ژباړه عبدالملک پرهیز
لئوناردو داوینچي د « وروستۍ شپې » د انځور د انځورولو په وخت کې له یوې لويې ستونزې سره مخامخ شو. هغه غوښتل خیر او نیکي د «عیسی» او بدي د «يهودا» په څېره کې انځور کړي (یهودا د عیسی (ع) د ملګرو
څخه ؤ ). نو کار يې نیمګړی پريښود څو ددې کار دپاره د خپلې خوښې مودلونه پیداکړي.
یوه ورځ يې د سندرو په یو محفل کې ، د عیسی څېرې ته یو ځوان ولیده. ځوان يې د خپل کار ځای ته راوغوښت او د هغه له څېرې څخه يې لیکنې او رسمونه وکړه .
درې کاله وروسته چې د « وروستۍ شپې» انځور لا پای ته رسېدلی نه ؤ ، او داوینچي د « یهودا » دپاره لا وړ او مناسب مدل پیداکړی نه ؤ . د کلیسا مسوول پر هغه فشار راوست څو د کلیسا د دېوال د انځور کار ژر پای ته ورسوي، داوینچي له ډیرو هلو ځلو او لټون وروسته، د اوبو په یوه لښتي کې یو ځوان چې په څيرې جامې يې په ځان وې او بې خوده او مست پروت ؤ، پیداکړ!
هغه له خپلو همکارانو وغوښتل څو دغه کلیسا ته راولي، ځکه هغه نور زیات وخت نه درلود.
سوالګر يې په داسې حال کې کلیسا ته راوست چې نه پوهېده څه خبره ده . د داوینچي ملګرو هغه د دریدو په حالت کې ټينګ نیولی ؤ ، داوینچي د هغه د بې تقوايي، ګناه او ځان پالنې څخه چې د هغه په حالت کې له ورایه څرکند ول ، رسمونه واخیستل.
کله چې کار پای ته ورسید، سوالګر پداسې حال کې چې مستي يې له سره آلوتې وه ، خپلې سترګې پرانیستلې چې یو انځورګر يې خپلې مخې ته وليد او د حیرانتیا او پریشانۍ په حالت کې يې وویل:
« دغه انځور ماپخوا لیدلی ؤ !!!»
داوینچي په حیرانتیا سره وکړه:
چيرته؟!
د شلېدلو جامو ځوان وویل:
« درې کاله دمخه ، مخکې له دې چې خپل هر څه له لاسه ورکړم!» ، « کله چې د هنرمندانو په یوه ډله کې مې سندرې ویلې او ډېر ښه په زړه پورې ژوند مې درلود ، یو هنرمند راغی او زه يې د « عیسی » د څېرې دپاره د مودل کېدو دپاره را وبللم!.»