھار را از رئيس جمھوراشرف غنی و برخورد او با طوايف درانی را درک وتائيد ميکنم. بدين لحاظ، من اقدام اشرف غنی را تا سطح يک ترميم ساده بر چتر مقبرۀ آن شاه ، برای خوشنودی و درعين حال جلوگيری از ګلايه ھا و شکايات مردم درانی از او، چيز بيشتری تصور نميکنم.افغان ــ جرمن بریښناپاڼه»
دلته ښاغلی سیستانی له اصلې موضوع سره خپلې سیاسي اندیښنې او اندتوګه ورګډه کړې او غواړي د افغانانو پام د اصلي موضوع پرځای نورو مسایلو ته چې ورځنی بازار يي د ملي ګټو او وړاندلید په نسبت تود ښکاري، ورواړوي. هغه نور مسایل د ده پخپله تبصره کې په دې ډول دي:
ــ اعلام ترميم مقبرۀ شاه امان الله غازی را به ھدايت شخص اشرف غنی، محض يک بازی سياسی بمنظور خوشحال کردن مردم قندھار
ــ زیرا در سفراخير رئيس جمھور به آن شھر، مردم از وی چندان استقبال نکردند واعتراضاتی مبنی براينکه اشرف غنی با درانی ھا سر دشمنی گرفته و تمام رجال کار دان درانی را از تمام مقامات مھم وموثر کشور حذف کرده است
ــ جلسه ايکه در آن اقای اشرف غنی سخنی رانی کرده بود بعد از سخنرانی به تشنج کشيده شد.
ــ بعد از بازگشت ازاين سفربود که موضوع ترميم مقبره مرحوم شاه امان الله، ګویا در نظر ګرفته شد
ــ برخی از ارادتمندان آن شاه غازی فکرميکنند که اشرف غنی واقعا ميخواھد بطور شايسته ای از مقام ومنزلت شاه امان الله قدر شناسی نمايد، ولی من به چنين امری باورندارم
ــ گلايه ھا وشکايات مردم قندھار را از رئيس جمھوراشرف غنی و برخورد او با طوايف درانی را درک وتائيد ميکنم.
ــ بدين لحاظ، من اقدام اشرف غنی را تا سطح يک ترميم ساده بر چتر مقبرۀ آن شاه ، برای خوشنودی و درعين حال جلوگيری از ګلايه ھا و شکايات مردم درانی از او، چيز بيشتری تصور نميکنم
د ښاغلي سیستاني لیکنه مې دلته د جلا جلا جملو په توګه، ځکه راغبرګه کړه چې له ښه پوهاوي سره سره يي هره برخه په اسانۍ سره تر څېړنې لاندې ونیول شی.
پر یادو پراګرفونو د بحث د غځولو او پړسولو د مخنیوي لپاره یوازې په لاندې څو ټکو تم کیږو:
لومړی په دې پراګراف ورتم کیږو«اشرف غنی با درانی ھا سر دشمنی گرفته و تمام رجال کار دان درانی را از تمام مقامات مھم وموثر کشور حذف کرده است»
بیخي عجیب قضاوت!
پوښتنه دا ده، اشرف غني کوم درانه، په خبره پوه او محبوب القلوب دراني پښتانه له چوکۍ لیرې کړي او د هغو پرځای يي ناوړه او بېکاره غلجې ورټومبلې، ایا ښاغلی سیستاني يي څو بېلګې ښودلای شي؟
ایا دلته ښاغلي سیستاني د ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شیرزی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول او یا خپله پخوانی ولسمشرحامد کرزی او یا د دوی پشان نور ښاغلي یادوي چې تاریخي شالید او کارنامو يي هېواد د ناورین پر ګړنګ درولی دی؟ ایا د نظارشورا څخه د یاده کسانو ملاتړ نه وو چې عبدالله عبدالله يي ډاډه کړ سره له دې چې ټاکنې يي بایللې وي، د لويي جرګې په خیمه کې د اشرف غني په وړاندې، موازې حکومت یا دوهمه سقاوي اعلان کړي!
