درې پوښتې: لنډه کېسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د لئون تولستوی لیکنه
د عبدالملک پرهیز ژباړه
یوه ورځ تزار ته دا فکر پیدا شو چې  که تل و کولی شي پوه شي کله  خپل کارونه پیل  ، څه ته پاملرنه وکړي او د څه په وړاندې بې توپيره و اوسي. او تر هرڅه زیات مهمه داچې

که پوه شي کوم کار يې له نورو کارونو زیات مهم دی، نو په دې ډول به په هيڅ کار کې  پاتې را نه شي. نو د خپلې پادشاهۍ په ټوله آډانه کې يې خبرتیا خپره کړه چې که هر څوک هغه ته ور زده کړي چې څنګه ارزښتنمد خلک وپېژني او څنګه د مهمو کارونو په پېژاندلو کې له تېروتنې څخه ډه ډه وکړي، هغه ته به لویه جایزه ورکړي.
پوهان د تزار دربار ته ولاړل او دهغه پوښتنو ته يې راز راز ځوابونه ورکړل. ځنیو د تزار لومړۍ پوښتنې ته داسې ځواب ورکړ ، د هر کار د ترسره کولو دپاره د ښه وخت د پېژاندلو له پاره باید، د کارونو  ورځنی، میاشتنی او کالنی پروګرام ولرو او ټول کارونه په بشپړه توګه ترسره کړو. هغوی ویل چې همدا په مناسب وخت کې د هر کار د ترسره کولو یوازنۍ لاره ده. ځنې نورو ویل چې د کارونو د ترسره کولو دپاره له وړاندې د وخت ټاکل امکان نه لري ، خو دا مهمه ده چې انسان بې ځایه خپل وخت تېر نه کړي، ټولو پېښو ته پاملرنه وکړي او لازم کارونه ترسره کړي. دریمې ډلې عقیده لرله څرنګه چې تزارانو هيڅکله هم د پېښو بهیر ته پاملرنه نه ده کړې ، شاید هيڅوک په سمه توګه پوه نه شي چې کوم کار کله ترسره شي. څلورمې ډلې وویل چې مشاورین به هيڅکله هم د ځنیو کارونو په اړوند نظر ور نه کړي شي، ځکه سړی باید بې له ځنډه د کار د ترسره کولو یا نه ترسره کولو په اړند پریکړه وکړي نو ددې دپاره چې پریکړه وکړي باید پوه شي چې څه به پېښ شي. چې دا کار یوازې د کوډګرو له وسه پوره دی. نو د هر کار د ترسره کولو دپاره د مناسب وخت د پېژاندو دپاره باید له کوټګرو سره مشوره وشي.
د تزار دویمې پوښتنې ته هم د پوهانو ځواب  همداسې یو شان نه ؤ. یوې ډلې وویل چې هغه تر هر چا زیات خپلو دولتي مرستندویانو ته اړتیا لري. دویمې ډلې ویل چې هغه د کلیسا ملایانو ته اړتیا لري .دریمې ډلې وویل چې هغه خپلو داکترانو ته زیاته اړتیا لري او څلورمې ډلې وویل چې تزار تر هرچا زیات خپلو جنګیالیو ته اړتیا لري.
د دریمې پوښتنې په ځواب کې چې د مهمو کارونو په اړوند وه ،  یوې ډلې د پوهې تر لاسه کول د نړۍ له مهمو کارونو څخه ګڼل، خو بلې ډلې په نظام کې برتیا او دریمې ډلې د خدای عبادت مهم ګاڼه.
څرنګه چې ځوابونه یوشان نه ول ، تزار هیڅ یو هم و نه منل او هیڅ چا ته يې جایزه ور نه کړه. نو پریکړه يې وکړه چې د يو ډير هوښیاره پوه سره چې په پوهه کې يې نوم درلود مشوره وکړي.
دغه پوه سړي په ځنګل کې ژوند کاوه ، هیڅ چیرته نه تللو او یوازی بې وزلي او بې کبره خلک يې منل. نو تزار شلېدلي جامې واغوستلې او د هوښیاره سړي کور ته له رسیدو دمخه له خپل آسه کوز شو او یوازې او پلی د هغه د کور په لور ولاړ او خپل ساتونکي يې په نیمه لاره کې پرېښودل.
