اېمل پیاوړی
وایي پخوا په کوم کلي کې تبک (د غوایانو ناروغي)لګېدلی وو. هره ورځ به په جومات کې له لمانځه وروسته کلیوالو شکایت کاوه چې نن زما غوا/ غویی په تبک مړ شو، بله ورځ به بل له تبک څخه د خپلې مړې غوا/ غوایي شکایت کاوه، بالاخره یوه ورځ د ملا غویی
هم تبک وژلی وو، ملا کلیوالو ته ویلي وو: تبک لکه چې اوس خوله ولګوله. خلکو پوښتلی وو چې څنګه؟ ملا په ځواب کې ورته ویلي وو چې نن یې زما غوا هم مړه کړه. کلیوالو ورته ویلي وو چې ملا صاحب دا موږ چې هره ورځ شکایت او بد ساعت کاوه ، تا به غږ هم نه کاوه، خو چې نن یې ستا غوا مړه کړه، نو وایې چې ایله اوس یې خوله ولګوله.
د تېر حکومت چارواکي (حامدکرزی، فاروق وردګ، سپنتا، هېوادمل، امرالله، بسم الله خان،اسمعیل خان، احدي، داوودزی، شهزاده مسعود و امثالهم) چې پرون په واک کې وو او د دوی د واکمنۍ پرمهال کوم ناورین، بدمرغي، ناامني، ظلم، غلا، لوټ، فساد، وحشت، وراني او دربدري نه وه چې افغان ولس ونه لیدله؟
د خلکوکورونه، ودونهاو کلي بمبار شول، بې ګناه او عام خلک ووژل شول، انسان تښتونې او اختطافونه اوج ته رسېدلي وو. هره ورځ په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه، کلابندۍ، جنګونه، وژنې او د ناامنۍ پېښې ترسره کېدلې. حکومتي ادارې له وزارت څخه واخله تر ولایت، ولسوالۍ، ښاروالۍ، امنیه قوماندانۍ، د حوزو تر امریتونو او ریاستونو پورې هر څه په ښکاره سودا او پلورل کېدل او د هرې څوکۍ، ادارې او مقام بیه معلومه وه.
د خلکو کارونه به په ټپه ولاړ وو، نه د خلکو ساندو ځای نیوه او نه هم د شکایتونو د اورېدلو څوک وو. پارلمان او حکومتي ادارې هم په خپلو کې په پټو قراردادونو او معاملو بوختې وې. حکومتي مسوولین به چې پوه شول چې کومه رسنۍ، وکیل یا کوم فرد او شخص رسوایي جوړوي او د دوی غلاوې، لوټ، اختلاس او فساد ډنډوره کوي، نو ژر به یې ور وغوښت په کوم ځای کې به یې دنده ورکړه او یا به یې نغده ورکړه او په یو شکل به یې د هغه خوله هم وربنده کړه.
هغه مهال هیڅ چارواکي نه د فساد خبره وکړه، نه یې د نظام د سقوط اندېښنه وکړه او نه یې هم هم د ناورین غږ پورته کړه، خو د جومات د ملا په څېر چې غوا یې تبک وژلې وه، کله چې دغه مفسد او معامله ګر چارواکي له خپلو دندو څخه وشړل شول او په اوسني حکومت کې ورته ځایونه ورنه کړای شول، نو لومړ ی د خپلو خواخوږو هېوادونو سفارتونو ته لاړل، کله چې د هغوی سپارښتنو نتیجه ورنه کړه، نو بیا په خپلو کې یو او بل ځای سره غونډ غونډ شول او فکر یې کاوه، چې حکومت به د دوی له غونډو او ناستو څخه د حامدکرزي د حکومت په څېر په وېره او اندېښنه کې شي او دوی ته به هم عذر وکړي، هم به یې له غونډو راوګرځوي او هم به لوړ مقامونه، منصبونه، مالي امتیازات او باج ورکړي، خو حکومت دوی ته د نخود د دانې هومره ارزښت هم ورنه کړ.