په تېرو ۱۴ کلونو کې داسې یو دروند، مسلکي او په ریښتیا ملي درانی شخصیت چې اشرف غني له دندې ګوښه کړی او د هغه پرځای يي ناکاره او ناوړه غلجی ګمارلی وي، د بېلګې پتوګه سیستانی صیب په ګوته کولای شي؟
ایا داسې خبرې مجاهدین او د هغه په سرکې سیاف نه کوي، چې وايي اشرف غني مجاهدین له لوړو څوکیو ګوښه کړل او د هغو پرځای يي تیکنوکراتان او روشنفکران وروټاکل؟
ایا ریښتیا ولسمشر اشرف غني په لویلاس او عمدآ لکه څنګه چې د سیستاني صیب له لیکنې ښکاري، د غلجو او درانو پښتنو ترمنځ توپیر ته قایل دی؟
ایا سیستانی صیب چې موږ يي خپل تاریخپوه ګڼو په دې نپوهیږي چې د درانو او غلجو پښتنو په منځ کې بېلتون ته د لمن وهلو خطر او زیان چې له هغې هم افغانان په لسګونو نورو رنځونو او ستونزو اخته او ککړ دی، د هېواد په روانو حالاتو کې څونه نور زیانمن تمامېدلای شی؟
ایا ولسمشر د سیستاني صیب په اند، داسې توپیر ته لمن وهي؟ په دې برخه کې کوم دلایل او لاسوندونه ښودلای شي؟
دا چې ځینې سیمه ایز رقیبان او سیالان لکه پنجاب او ایران او یا په کور دننه نظارشورا او د اریايي غوندې بریښناپاڼې د درانو او غلجو پښتنو ترمنځ بېلتون ته لمن وهي، ایا په داسې مهال زموږتاریخپوه ته هم پکار دي چې د هغو په زهرجنو تبلیغاتو کې ځان ورګډ کړي او د دښمنانو او رقیبانو له مورچله د هېواد پر ولسمشر ډزې وکړي او پرهغه ناروا تورونه وروتپل شی؟
ایا دا د شا لخوا پر ولسمشر د چړې د ګوزار مانا نه لري!
دا چې سیستانی صیب وايی، په کندهار کې د ولسمشر غني له وینا وروسته په غونډه کې کړکېچ جوړ شو، ایا ښاغلی سیستاني پوهیږی چې دا کړکېچ د ګل اغا شیرزي پشان جمعیتیانو او د کرزي پلویانو پلان کړی وو. داسې کوچنیو ناندریو ته چې د دولتي چارواکو ترمنځ هر وخت پېښېدلای شي، د غلجو او درانو پښتنو ترمنځ د کړکېچ نوم ورکول، کومه اړتیا ده؟ ایا دلته سیستانی صیب تر بوسو لاندې اوبه نه تېروي؟
ایا د تش په نوم مجاهدینو په سرخېلۍ د سیاف او د سیستاني د تورونو او اندیښنو ترمنځ کوم توپیر شته؟ دغه دواړه تورونه له یوه ځایه سرچینه نلري؟ ایا د سیستاني تور د سیاف له توره ناوړه او زیانمن نه دی؟
بلخوا دا چې سیستاني صیب وايی « اشرف غني مقام ومنزلت شاه امان الله قدر شناسی نمايد، ولی من به چنين امری باورندارم»، څنګه پوهیږي؟
په وروستیو دولتي مشرانو کې اشرف غني لومړی مشر دی چې د غازي امان الله خان مقبرې ته ورځي او دولتي چارواکو ته د هغې د رغون او ترمیم لارښوونه کوي. اوس سیستانی صیب څنګه پوهیږي چې د ولسمشر غني دغه اقدام د هغه( ولسمشر) له زړه څخه نه دی او یوازې د درانو د تېرېیستلو لپاره په پام کې نیول شوی دی؟
ایا غازي امان الله خان د ښاغلي سیستاني په سترګو یوازې د درانو مشراو ویاړ دی که هغه د ټولو افغانانو مشر او یوه وتلې او منلې ملي څېره او شخصیت دی!