کله چې جونګړې ته ورسیده ، هوښیاره د خپلو کور مخې ته پټي کې  کار کاوه . همدا چې تزار يې ولید سلام يې پرې وکړ او خپل کار ته يې دوام ورکړ، کله چې به يې خپل بیل پر ځمکه ښخ کړ نو لږه خاوره به يې واړوله نو ساه به يې بنده بنده شوه.
تزار هغه ته نژدې شو او ويې ویل: « ای پوه او هوښیاره سړیه ، تا ته راغلی یم چې زما درې پوښتنو ته ځواب راکړې:
یو دا چې د کارونو دپیل دپاره کوم وختونه له لاسه ور نه کړم او که د لاسه  يې ورکړم  پرې پښيمانه شم؟ دویم داچې کوم کسان لوړ وبولم او ورته پام وکړم؟ وروستۍ داچې کوم کار تر هرڅه مهم دی چې د ترسره کولو دپاره يې  تر هر څه لومړی ملا وتړم؟»
هوښیاره سړي د تزار خبرو ته غوږ نیولی ؤ خو ځواب يې ور نه کړ.
هوښیاره سړي وویل: « مننه کوم» نو په دې وخت کې يې بیل کېښود او پخپله پر ځمکه کیناست.
تزار وویل:« ستړی شوی يې. بیل ماته را که چې مرسته درسره وکړم.
تزار کله چې یو دوه پټي واړول  کار يې بس کړ او خپلې پوښتنې يې بیا تکرار کړې. هوښیار سړي بیا هم ځواب ور نه کړ خو له ځایه پاڅېده ، د بیل په لور ولاړ او ويې ویل: « اوس ته دمه وکه او ما پرېږده...» خو تزار  هغه بيل ته ور نه کړ او  په خپله بيل وهلو ته يې دوام ورکړ. یو ساعت بل هم تیر شو . په دې وخت کې لمر د ونو شاته د پرېوتو په حال کې ؤ ، تزار بیل په خاورو کې ښخ کړ او ويې ویل:« ای هوښیاره سړیه زه تاته  راغلی یم زما پوښتنو ته ځواب راکړه. که نه پوهېږې ووایه چې بیرته خپل کور ته ولاړ شم.»
هوښیار سړي وویل:« وګوره ، هلته څوک ځغلي. راځه وګورو څوک دی .» تزار شا او خوا وکتل لیدل يې چې یو څوک د ځنګله له لورې په منډو  را روان دی او خپله خېټه يې په لاس ټينګه نیولې ده ، د ګوټو له منځه يې وینه جاري وه . هغه د تزار په لور منډه کړه خو پر ځمکه ولوېده، سترګې يې پټې کړې، ځګېروي يې کول او بې هوښه شو.
تزار د هوښیاره سړي په مرسته د ټپي د ځان جامې وایستلې . د هغه په خېټه کې لوی ټپ ؤ . تزار د هغه ټپ و وینځلو او پر خپل دستمال او د هوښیاره سړي د جامو پر یوه ټوکر يې و تړلو . خو وینه لا هم جاري وه. تزار څو ځله  په وینو لړلی ټپ خلاص او وینځلو او بیا يې و تړلو .
کله چې وینه ودریده ټپي سړی په هوښ راغی او اوبه يې وغوښتلې. تزار نوموړي ته اوبه راوړلې او ور سره يې مرسته وکړه څو ويې څکي. په دې وخت کې لمر ولوېده او هوا سړه شوه، تزار د هوښیاره سړي په مرسته ټپي جونګړې ته یوړ او پر توشک یې واچوه. ټپي همداسې چې اوږد غزېدلی ؤ سترګي پټې کړې څو لږ آرامه شي. تزار د کار کولو او پلي تګ څخه دومره ستړی او ستومانه شوی ؤ چې لکه د مار په شان منجیله شو  او پرېوت او د اوړي  دغه لنډه شپه يې تر سهاره په خوب تېره کړه. سهار کله چې له خوبه بیدار شو ، تر لږ ځنډ وروسته يې په یاد راغلل چیرته دی او په بستره کې پروت سړی څوک دی. نو په پلټونکو سترګو يې له نظره تیر کړ.