کرار کرار دغو پخوانیو او له اوسني حکومت څخه شړل شویو چارواکو خپلې حلقې سره پراخې کړې او د نویو جبهو په بڼو یې ځانونه راڅرګند کړ، چې یوه جبهه د عبدرب الرسول سیاف او ورپسې دویمه جبهه د ډاکټر انورالحق احدي په مشري را جوړه شوه، خو د دغو جبهو جوړولو اوسني حکومت ته د هغه مچ هومره ارزښت هم نه درلود چې د فیل په غوږ کې به ووت او ننوت او بله ورځ یې له فیل څخه بښنه غوښتې وه. فیل مچ ته ویلي وو چې د څه بښنه غواړې؟ ویل دا دومره وخت ستا په غوږ کې وتم او ننوتم په تکلیف مې کړې. فیل ورته ویلي وو چې رښتیا درته ووایم ولاکه دې نه په وتلو خبر شوی یم او نه په ننوتلو، نو اوسنی حکومت هم د دغو چارواکو د هیڅ ډول غونډو، جبهو او نیوکو اندېښنه نه لري او نه ځان پرې خبروي.
کله چې د نویو جبهو جوړولوهم نتیجه ورنه کړه، نو اوس یې په وراني لاس پورې کړی دی، یوه ورځ د حکومت د سقوط خبره کوي، بله ورځ وایي چې حکومت بې کفایته دی، بله ورځ د سولې روان بهیر سبوتاژ کوي او کله ناکله په کې د ناورین چیغه هم کوي.
مګر ولس دوی رټلي دي، ولس دوی ازمایلي دي او ولس د دوی هر ظلم، وحشت، ناروا، بې کفایتي، غلا، لوټ او فساد د سر په سترګو لیدلی دی، نو ځکه د دوی خبرو ته د توت او مچ هومره ارزښت هم نه ورکوي. ولس وایي ناورین خو پرون وو چې تاسو په واک کې وئ، مګر دا چې د اوسني حکومت له برکته ستاسو له ظلمونو ، فساد او حشت څخه په امان یوو دا زموږ لپاره د خوښۍ خبره ده.
پرون ولس په ناورین کې وو، خوچارواکو مزې کوې، مګر نن چې ولس د دوی له ناورین، وحشت، فساد ، غلا او لوټ څخه خوندي دی، نو نن رښتیا په پرونیو چارواکو ناورین دی، ځکه منصبونه، مقامونه، ګټې، مېلې، مزې، چړچې، بهرني سفرونه او هر څه یې له لاسه وتلي دي. دوی اوس نه ولس ته مخ لري، نه خپلو بهرنیو ملاتړو او ملګرو او نه هم خپلو کورنیو او داخلي ګوندي غړیو ته، ځکه دوی د دې ټولو په ازموینه کې ناکام شوي دي، د دوی بې کفایتي اوس د هیچا له سترګو څخه هم پټه نه ده. د دوی اهلیت او ذهنیت اوس هر چاته معلوم دی، چې دوی یوازې د مادیاتو لېونیان او ځانپالي وو، دوی د خپلې واکمنۍ په تېرو کلونو کې راغلې بهرنۍ مرستې لوټ او تالان کړې او په هغو چې ماړه نشول، نو د ولس وینې یې هم وزبېښلې ، یوازې خپل ځانونه او خپلې کورنۍ یې پرې وپړسولې او وپاللې، نو ځکه دوی نن د ناورین چیغې وهي.
رښتیا هم نن په دوی ناورین دی. د دوی دغه ناورین چې څومره ډېر دوام وکړي او دوی له دغه ناورین څخه ډېر وچغېږي، نو همغومره به دوی د خپل ولس له پروني حاله خبر شي او دوی به ایله دا درک کړي چې د دوی له لاسه ولس څومره سختې، ستړې، نادودې او ظلمونه ګاللي دي؟