محمد روښان ښاد
پخواني جګړه مار او زورواکان لا هم خپل نامشروع نفوذ لري او له همدغه ناوړه نفوذ څخه په ګټه اخیستنې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د حکومت او ولس د اړیکو د نږدېوالي، د قانون د تحکیم او د امنیت د تامین پر وړاندې ستونزې او خنډونه ایجادوي، ځکه زورواکان په
ورانو شیدو او خړو اوبو کې خپل خیر او شخصي ګټې لټوي. دوی غواړي چې افغانستان همدغسې په ستونزو کې وي او د افغانستان له دغه احتیاج او محتاج حالت څخه په ګټه اخیستنې دوی خپل نفوذ جاري وساتي.
زورواکان په روانو جګړو، ناامنیو، دربدریو، چاودنو، بریدونو ، انسان تښتونو او نورو بدمرغیو کې یا عملاً او مستقیم دخیل دي او یا په غیر مستقیمه توګه همدغه ناوړه چارې ترسره کوي، ځکه دوی خپل جنګیالي، باغیان او بانډونه لري، چې د هغوی پر مټ د نورو ورانکاریو او بې لاریو تر څنګ ولس ځوروي او له ولس څخه دوی خپل باج اخلي. دوی تل خلک تهدیدوي او که څوک یې د ګټور پر وړاندې خنډ شي، نو په مرګ یې ګواښي او که بیا هم د دوی پر وړاندې مقاومت وکړي، نو په مرموزه توګه او یا یې هم په رڼه میدان له منځه وړي.
زورواکان د افغانستان له دښمنانو سره پټې اړیکې او ملګرتیا پالي، ځکه په لویه کې د دوی دواړو موخې او ګټې سره شریکې دي، د افغانستان دښمنان او زورواکان د زور او تهدیدونو له لارې د ناروا ګټو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. دوی نه افغانستان ته ژمن دي، نه ولس ورته مانا او ارزښت لري او نه هم ملي ګټې او ارزښتونه پېژني.
حکومت ته ښایي چې د امنیت د تامین ، د حکومت د پایښت او د اساسي قانون د تطبیق لپاره د زورواکانو زور اوبه کړي او تر څو چې د زورواکانو زور اوبه نشي، نو تر هغو به نه حکومت پایښت ومومي، نه به قانون تطبیق شي او نه به هم تر هغو پورې پر حکومت د خلکو باور زیات شي.
عام ولس له زورواکانو څخه تر پوزې راغلی دی، نور د دوی له ځورولو او باج ورکولو څخه په تنګ شوي دي، ځکه همدغو زورواکو د دوی جایدادونه ور څخه اخیستي دي، د دوی ځمکې یې غصب کړي دي او د دوی په کلیو او سیمو کې یې د بیارغاونې د چارو مخه نیولې ده، حتی په سیمه کې شته ټولګټي ځایونه لکه ښوونځي، سرکونه، پلونه، روغتونونه او نور ځایونه د دوی په شخصي ملکیتونو بدل شوي دي. د ښوونځیو، روغتون، سرک، پل او نورو ځایونو په نومونو پیسې را اخلي او خپلو شخصي جیبونو کې یې اچوي.
د زورواکانو د دغه وړ ناوړه ګټو یوه ښه بېلګه ملاتره خېل دی. ملاتره خېل د ملي شورا غړی دی. پرېمانه ټوپکیان او باغیان لري. څو کاله وړاندې یې په حقه روژه کې د پل خشتي جومات مخې ته شپږ تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان کړل، مګر د هغه وخت حکومت ورڅخه هیڅ پوښتنه ونه کړه.
څه موده وړاندې یې په احمدشاه بابا مېنه کې ناحیې ته اور ورته کړ، ناحیه یې وسوځوله، وسایل یې چور کړل او هلته یې پرېمانه ځایونه غصب کړل، غرفې یې په کې ولګولې او له خلکو څخه د میاشتې له 3000 – 5000 افغانیو پورې کرایه اخلي او دا په خپلو شخصي جیبونو کې اچوي.
ملاتره خېل په څرخي پله سیمه کې په زرګونو جریبه ځمکه غصب کړې. په غصب شوې ځمکه یې ښوونځی، مدرسه او روغتون جوړ کړی دی، خو دا ټول داسې دي لکه د ملاتره خېل شخصي ملکیت چې وي، ګټه وټه یې د ده جیب ته ورځي. همدارنګه په څرخي پله د موټرو اډه کې له لویو او وړو موټرو هره ورځ او هره شپه پیسې اخلي.
د دې ټولو تر څنګ د ملاتره خېل په نومرو کې څو ځله ترهګر، وارنکاري، چاودېدونکي واسکټونه او پرېمانه چاودېدونکي توکي ونیول شول، مګر دغه زورواکی لا هم له خپلو ناوړه کارونو څخه نه دی اوښتی، هم د حکومت له امکاناتو ګټه اخلي، هم له خپل نفوذ څخه ناوړه ګټه کوي او هم د خپل زور له لارې او د خپلو یاغیانو او باغیانو پر مټ اختطافونه کوي، خلک ځوروي او له خلکو څخه باج اخلي.
د ملا تره خېل په څېر په افغانستان کې په بېلابېلو سیمو کې په زرګونو زورواکان شته، حتی له ده څخه هم وحشي زورواکان موجود دي، چې د افغانستان د امنیت او د ملي ګټو پر وړاندې د دوی شتون لوی تهدید ګڼل کېږي.
که حکومت د زورواکانو زور اوبه نه کړي او د دوی پر وړاندې جدي اقدامات ترسره نه کړي او د دوی بانډونه، یاغیان، وسله وال، وسلې، ډیپوګانې او نور غیر قانوني وسایل او وسایط او شبکې له منځه یونه سي، نو دوی هر وخت د حکومت لپاره یو تهدید، یو خطر او یو سرخوږی رامنځته کولی شي، داسې خطر او تهدید چې که پر وخت یې چاره ونشي، نو بیا به له کنټروله ووځي او خدای مه کړه د ناورین د رامنځته کېدو لامل به شي، نو هیله ده چې چارواکي د دوی د زور د اوبه کولو په خاطر له قانوني لارو څخه مخته لاړ شي او لکه څنګه چې د قانون پر بنسټ د قوې د استعمال صلاحیت یوازې او یوازې له حکومت سره دی، نو په همدې اساس دې د دوی د قوې او زور مخه ونیسي. زورواکان دې بې قوې او بې زوره کړي.