سړي کله چې ولیدل تزار له خوبه ويښ شوی او ده ته ګوري په کمزوري غږ  يې وویل:« ما وبښه.»
تزار ویل :« تا نه پېژنم او د بښلو کوم دلیل هم نه وینم.»

سړي وویل:« ته ما نه پېژنې خو زه تا پېژنم. زه ستا دښمن یم او قسم مې خوړلی ؤ چې د خپل ورور د وژنې او زما د شتمنۍ د ضبطولو په خاطر له تا نه غچ واخلم. پوهیدم چې ته ځانته یوازې دغه هوښیار سړي ته راغلی يې ، نو ځکه پریکړه مې وکړه د ستنیدو په وخت کې تا ووژنم. خو پوره یوه ورځ تېره شوه او ستا پته ونه لګېده. کله چې له کمینه را ووتلم څو تا ولټوم ، ستا له ساتونکو سره مخامخ شوم ، زه يې وپېژاندلم او ټپي يې کړم. له هغوی وتېښتيدم خو که تا زما ټپونه نه وای تړلي نو د وینې د  له لاسه ورکولو له امله به مړ شوی وای. ما غوښتل تا ووژنم خو تا زه له مړینې وژغورلم. که زه ژوندی پاتې شوم او که تاسې غوښتي ول زه به ستا ريښتنی نوکر شم او خپلو بچو ته به هم همداسې ووایم. ما وبښه.»
تزار خوشحاله شو چې په دومره آسانۍ سره يې له خپل دښمن سره روغه کړې ده، نه یوازې هغه يې وبښه بلکې خپل داکتر او نوکرانو ته يې امر وکړ څو هغه له ځانه سره یوسي او ژمنه يې وکړه چې د هغه شتمني به هم بیرته ورکړي. وروسته له هغې چې ټپي سړی له جونګړې ووتلو ، تزار د هوښیاره سړي پسې له جونګړې بهر ولاړ،  غوښتل يې له دغه ځایه له تللو دمخه یو ځل بیا هم له هغه څخه د خپلو پوښتنو ځواب وغواړي. هوښیار سړی په هماغه پټيو کې چې پرون يې په کې بیل واهه، سابه کرل.
تزار د هغه څنګ ته لاړ او ويې ويل:« ای هوښیاره د وروستي ځل دپاره غواړم له تانه د خپلو پوښتنو ځواب واورم.»
هوښیار سړي چې په پټي کې ګونډې وهلې وې ، تزار سر ترپایه له سترګو تیر کړ او ويې ویل:« تا همدا اوس د خپلو پوښتنو ځواب تر لاسه کړی دی.»
تزار وویل:« څنګه ؟»
هوښيار سړي وویل:« که پرون دې زما پر کمزورۍ رحم نه وای کړی او د پټيو په وهلو کې دې یوازې پرې ايښی وای ، دغه سړي پر تا برید کاوه او زما له پرېښودو به پښېمانه شوی وای. نو دا د پټيو د اړولو دپاره تر  بل هر وخت ښه وخت ؤ او زه هغه مهم سړی وم چې تا باید ورته پاملرنه کړې وای او ستا مهم کار له ما سره مرسته وه . نو کله چې هغه سړی په منډه منډه راغی ، له هغه څخه د ساتنې مهم وخت را ورسیده، ځکه که ټپ يې تړل شوی نه وای ، تا سره  بې له پخلاینې مړ کېده . نو هغه مهم کس ؤ چې تا باید ورته پام کړی وای او کوم څه چې دې وکړل تر هر څه مهم کار ؤ . اوس پوه شه چې یوازې یو مهم وخت شتون لري او هغه « اوس » دی او مهم کس هغه څوک دی چې همدا اوس يې وینې، ځکه هيڅ کله نه پوهېږې چې بل داسې څوک به وي چې ور سره مخامخ شې او که نه او مهم کار له هغه سره د نیکي کول دي، ځکه انسان یوازې د نيکي او ښېګڼې دپاره پیدا شوی دي.