لوستونکو ته به یاد وي، یوازې څو اوونۍ مخکې، یو یا دوه نیمچه ملایانو لکه ملا عبدالصبور چې د اسلامي پوهې پته او ماخذ يي نه تر سترګو کیږي، د خپلواکۍ د محصل غازي امان الله خان پسې د انګریزانو د پروپاګنډې پخوانۍ دوسیه بیا راسپړلې وه، په غښتلي ګومان ولسمشر اشرف غني به د داسې پرپاګنډې په وړاندې د وړ ځواب لپاره د غازي امان الله خان د مقبرې د بیا رغون لارښوونه کړې وی، نه د دراني پښتنو او کندهاریانو د سترګو تورولو لپاره چې سیستاني صیب يي انګیري! ولسمشر ښايی د سیاف د ویاند فهیم کوهدامني، لطیف پدرام او د نظارشورا د پرلپسې تورونو په ځواب کې د خپلواکۍ د محصل په قدر او درناوۍ ګام اخیستی وي چې باید وستایل شي او داسې چارو ته نوموړی لا وهڅول شی.
د داسې نیک او ملي اقدام په وړاندې باید ولسمشر نور هم وستایل شي او وهڅول شي چې د دارالامان ماڼۍ د رغون کار پیل کړي.
ښه به دا وي چې د ښه او نیک اقدام په وړاندې د درناوۍ چلند خپل کړو، نه دا چې هرڅه ته په تورو عینکو کې وکتل شي!
زه ځان، د ولسمشر اشرف غنی د شخصیت او سیاسي اندیښنو مدافع وکیل نه ګڼم او نه دلته د کومې شخصې ګټې په تمه یم او نه يي په قصه کې یم، خو د غلجي او درانو پښتنو ترمنځ په زوره او لویلاس د قومي ستونزې منځته رااچول چې له بنسټه شتون نلري، د هېواد په موجوده حالاتو کې نه یوازې ثواب لید نه ګڼم، بلکې هغه یوه شیطاني او د بېلتون پالنې هڅه بولم. که دا هڅه چیری په لویلاس هم نه وي، لږ تر لږه د هېواد له روانو حالاتو بېخبري او سیاسي اومګړتیا خو خامخا ګڼل کیدای شي.
تاریخپوهنه پخپل ځای کې د قدر وړ ده او د نورو ښېګڼو ترڅنګ د یوه ملت په پېژند او هویت کې د بنسټ ډبره ګڼل کیږی. په دې لار کې هڅه ستر، بیساري او ګټور کار دی، خو که له دې پوهې سره ژورسیاسي لرلید ملتیا ونه لري او د وخت غوښتنې او ملي ګټې لکه څنګه چې ښايي، انځور نه کړی شي او یوازې تاریخي پېښې د مجرده قصو او حکایتونو پتوګه بیان او تفسیرشی، د ګټې پرځای معکوسه پایله لرلای شي!
زه اوس هم سیستاني صیب ته په تاریخپوهنه کې ارادت لرم، خو دا پوهنه نه ښايی د ورځنیو ژر تېرېدونکو سیاسي حالاتو قرباني شي او د ټاکنیزو منډو ترړو او شعارونو تر اغیز لاندې خپل علمي ارزښت وبایلي!
د ښاغلي سیستاني داسې تبصره لویه سیاسي تېروتنه ده چې تمه يي نه کېده، اوس باید په یوه لیکنه کې هغه له سره وارزوي او سمون پکې راوړي.
د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی